لیکنه ـ ریاض مقامزی
پر کابل د تالبانو تر ولکې وروسته ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت او یا دایمي ډول ودرول. په دې لړ کې د پیسو نړېوال صندوق هم پرون اعلان وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډوي. په دې معنا چې د لنډې مودې لپاره به خپل فعالیتونه دروي او وروسته د تالبانو اعمالو ته په کتو به د خپلو فعالیتونو د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه کوي.
ممکن تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا به څه ډول اداره وي. نو په همدې موخه مو دا لیکنه چمتو کړه.
پېژندنه
د پیسو نړېوال صندوق یوه نړېواله اداره ده، چې د "IMF" مخفف په شکل ښودل کېږي. ددې ادارې انګلېسي نوم "International Monetary Fund" دی. عمده دنده یې دا ده، چې له بې وزله هېوادونو سره مالي مرسته وکړي تر څو له مالي او اقتصادي بحران څخه ووځي.
تاریخچه
ويلای شو، چې دا نړېواله صندوق هم د دویمې نړېوالې جګړې يو پیداوار دی. په دې معنا چې د دویمې نړېوالې جګړې په وروستيو کې د "۴۴" هېوادونو د استازو په ګډون د "Bretton Woods" کنفرانس جوړ شو. په همدې کنفرانس کې ددې ادارې د جوړېدو طرحه په "۱۹۴۴ز" کال کې وړاندې شوه او د "۱۹۴۵ز" کال په مارچ میاشت کې یې عملا خپلې چارې پیل کړې.
اوس مهال "۱۹۰" هېوادونه ددې صندوق غړيتوب لري. دا اداره د نورو اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ د یادو هېوادونو د اقتصادي سیاست هم څاري.
موخې
د هرې ادارې د جوړېدو لپاره مشخصې موخې وي، چې کارکوونکي یې د هماغو موخو په رڼا کې خپلې تګلارې ټاکي. د پیسو نړېوال صندوق هم ګڼې موخې لري، چې عمده یې عبارت دي له:
- د پیسو په برخه کې نړېوالې همکارۍ ته پراختیا ورکول
- د نړېوال تجارتي سیسټم د متوزان پرمختګ په برخه کې اسانتیاوې برابرول
- د پیسو د ثبات په برخه کې اقدامات
- له فقیرو هېوادونو سره مرستې
ویلای شو چې د نړېوال تجارت، اقتصاد او پیسو په برخه کې د محاسبې او وړاندوینو يوه معتبره مرجع هم ده. همدارنګه د پیسو نړېوال صندوق د بلاعوضه مرستو ترڅنګ اړمنو هېوادونو سره د سودی پورونو تړونونه هم کوي. په دې اړه د لا ډېرې پوهېدنې لپاره پر لاندې عنوان ګوته کېکاږئ.