To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له نن څخه شل کال وړاندې پر همدې ورځ (د سپټمبر یوولسمه) د امریکا پر لوی سوداګریز مارکېټ برېدونه وشول. په کومو برېدونه کې چې څه کم "۳۰۰۰" تنه ووژل شول. له دې پېښې وروسته امریکا او ناټو ځواکونه په ګډه پر افغانستان یرغل وکړ او دا چاره د شلو کلونو لپاره په دې هېواد کې ددوی پر ښکېلتیا تمامه شوه. په دې لیکنه کې د همدې پېښې بشپړ داستان لولئ.

 

ددې پېښې په تړاو عموميات

ددې پېښې مخفف "۹/۱۱" دی. په دې معنا چې دا برېد د میلادي کال د نهمې میاشتې (سپټمبر) په یوولسمه نېټه ترسره شوی. دا پر امریکا د القاعده شبکې یو ستر برېد و. په کوم کې چې نږدې درې زره تنه ووژل شول. القاعده د عربو له سخت دريځو اسلامپالو شبکو څخه ده. د څېړنو په ترڅ کې ثابته شوې ده، چې له تالبانو سره یې هم نږدې اړیکې لرلې/لري.

خو شنونکي تل دا پوښتنه کوي، چې ولې عربان پخپلو هېوادونو کې جګړې نه کوي او راځي د افعانستان په څېر یو اسلامپاله هېواد کې جنګ کوي. په داسې حال کې چې اکثره عربي هېوادونه د غربیانو لپاره د عیاشۍ او ساعت تېرۍ مرکزونه دي. تاسو څه وایئ؟

 

د سپټمبر په یوولسمه څه وشول؟

د "۲۰۰۱" زیږدیز کال د سپټمبر میاشتې په یوولسمه نېټه داسې پېښه وشوه، چې د نړۍ او افغانستان برخلیک یې بدل کړ. د سه شنبې ورځ وه. خلک د تل په څېر پخپلو کارونو پسې ووتل؛ مګر  داسې څه وشول، چې هېچا یې اټکل نه کاوه.

په هغه ورځ د القاعده شبکې نولس "۱۹" تنو څلور سوداګریز ـ مسافر وړونکي الوتکې برمته کړې او د الوتکو مسیر یې پخپله خوښه وټاکه.

له دې څلورو الوتکو یې یوه د امریکا د نیویارک ښار د نړيوالې سوداګرۍ د مرکز له یوې ودانۍ سره وجنګول شوه. خلکو په لومړيو کې فکر کاوه، چې دا به یوه تصادفي پېښه وي؛ مګر کله چې دویمه الوتکه د همدې سوداګریز مرکز پر بلې ودانۍ ور برابره شوه؛ خلک پوه شول چې دا یو تصادف نه شي کېدای؛ بلکې یو قصدي عمل دی.

باید ووایو، چې له ودانيو سره د الوتکو له ټکر څه شېبې وروسته، ددې ستر مرکز دواړه ودانۍ نسکورې شوې. له همدې کبله د مرګ ژوبلې شمېر په بېسارې توګه لوړ شو. 

درېيمې الوتکې په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په نښه کړ. ددې بريد په ترڅ کې د یاد وزارت د ودانۍ یوه برخه په بشپړه توګه ورانه شوه.

څلورمه الوتکه د امریکا په پنسلوانیا کې پرېوته. خو داسې انګېرل کېږي، چې ددې الوتکې هدف د امریکا کانګرس ودانۍ وه او هدف ته تر رسېدو وړاندې د عملې او مسافرو لخوا بغاوت په ترڅ کې نسکوره شوه.

 

د برید انګېزه

په "۱۹۹۸" زیږدیز کال کې د القاعده شبکې رهبري هيئت تشکيل شو. «اسامه بن لادن»، «ایمن الظواهری»، «احمد رفیع طاها»، « میر حمزه» او « فضل الرحمان» ددې لویې شبکې په راس کې شول. دوی فتوا صادره کړه، چې د نړۍ په هر کونج کې د امریکايي وژل د هر مسلمان دنده ده. همدا فتوا ددې ستر بريد لپاره انګېزه بلل کېږي.

 

د برید طرحه

ددې حملې طرحه د پاکستاني "خالد شېخ محمد" لخوا په "۱۹۹۶م" کال کې "اسامه بن لادن" ته ورکړل شوه. ویل کېږي، چې په هغه وخت کې اسامه بن لادن د برید دا طرحه و نه منله. اسامه پر دې ټينګار کاوه، چې په سوډان او افغانستان کې باید پیاوړي شو. همدارنګه په افریقايي هېوادونو کې د امریکا د سفارتونو بمبارولو طرحه یې تطبیق کړه.

په "۱۹۹۹ز" کې یې له "خالد شېخ محمد" څخه وغوښتل چې خپله طرحه لا غني کړي. چې وروسته دا برید ترسره شو او ګڼ شمېر امریکایان یې ووژل.

 

د ټولې ورځې جریان  

  • په دې برخه کې لولئ، چې د "۲۰۰۱" زیږدیز کال د سپټمبر په یوولسمه د سه شنبې ورځ سهار له پاو کوم نهو (۸:۴۵) تر شپږ کم اوو (۶:۵۴) څه وشول او دې پېښو څنګه د امریکې بڼه بدله کړه.
  • ۸:۴۵ ـ د نړېوالې سوداګرۍ له مرکز سره د لومړۍ الوتکې ټکر
  • ۹:۰۳ ـ د نړېوالې سوداګرۍ له مرکز سره د دویمې الوتکې ټکر
  • ۹:۱۷ ـ د نیویارک د هوايي میدان د چارو ځنډول 
  • ۹:۲۱ ـ د نیویارک په ټولو پولونو او تونلونو کې پر تګ راتګ بندیز
  • ۹:۳۰ ـ د هغه وخت ولسمشر (جورج ډبلیو بوش) په فلوریډا کې اعلان وکړ، چې پر امریکا برید شوی 
  • ۹:۴۰ ـ د امریکا د هوانوردۍ په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره پر پرواز بنديز 
  • ۹:۴۳ ـ په واشینګټن کې د دفاع وزارت له ودانۍ سره د الوتکې ټکر
  • ۹:۴۵ ـ د سپینې ماڼۍ تخلیه کېدل
  • ۹:۵۷ ـ له فلوريډا څخه د بوش وتل 
  • ۱۰:۰۵ ـ د نړېوالې سوداګرۍ د جنوبي برج پرېوتل
  • ۱۰:۱۰ ـ د پنټاګون ودانې د یوې برخې نسکورېدل
  • ۱۰:۱۰ ـ په پنسلوانيا کې د وروستۍ الوتکې غورځېدل
  • ۱۰:۱۳ ـ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ تخلیه
  • ۱۰:۲۲ ـ  د خارجه وزارت او عدلیې وزارت تخلیه
  • ۱۰:۲۴ ـ د امریکا پر اسمان د ټولو پروازونو مسیر کاناډا ته انتقالول
  • ۱۰:۲۸ ـ د نړېوالې سوادګرۍ مرکز د شمالي برج ړنګېدل
  • ۱۰:۴۵ - د فدرال دولت اړوند د ټولو ودانيو بندېدل
  • ۱۰:۴۶ ـ لاتینې امریکا ته د خارجه وزیر (کالین پاول) د سفر لغوه کېدل
  • ۱۰:۵۴- د په ټوله نړۍ کې د اسرایلو د ديپلوماتیکو ادارو تړل کېدل 
  • ۱۰:۵۷- په نيویارک کې د ټولو دولتي مرکزونو بندېدل
  • ۱۱:۰۲- د نیویارک ښاروال له خلکو وغوښتل چې په کور پاتې شي او د باندې له وتلو ډډه وکړي.
  • ۱۱:۱۸- د دوو الوتکو د تښتونې اعلان (۱۱ پرواز چې ۸۱ مسافر او ۱۱ عمله پکې وه. ۷۷ پرواز چې ۵۸ مسافر او ۵ تنه عمله پکې وه. دا دواړه الوتکې مسافر وړنکې بوئینگ ۷۵۷ وې.)
  • ۱۱:۲۶- د ۹۳ پرواز د سقوط اعلان 
  • ۱۱:۵۹- د ۱۷۵ پرواز د سقوط اعلان، چې ۵۶ مسافر او ۹ تنه عمله پکې وه
  • ۱۲:۰۴- د لاس انجلس نړېوال هوايي ډګر تخلیه
  • ۱۲:۱۵- د سانفرانسیسکو نړېوال هوايي ډګر تخلیه
  • ۱۲:۱۵- له کاناډا او مسکیکو سره پر پوله د اظطراري حالت اعلان 
  • ۱۲:۳۰- ددې اعلان چې د امریکا پر اسمان پنځوس الوتکې د پرواز په حال کې دي
  • ۱:۰۴- ولسمشر له "Barksdale Air Force Base" څخه خبر ورکړ، چې امریکايي ځواکونه په ټوله نړۍ کې د چمتو کېدو په حال کې دي. د جنایت عاملینو ته د سختې سزا پر ورکړې یې ټينګار وکړ. 
  • ۱:۲۷- په واشنګټن کې د اظطراري وضعيت اعلان 
  • ۱:۴۸- د سمندري پوځ له براکس مرکز څخه نامعلوم ځای ته د ولسمشر بوش سفر
  • ۲:۳۰- تر چهارشنبې پر ټولو سوداګریزو الوتنو بندیز
  • ۳:۵۵- د نبراسکا په یوه پوځي مرکز کې د ولسمشر بوش څرګندېدل 
  • ۴:۰۰- سي.ان.ان خبر ورکړ، چې امریکايي چارواکي دا حمله د اسامه بن لادن له لوري بولي
  • ۴:۱۰- د نړېوالې سوداګرۍ مرکز په اوومه شمېره ودانۍ کې اورلګېدنه 
  • ۴:۳۰- له نبراسکا څخه واشینګټن ته د ولسمشر پرواز 
  • ۵:۲۰- د اوومې شمېرې ودانۍ ړنګېدل چې اووه څلوېښت پوړه وه. 
  • ۶:۵۴- له سختو امنیتي تدابیرو سره واشینګټن ته د ولسمشر بوش راتګ

 

څه وشول؟

دا د هغې پېښې داستان و، چې د کوم له امله موږ افغانانو دا شل کاله يو بل ووژل، يو او بل مو کافران ګڼل، خپله اردو، پوځ او نظام مو ړنګ کړ. د درې زره امريکايانو د وژل کېدو له امله نږدې سلګونه زره افغانانو د خپلې کمې پوهې له امله يو بل ووژل. عربو امريکايان ووژل او پور يې افغانانو پرې کړ. دا ځکه چې افغانان د هوش پر ځای له جوش کار اخلي. ترڅو چې موږ داسې کم علمه يو همداسې به وژل کېږو. د نور د مرګ پور به هم موږ پرې کوو.

Related Articles

ناقل و منقول

ناقل و منقول مصطفی عمرزی به باور اکثر افغان های فعال در عرصه ی سیاست و اجتماع، اگر ضعف های آشکار بعضی از به اصطلاح رهبران ما نمی بود، مسایلی به اهمیت ملی، متنازع نمی شدند تا در بازار آن، جلوتر از همه، بعضی از به اصطلاح نماینده گان ما ابله شوند و با توجیه ناهنجاری ها، دست آویز بسازند.  در این مقال، باز هم مثالی از کوته اندیشی بعضی از به اصطلاح نم...

دا حدیث د خپل ژوند لپاره قانون وټاکه

امام احمد بن حنبل او امام الترمذي په خپلو کتابونو کې یو صحیح حدیث روایت کړی چې په اورېدو یې د انسان ويښته درېږي.عن ابي کبشة الانماري رضي الله عنه انه سمع رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: ثلاثٌ أُقسِمُ بالله علیهِن و أُحدِّثُکُم حدیثً فاحفظوهُ. ژباړه: په درې شیانو درته په الله تعالی قسم کوم او یوه خبره درته کوم په یاد یې ساتئ! لومړی: ما نَقَصَ م...

مس عینک معدن (کان)

 لیکنه:  شکېبا نادري،  د مس عینک معدن(کان)   زموږ ګران هېواد افغانستان د قیمتي ډبرو، معدنونو، سرو زرو او داسې نورو شتمنیو هغه زېرمه ده، چې که د افغانستان خلک د دې ملي شتمنیو  په کشفولو بریالي شي نو زموږ هېواد به د نړۍ په کچه تر ټولو شتمن هېواد شي، چې یوه له دې با ارزښته زېرمو څخه د لوګر ولایت د مس عینک زېرمه ده چې د نړۍ له غوره مس لرونکو څخه یوه...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...