ليکنه ـ رياض مقامزی
مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:
- د کلمې معنا
- د کلمې ترتيب
- مفهوم
- بشپړتيا
- ګرامر
۱ - د کلمې معنا
مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري.
پورتنۍ جمله له شپږو کلمو څخه جوړه شوې ده، د دغې جملې درې کلمې (او، ښايي او وپېري) معنا لري. خو درې نورې کلمې يې معنا نه لري. په دې توګه دغه جمله هم کومه معنا نه څرګندوي. نو ځکه ويلی شو، چې اړينه ده د جملې ټولې کلمې دې معنا داره اوسي. مثلا ويلای شو: اجمل او اسد ښايي کمپيوټر وپېري.
۲ - د کلمو ترتيب
مثال: پلار يو واخېست زما موټر.
پورته جمله له ۵ کلمو څخه جوړه ده، او ټولې کلمې معنا لرونکي هم دي. مګر بيا هم دې جملې کومه معنا څرګنده نه کړه. په دې اساس اړينه ده، چې د جملې ټولې کلمې بايد په ترتيب هم وي. که داسې يې ووايو، معنا پيدا کوي: زما پلار يو موټر واخيست.
۳ - مفهوم
مثال: پړانګ ښکاري وڅاره او هغه يې وويشت.
پورتنۍ جمله معنا لري، او ټولې کلمې يې هم معنا لرونکي دي. خو جمله کوم مفهوم نه لري. ځکه دا امکان نه لري، چې مرغۍ دي ښکاري وڅاري او بيا دې هغه وولي. نو ځکه مجبور يو ددې جملې کلمې داسې تنظيم کړو: ښکاري پړانګ وڅاره او هغه يې وويشت.
اوس نو په دې جمله کې مونږ سم مفهوم څرګندوو کوم چې، عقل يې مني. د جملې يوه ځانګړنه ده چې د جملې مفهوم بايد سم وشي.
۴ - بشپړتيا
مثال: پرون چې دی بس ته تم و.
د پورتنۍ جملې په اورېدو سره طبيعې خبره ده، چې پوښتنه به کوو (نو څه پېښه وشوه؟) دا پوښتنه ځکه را برسېره کېږي، چې جمله نيمګړې ده. نو اړينه ده چې جمله هم بشپړه کړو.
پرون چې دی بس ته تم و، چا ترې ټولې پيسې غلا کړې.
اوس نو پورتنۍ جمله بشپړه شوه او دغه خبره څرګندوي، چې جمله بايد تل بشپړه وي.
۵ - ګرامر
مثال: هلک پر څوکۍ ناسته ده.
دغه پورتنۍ جمله ناسمه ده. ځکه په جمله کې د ګرامر له اړخه نېمګړتيا شته. د (ناسته ده) پر ځای بايد د (ناست دی) کلمې وکاروو.
هلک پر څوکۍ ناست دی.