To start downloading books

Please sign in or create an account.

لانګ فیلو وپېژنئ!

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.  

د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک

د امریکا ددې منلي شاعر/لیکوال بشپړ نوم "هینري واډزورس لانګفیلو ـ Henry Wadsworth Longfellow" دی. نوموړي په "۱۸۰۷" زیږدیز کال، د مین ایالت په پورټلینډ سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. دا چې لانګ فیلو له یوې بډايې کورنۍ سره تړاو درلود، نو منظمې زدکړې یې وکړې. په "بوډن" کالج کې تر زده کړو وروسته اروپا ته د زده کړو او سیاحت لپاره لاړ. هلته له درې کلونو (۱۸۲۶ ـ ۱۸۲۹ز) تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته راغی او په "بوډن" کالج کې یې د استادۍ دنده واخیسته.

ده د استادۍ پر مهال واده هم وکړ او له پنځه کاله تدریس وروسته بېرته اروپا ته ولاړ. په ورته وخت کې یې مېرمنه په امریکا کې مړه شوه. فیلو بېرته امریکا ته راغی او په هارډوارډ پوهنتون کې تدریس شروع کړ.

خپلو محصلینو ته یې د اروپايي شاعرۍ په نوم کتاب تألیف کړ، چې په اروپا کې یې هم لوستونکي لرل. که څه هم نوموړي خورې ورې مقالې، خپل خاطرات، ډرامې او نور آثار خپاره کړي وو؛ خو اصلا د نوموړي شاعرۍ ډېر مینه وال پیدا کړل او فیلو یې د شهرت تر پوړیو ورساوه. لومړنۍ شعري ټولګه یې "د شپې غږونه" نومېږي او ددې ترڅنګ ایوانجلین، د لارې د غاړې میلمستون او د هایاواثا ترانې یې هم د شعري ټولګو نومونه دي. باید ووایو، چې هېڅ بل امریکايی شاعر پخپل ژوند کې د لانګفیلو په اندازې نه دی نازول/ستایل شوی.

له ګڼو ادبي او هنري لاسته راوړنو وروسته نوموړی په "۱۸۸۲ز" کال کې د پنځه اویا کلونو په عمر ومړ.    

د شعر یوه بېلګه

د "لانګ فیلو" پر ژوند خو به تر یره بریده پوه شوي يئ. په دې برخه کې به د نوموړي یو شعر هم ولولو، چې د "ګټه او تاوان" تر عنوان لاندې نوموتي لیکوال/شاعر عبدالباري جهاني ژباړلی دی.  

چې یوازې مې یو ځان یو مې ګرېوان وي

راسره فکر د ګټې او تاوان وي

وايم څه شی مې بایللي، څه ګټلي

لږ به پاتې ځای د فخر په میدان وي  

زه پوهېږم څومره ورځې مې کړې تېرې

په بې ځایه پاڅېدلو ګرځېدلو

لکه غشی چې په ښه نیت وي وار شوی

خطا شوی پر هدف له لګېدلو

مګر څوک به دومره زړه وکړي چې ټول کړي

د ژوندون د لارې ګټې تاوانونه

څوک خبر دي، بری کوم دی، ماتې کومه

تل په جزر پسې راشي لوی موجونه

Related Articles

هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

موږ ټول غواړو چې په کورنۍ او  ټولنه کې محبوبیت ولرو. خو په دې نه پوهېږو، چې کوم کارونه موږ ته درنښت را بخښي او کوم مو شخصیت ننګوي. که تاسو ځير شئ په ټولنه کې ځينې وګړي ډېر محبوبيت لري او بعضي نور بیا د ټولو بدې شي. دا طبيعي خبره ده، چې هر انسان غواړي نور خلک یې ښه ووايي، ويې ستايي او په درنښت ورته قایل وي. په دې برخه کې ځينې وګړي بریالي شي او ټولني...

د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه

لیکنه ـ فاطمه اعظم قهر او غوسه تر هغه مخکې کنټرول کړئ، چې پر ژوند مو حاکم شي. د کنټرول وړ غوسه د ځينو ناوړه پېښو او خبرو په مقابل کې د بدن يو طبيعي عکس العمل دی؛ خو له حده زيات قهر او غوسه په ژوند کې د لويو ستونزو سبب کيږي. دغه ډول غوسې ته د ناروغۍ يو حالت ويلی شو چې ځان بايد ترې وساتو.   د قهر او غوسې زیانونه د انسان ټولنيز شهرت زيانمنوي، له کو...

زیلینسکی؛ له ټوکمارۍ تر پاچاهۍ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   پدې ورځو (۲۰۲۲، فیبروي) کې تود خبر دا دی، چې روسیې پر اوکراین برید کړی او په مقابل کې د ياد هېواد ولسمشر، پوځ او خلک د مقاومت په حال کې دي. د جګړې ډګر ته د ولسمشر ورتګ ډېرو خلکو ستايلی او نوموړی یې یو زړور ولسمشر بللی؛ خو پوښتنه دا ده، چې نوموړی څوک دی او څنګه تر ولسمشرۍ ورسېد!؟ پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي. د لیکنې ت...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....