څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

i
imranghani
Author
Sep 04, 2021
4 years ago
3,816 views
څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟

د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر دوکتورا رسېدلې وي، خو یوه خبره به نه شي کولای، خبرې او بحث کول ځانګړی استعداد غواړي چې هر څوک دا استعداد نه لري، خو زموږ په دې لیکنه کې اته داسې پوښتنې راغلې چې د یو ګټور او نه ستړي کوونکي بحث لپاره لاره هواروي او بحث دومره جالبوي چې متکلم او مخاطب هېڅ نه غواړي بحث پای ته ورسوي.

 

۱. د دندې کومه برخه دې درته په زړه پورې ده؟

دا پوښتنه د ځواب ورکوونکي د دندې او بوختیا په اړه موږ ته د معلوماتو لاره پرانیزي، مخاطب یا ځواب ورکوونکی دې ته اړ کوي چې د خپلې دندې په اړه بشپړ معلومات ورکړي او ډېر بحث په هغې برخې وکړي چې ده ته په زړه پورې ده.

 

۲. په ماشومتوب کې څنګه وئ (د ماشومتوب پر مهال له شوخو او که عاجزو ماشومانو څخه وئ؟)

د دې پوښتنې ځواب به هم د پوښتنې کوونکي او هم ځواب ورکوونکي لپاره جالب وي، ځکه ډېر لږ کسان شته چې یو ارامه او پرته له شوخۍ او شیطانۍ ماشومتوب ولري، نو ځواب ورکوونکی باید د خپل ماشومتوب د هغه کارونو کیسې ورته وکړي، چې ټولو یې څومره پاذاب او ځورولي دي.

 

۳. د ملګرو په اړه مو خبرې وکړئ؟

دا پوښتنه موږ د ځواب ورکوونکي د اړیکو، تګ را تګ، ناسته ولاړه، ان شخصیت په اړه خبروي، ځکه موږ د ده د ملګرو له ټاکلو پوهېږو چې دی له چا سره او څنګه اړېکې لري.

 

۴. هغه کوم خواړه دي چې هېڅکله یې نه خورئ؟

دا پوښتنه هم د یو مناسب او نه ستړي کوونکي بحث لپاره لاره هواروي او موږ ته د ځواب ورکوونکي خوښه او د خوښې خوړو په اړه  معلومات راکوي.

 

۵. ستاسې کومه ټلویزیوني خپرونه ډېره خوښېږي؟ 

دا پوښتنه موږ د ځواب ورکوونکې له خوښې خبروي چې ایا هغه  ټلویزیوني خپرونې ګوري او که یې ګوري کومې خپرونې دي؟ خبري، سپورټي، ټولنیزې او که کوم بل څه یې خوښېږي.

 

۶. تاسې کوم مستعار یا دویم نوم لرئ؟

د دې پوښتنې ځواب ځینې وخت خندوونکی وي، ځکه مستعار یا دویم نومونه ډېر وخت د کورنۍ د غړو لخوا د غوسې پرمهال اېښودل کېږي، او کله بیا دا نومونه له نازه هم اېښودل کېږي، لکه د یوه کس د نوم لنډول مثلاً د یو کس نو فاطمه وي دوی ورته فاتو وایي او داسې نور نومونه هم شته. 

 

۷. که مو دندې ته اړتیا نه درلودای، نو خپله ورځ به مو څنګه تېروله؟

دا پوښتنه موږ ته د یو اړین بحث لاره خلاصوي، ځکه موږ د ځواب ورکوونکي له هغه پټو مهارتونو نه خبرېږو چې دی ورته وخت نه لري چې کار پرې وکړي او څرګند یې کړي، لکه د یوه نوي کتاب لیکل او داسې نور.

 

۸. په یوه اړیکه کې کوم کارونه د زغم وړ نه دي؟

دا پوښتنه موږ ته د ځواب ورکوونکې د راتلوونکي ژوند او خوښې په اړه د یو اوږده بحث لارښود دی.

دا اته هغه بنسټزې پوښتنې دي،  چې یو ګټور  بحث پرې پیل او پای ته رسولای شو. خو دا باید په یاد ولرو چې د بحث د پیل لپاره د دې سوال او ځواب میتود تر څنګ ډېر نور میتودونه هم شته، چې د ګټورو بحثونو پیلامې پرې کېږي.

Related Articles

Oct 15, 2021
1,923 views

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.   د مارکېز لنډ ژوندلیک...

Feb 13, 2022
3,181 views

راډيو څنګه اختراع شوه!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه د انټرنیټ او نورو ټکنالوژيکو پرمختیاوو له امله راډيو خپل پخوانی ارزښت او اورېدونکي له لاسه ورکړي؛ خو لا هم په لرې پرتو سیمو او آن ځينو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک یې په مینه اوري. په هر حال؛ نن د فرورۍ ديارلسمه ده، چې د راډیو...

May 07, 2021
1,576 views

اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,517 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...