To start downloading books

Please sign in or create an account.

ویسټرن یونین څنګه کار کوي؟

ویسټرن یونین څنګه کار کوي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

پر کابل د تالبانو تر تسلط وروسته "ويسټرن یونین" شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ. دې چارې ګڼو هغو افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې، چې د کورنۍ غړو یې له بهره ددوی مالي ملاتړ کاوه. خو له نېکه مرغه د حالاتو په لږ ښه کېدو سره دې شرکت د خپلو فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ. تاسو به په دې لیکنه کې ددې شرکت په اړه لا ډېر پوه شئ. 

ویسټرن یونین څه ډول شرکت دی؟

دا شرکت چې انګلېسي نوم یې "westernunion" دی، د پیسو د لېږد رالېږد یوه نړېواله کمپنۍ ده. د پیسو د انتقال ترڅنګ د پیسو تبادله او ځينې نورې مالي چارې او فعالیتونه هم پر مخ وړي. باید ووایم، چې په اکثرو ځایونو کې د "WU" په مخفف سره هم خپل شتون تائيدوي. ددې شرکت بنسټ په "۱۸۵۱ز" کال کې د "ازرا کورنل" له خوا کېښودل شو. "ازرا کورنل" د امریکا متحده ایالاتو یو لوی تجار او سیاسي شخصیت تېر شوی، چې د "ويسټرن یونین" شرکت سره ـ سره د "کورنل پوهنتون" بنسټګر هم دی. په اوس وخت کې ددې کمپنۍ مرکزي څانګه د امریکا محتده ایالاتو په "Denver, Colorado" کې موقعیت لري. په "۲۰۱۸م" کال کې یې د ټولو کارکوونکو شمېر شاوخوا "۱۲۰۰۰" تنو ته رسېده. 

 

ویسټرن یونین څنګه کار کوي؟

لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، دا د پیسو د لېږد رالېږد يوه عالي کمپنۍ ده. ددې شرکت د تګلارې په مرسته خلک کولای شي، چې د نړۍ ګوټ ـ ګوټ ته د خپلو خپلوانو او ملګرو د مالي ملاتړ لپاره پیسې ولېږي. ددې چارې ګټه دا ده، چې په ډېر کم وخت او کم فیس سره کولای شئ، خپلو کورنيو او ملګرو ته پیسې ولېږئ او یا یې هم ترلاسه کړئ.

 

تګلاره 

د پیسو لېږونکی باید د "ویسټرن یونین" شرکت یوې نږدې نمایندګۍ ته ورشي. د شرکت نماینده به د تذکرې په مرسته ستاسو معلومات ثبت کړي او ترڅنګ یې د هغه کس معلومات هم په دقیقه توګه اخلي چې تاسو ورته پیسې لېږئ. وروسته له دې چې تاسو پیسې او د پیسو فیس حواله کړئ، تاسو ته به یو ځانګړی لس عددیز کوډ درکړل شي. ترڅو د همدې کوډ په مرسته ستاسو پیسې اصلي کس ته په ډاډمنه توګه ورکړل شي.

تاسو باید دا کوډ هغه کس ته ولېږئ، چې پیسي ترلاسه کوي. د پیسو ترلاسه کوونکی له هماغه ځانګړي کوډ او خپلې تذکرې سره پخپل هېواد کې د "ویسټرن یونین" یوې نږدې نمیاندګۍ ته ورځي. هلته د خپل کوډ او معلوماتو په ورکولو سره خپلې پیسې ترلاسه کوي. باید یادونه وکړم، چې د پیسو له ترلاسه کوونکي هېڅ ډول فیس نه ګرځول کېږي. بلکې د پیسو د لېږلو فیس هم د پیسو له لېږونکي څخه اخیستل کېږي.

Related Articles

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاعر/لیکوال بشپړ نوم "هینري واډزورس لانګفیلو ـ Henry Wadsworth Longfellow" دی. نوموړي په "۱۸۰۷" زیږدیز...

د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدلی شوی دی؟

لیکنه: شکېبا نادري، د نړۍ تر ټولو لوی مار چېرته لیدل شوی دی؟   موږ ټول پر دې پوهېږو چې دوه ډوله حیوانات شته دي، چې یو یې وحشي او بل یې اهلي حیوانات دي.  ډېری خلک له حیواناتو سره مینه لري او په کورونو کې یې ساتي لکه پیشو، روزل شوي سپي او بېلابېل الوتونکي چې دې ته اهلي حیوانات وایي، خو برعکس وحشي حیوانات هغه دي، چې انسانان نه شي کولای ورته نږدې شي...

کوسټا ریکا څنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړل؟

کوسټا ریکا څرنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړه؟ کوسټا ریکا هېواد کې د ځنګلونو په لوړه پیمانه وهلو له امله په ۱۹۸۳ م کې په ځنګلونو پوښلې ساحه ۲۶ سلنې ته راټیټه شوه. دغې ویجاړۍ په باراني ځنګلونو کې د ژوند تنوع ړنګه کړه او هغه ژوې یې له خطر سره مخ کړې چې یوازې په کاسټا ریکا کې موندل کېدې.  دولت د ځنګلونو وهلو جوازونه محدود کړل، د هغو ځم...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...