مديريت Management
2,389
محمدمشال مشال
2020-08-06 03:49:06
لومړۍ برخه
د مديريت د زده کړي دا لړۍ به په څلورو برخو کي په مکمله توګه به درته وړاندي شي. په لومړۍ برخه کي د مديريت،ګټورتوب،مؤثريت،مدير،د مديرانو ډولونو او د هغوی ددندو اړوند به درته واضح معلومات وړاندي شي.
مديريت يا منېجمنټ په لغت کي اداره کولو ته وايي او په اصطلاح کي د انساني او مادې ځواک په واسطه په کم وخت او کم لګښت سره د يو ادارې يا سازمان د موخو او اهدافو لاسته راوړلو ته مديريت وايي.
يا په بله اصطلاح مديريت د اداري منابعو پلانول، تنظيمول،رهبري کول،ګومارل يا ترڅو د سازمان اهداف ترلاسه سي،عبارت له مديريت څخه دی.
همدارنګه په مديريت کي بله لنډه موضوع د ګټورتوب(مثمريت) او مؤثريت(اغېزمنتوب) ده.
١- ګټورتوب(مثمريت)Efficiency: که د کمو سرچينو څخه زياته ګټه ترلاسه يعني لږ سرچينې استعمال سي خو ګټه زياته وسي.
٢- مؤثريت(اغېزمنتوب)Effectiveness: کله چي کارونه د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په ښه ډول ترسره سي.
مدير
مدير په لغت کي اداره کوونکي ته ويل کېږي او په اصطلاح کي هغه شخص چي د ډلي يا ګروپ د کړنو مسؤليت په غاړه لري.
يا مدير هغه شخص دی چي په اداره کي همږغي رامنځته کوي،د کارونو څارنه کوي ترڅو سازمان اهداف ترلاسه سي.
د مديرانو ډولونه
په سازمانونو کي مديران د شمېر،مسؤليتونو او دندو لمخي توپير لري چي دلته فقط ددندو لمخي مديران درپېژنو چي عبارت له لوړ پوړو،منځ پوړو او ټيټ پوړو مديرانو څخه دی.
١-لوړ پوړي مديران: دا ډول مديران د يو سازمان په سر کي قرار لري چي د زيات واک لرونکي دي کوم چي د پلان او پاليسۍ جوړوني،تصميم نيوني ترڅنګ د منځ پوړو او ټيټ پوړو او نورو کارکوونکو له کارونو د څار صلاحيت لري.
د لوړ پوړو مديرانو دندي
د سازمان اهداف ټاکل او د لاسته راوړلو لپاره يې ستراتيژي جوړول،د ادارې د بېلابېلو برخو ارزيابي او مرسته کول، منځ پوړو مديرانو ته اړوند لازمي لارښووني کول، او په اداره کي د کارکوونکو ټاکل، بدلول او لېري کول دي.
منځ پوړي مديران
دا ډول مديران د لوړ پوړو او منځ پوړو مديرانو تر منځ وجود لري او ددوی ارتباط او اړيکه ټينګوي کوم چي د لوړ پوړو مديرانو څخه لارښووني اخلي او عملي کوي يې.
د منځ پوړو مديرانو دندي
د خپلو کارونو اړوند لوړ پوړو مديرانو ته راپور ورکول، د چارو د تنظيم لپاره دمنځ مهاله پلانونو جوړول،د ټيټ پوړو مديرانو مياشتنی پلانونه،راپورونه څارل او ارزول، ټيټ پوړو مديرانو د ستونزو په حل کي همکاري او مشوره ورکول.
ټيټ پوړي مديران
دا مديران د ادارې له کارکوونکو سره مستقيمه اړيکه لري او د هغوی له کارونو څخه څارنه کوي.
د ټيټ پوړو مديرانو دندي
د ادارې د ستونزو د حل لپاره د منځ پوړو مديرانو سره په اړيکه کي کېدل،د کارکوونکو د کارونو نظارت او د ورځنيو چارو د تنظيم لپاره د کارکوونکو مشورې اخيستل او لايحې جوړول دي.