لیکنه ـ بهرام بهیر

 سریزه:
 په پرمختللو ټولنو کې د دولتونو په راس کې د مشرانو تغیر او تبدیل د یو لړ خاصو پروسو پر بنسټ تر سره کېږي، اما په افغاني ټولنه کې له بده مرغه تر دې دمه د دې اصل بنسټ ندی نهادینه شوی، ځکه نو زمونږ اکثریت نظامونه پداسې ډول منځته راغلي، چې په راتګ سره یې پخواني نظامونه په مکمل ډول له منځه تللي، هیواد له سره وران شوی او هر ځل د بیارغونې پروسې له صفر څخه پیل شوې دي، اما له نېکه مرغه دا ځل له جمهوري دولت څخه اسلامي امارت ته د قدرت انتقال له یوې (۲۰) کلنې اوږدې جګړې څخه وروسته په سوله یزه ډول تر سره او جوړښت پداسې ډول اسلامي امارت ته وسپارل شو، چې له تخنیکي بشري قويې څځه نیولې، بیا تر برېښنايي سیستمونو، اسنادو، او زېربناؤ پورې هر څه پخپل حالت پاتې وو، اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، اړتیا ده چې د خپلې تېرې دورې او د جمهوریت د دورې ټولې مثبتې او منفي نقطې په دقیق ډول مطالعه او د هغه څخه وروسته د خپلې حکومتولی په اړه تصمیم ونیسي، ځکه نو هڅه شوې چې پدې لیکنه کې د تېرو دورو هغه نیمګړتیاوې بیان شي چې د جمهوري نظام د ړنګېدو سبب ګرځېدلې، تر څو له هغه څخه لازمه ګټه واخیستل شي او یوه قوي اداره را منځته شي.

 په هیواد کې د اسلامي امارت لومړنۍ دوره:

 اسلامي امارت له (۲۰۰۱) کال څخه وړاندې هغه مهال چې په افغانستان حکومت کاوو، د ځینو جدي قوانینو د رعایت په وسیله پدې توانېدلی وو چې قوي امنیت تامین او د وګړو سر او مال دې خوندي وي، د امارت د مشر چې دوی به آمر المومنین باله، امر بدون له جر و بحث څځه کټ مټ تطبیق کېده، او هیچا جرات نشو کولای چې د هغه په وړاندې راپورته شي، نظر ورکړي او یا هم نقد ور باندې وکړي؛ نړیوالې ټولنې یاده چاره دیکتاتوري او د بیان او نظر د آزادۍ خلاف ګڼله، اما زما په آند د ادارو د جوړښت لپاره د امر توحید (Unity of Command)  او د سلسله مراتب (Administrative Hierarchy) مراعت کول له مهمو اصولو څځه دي، چې زه یې شخصاً د یادې ډلې له ډېرو غوره اوصافو څځه ګڼم، او شاید د هغوی په دوره کې د کامل امنیت تامین راز هم په همدې خبره کې وو؛ دا چې دوی کومې د ضعف نقطې درلودلې، کوم موارد یې د نړیوالې ټولنې څخه د لېرې والې او د هیواد د اقتصادي وروسته والي سبب شوي وو، ډېر بحث نه پرې کوم، اما دومره وایم چې د حکومتولۍ ډول یې د ملګرتیا بڼه له ځان سره درلوده، او د مسلکي کسانو پر ځای، یواځې هغه کسان په دندو پکې ګمارل شوي وو چې د دوی سره یې د حکومت د تشکیل په برخه کې مالي او ځاني مرستې کړې وې، او یا به هم په دیني برخه کې تر نورو رسېدلي او پوه وو، او د حکومت هماغه جوړښت د ټولنې د اړتیا وړ خدمتونو د وړاندې کولو او د وګړو د اړتیاوو پوره کولو وړتیا نه درلوده.

 موقته اداره او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت:
 د (۱۱/۹/۲۰۰۱) نېټې د پېښې څخه وروسته د (بن) ناستې د هوکړه لیک پر بنسټ امریکايي ځواکونو د (۴۱) نورو هیوادونو په ملتیا په افغانستان حمله وکړه، د طالبانو حکومت یې ډېر ژر را نسکور او د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره یې را منځته کړه؛ دا چې په یاده دوره کې افغانستان د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو، زېربنايي، ټولنیزو، اقتصادي پراختیا او د دموکراسۍ د تطبیق لومړنیو پړاونو ته د یو کوچني ماشوم په توګه داخل شوی وو، هم یې ډېر فرصتونه درلودل او هم ډېرې ننګونې موجودې وې؛ نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو پیغام ورکاوه، چې ګوندې د افغانستان د ودې لپاره مرستې او کار کوي تر څو چټکه بیا رغونه وشي او افغانستان په ځان بسیا او مرفوع هیواد بدل شي، اما له بل پلوه یې د پردې تر شا افغان دولت ته اجازه نه ورکوله چې د اوبو په مدیریت، د برېښنا په تولید، د صنعت په وده، د صادراتو په لوړولو او طبیعي زېرمو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې دې اقدام وکړي؛ هغوی افغان دولت مجبور کړی وو چې د بندونو جوړولو په پرتله په ډېر لګښت وارداتي برېښنا د هیواد لپاره وپېري، اما د خپلو موجوده اوبو څخه دې نه تولیدوي؛ حتی تر دې پورې چې افغان دولت د چین سره د میس عینکو د کان استخراج لاسلیک کړ، خو بدبختانه چې هغوی د قرارداد د تطبیق اجازه ورنکړه. 

 بله ستره ننګونه چې د وخت حاکم یې د هیواد جوړونې فکر او د هغه سره د موجوده هوډ تطبیق ته نه پرېښود، د قومونو، ژبو، سمتونو او نورو پديدو پر اساس د داخلي مخالفتونو موجودیت وو، او هر چا د خپل ولس د تحریک کوونکي شعار څخه ګټه پورته کوله، تر څو په اقتدار کې په لوړه کچه شریک شي، چې یادې کړنې یو ځل بیا د دې زمینه مساعده کړه چې د چارو واګې دې د مسلکي وګړو پر ځای د ونډو پر اساس وسپارل شي، یادې ننګونې، هیواد د بلې هرې ننګونې په نسبت ډېر وکړاوو او له فرصتونو څخه یې محروم کړ؛ ځکه چې له یو پلوه نړیوالې ټولنې د مرستو او ملاتړ د ورکړې لپاره مشخص معیارونه درلودل، چې پوره کول یې د ونډ بازانو له لوري د امکان وړ نه وو او له بله پلوه، ګمارل شویو ونډ بازانو ته ملي ګټو د شخصي ګټو په مقابل کې اولویت څه چې هیڅ اهمیت هم نه درلود.

 په نظام کې د ننه د بې اعتمادۍ، د یو بل د تخریب او ځان مطرح کولو ننګونه دومره جدي وه چې ولسمشر مجبور وو د عادي رئيس، ولسوال او ښاروال په کچه وګړو سره هم مخامخ مرکه تر سره کړي او تقرر خو حتی د وزارت خارجې د اجیرانو تر بسته پورې پخپله لاسلیک کړي؛ له بلې خوا په عالي رتبه بستونو کې اکثریت عالي رتبه چارواکو د دې هڅه نه کوله چې د خدمت، ډېر کار او زحمت وېستلو له لارې دې رشد وکړي، بلکه برعکس پدې فکر ول چې څنګه یو بل مخته تللی چارواکی په جال کې ونښلوي او له پښو یې وغورځوي. همداراز د ولسمشر غني ډېر غوسه کېدل او په عامو مجالسو کې په عالي رتبه چارواکو باندې پټکې کول د دې سبب شوي وو چې د ده له لوري مقرر شوي لوړ پوړي چارواکي دې له یو لوري د زړه له اخلاصه مشوره ورنکړي او له بل لوري دې په عامه مجلسونو کې د ده پر خلاف تبلیغ وکړي، حتی د ده په کابینه کې دې د نورو غیر مسؤلو سیاسیونو تر نفوذ لاندې واوسي.

 د ملګرتیا او ونډونو پر اساس ګمارنې د ملکي ادارو پر ځای، نظامي ادارې په ځانګړي ډول افغان ملي پوځ له داسې بحران سره مخ کړ چې د سیمې په کچه د مجهزترینو امکاناتو په درلودلو سره د دې وړ نشول چې د را منځته شوي نظام څخه دفاع وکړي، ځکه چې په راس کې هر ګمارل شوی شخص به د نظام پر ځای هغه چا ته وفاداره وو چې په تقرر کې یې کومک ور سره کړی وو، او یا به یې هم د هغو پیسو په تر لاسه کولو او منفعت باندې تمرکز کاوو چې د ګمارنې پر مهال به یې مصرف کړې وې. د رهبري له لوري د امنیتي ارګانونو ډېر بې حده او بې ځایه، حتی د واضح  ماتې پر مهال د مجازاتو پر ځای تشویقول، او د هغوی له لوري د سپارل شوې دندې اجراء کول پخپل ځان او خاوره احسان ګڼل هغه څه وو چې ورځ تر بلې زمونږ د امنیت د خرابوالي او د امنیتي ارګانونو د ضعف او تنبلۍ سبب شول.

 په نظام کې ګمارل شويو چارواکو او حتی د نظام ارشدې رهبری د مشهور او متنفذ تر منځ توپیر نشو کولای، چې یاده ستونزه په ملي، محلي او تر کلیوالي کچې پورې موجوده وه؛ د مثال په توګه، که چېر به کوم ځوان شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه او په کور د ننه یا هم کوم بل بېروني هیواد (مصر، صعودي عربستان، مالیزیا، هند...) څخه د لوړترینو زده کړو سندونه تر لاسه کړې وو، نه یې شو کولای چې حتی په ټيټ رتبه اجرائيوي بستونو کې دې دنده تر لاسه کړي، خو که چېرته به بل ځوان یواځې د (Full Bright) د لیسانس فراغت سند له ځان سره درلود، حتی که هغه به یې هم په لسګونو چانسونو سره بشپړ کړی وو، جامع الکمالات ګڼل کېده او په ډېر لوړ موقف د تقرر پر مهال چا ور سره له وېرې مرکه څه چې د هغه اسنادو ته د پلټنې په نظر د کتلو جراات نشو کولای،  چې یاده چاره د ادارو د بې حده ځوانېدو څه چې د غیر تخصصي او ماشوم کېدلو سبب شوه؛ له بل پلوه په کلیو کې به محلي چارواکو په هغه چا حساب او باور کاوو چې نېکه او غور نېکه به یې ښه شخصیتونه تېر شوي وو او یا به هم دی د دربار شاوخوا ته نږدې پاتې شوی وو او نور به یې په ولس کې هیڅ ارزښت نه درلود، پداسې حال کې چې په لرې پرته سیمه کې پروت ملک چې ټول کلي یې په یوه اشاره د وسلې پورته کولو او وسلې اېښودلو پرېکړه کوله، د حاکمانو د لیدلو چانس نه درلود. 

 یوه بله ستره ننګونه چې افغان دولت او نړیوالې ټولنې کولای شوی هغه په فرصت بدله کړي، د نوې جوړې شوې ادارې پر مهال په دولت کې د ادغام پر ځای، د طالب مشرانو رټل، ځورول، تعقیبول، له ملک څخه شړل، وژل او دې ته مجبورول وو چې یو ځل بیا دې وسلې ته لاس کړي، په مبارزه دې لاس پورې کړي او د موجوده نظام په مقابل کې دې جګړې ته مخه کړي؛ که چېرې یاده ننګونه په وخت درک شوې وای، طالب ته د یوه قوت په توګه کتل شوي، د ورور په څېر چلند ورسره شوی، او په نظام کې په مناسبو ځایونو کې مدغم شوي وای، له یوې خوا به تېرې شل کلنې جګړې وجود نه درلود، هیواد به ښه رشد کړی وای، نړیوالې مرستې به په ښه شکل په مصرف رسېدلې وې، او د یوه قوي نظام د جوړښت باعث به شوی وو چې په داخل کې به هیڅ قومي، ژبني او سمتي ټیکه دار د هغه څخه د باج اخیستلو او په هغه باندې د فشار راوړلو توان له ځان سره نه درلود.

 بله هغه ننګونه چې د موقتې ادارې د ایجاد له نېټې څځه د ولسمشر اشرف غني د واک تر وروستۍ ورځې پورې لاینحله پاتې شوه، هغه د ملي ګټو، سرو کرښو او اولویتونو د تعین په برخه کې عدم توافق وو او متاسفانه زمونږ نظام پدې قادر نشو چې یاده چاره دې د ولسونو د غوښتنې، د سیمې او نړۍ د حالاتو سره په انطباق کې تر سره کړي، د ملي ګټو د تعین په اړه د نظر د توحید د نشتوالي علت هم، په نظام کې د وړتیا پر ځای ملګرتیا او ونډ بازي ته د چارو د سمبالښت سپارل وو. همداراز د افغان دولت اطلاعاتي دستګاه هم پداسې حد کې وه چې د ډېرو مهمو مصطلحاتو په اړه یې چې د نظام جوړښت یې د هغوی پر اساس تر سره شوی وو، لکه (دیموکراسي، جمهوریت، د بیان آزادي) عامه پوهاوی ونکړی شو او و نه توانېدل چې هغه په افغانيزه شکل ټولنې ته وړاندې کړي، ځکه نو په ډېری اذهانو کې یادې اصطلاح ګانې تر وروستۍ ورځې پورې د کفري اصطلاح ګانو په توګه پاتې شوې وې. 

 دا چې جمهوریتي نظام څومره لاسته راوړنې او ښېګڼې درلودې، په ټولو یې بحث کول د دې لیکنې د محتوايي چهارچوب څخه بېرون خبره ده، اما هغه چې یادول یې حتمي ګڼم، د وګړو تعلیم او تحصیل کچې لوړول، هیواد له اقتصادي محاصرې څخه خلاصول، له نړۍ سره د حسنه روابطو را منځته کول، د برېښنایي حکومتولۍ تقویه کول، د بیان آزادي، د بشر حقوقو تامین او وګړو ته د پرمختللي ژوند درک او فکر ورکول وو، خو بیا هم جمهوري دولت د دومره ډېرو ښېګڼو باوجود له منځه ولاړ او له ټولو امکاناتو سره یو ځای طالب ته وسپارل شو. 

 اسلامي امارت ته وړاندیزونه:
 اوس چې طالبانو له اوږدې مبارزې وروسته د هیواد واګې د دوهم ځل لپاره په لاس کې واخیستې، ډېري ننګونې یې په وړاندې موجودې دي، له یو پلوه د نړیوالې ټولنې سره روابط، د ګاونډیو سره سیمه ییز سیاست، د نوې ټوکېدلې پديدې (داعش) سره مبارزه او له بل پلوه د افغانانو د سر او مال خوندیتوب او د ښې حکومتولۍ خدمتونه وړاندې کول دي، ځکه نو د افغانستان اسلامي امارت ته په کار دی چې خپلې تېرې (۵) کلنې دورې، د جمهوري دولت د (۲۰) کلنې دورې او په جګړه کې د ښکېلتیا د (۲۰) کلنې دورې په مطالعې، د ټولو محدودیتونو په پام کې نیولو سره داسې پالېسي غوره کړي چې د درې واړو دورو مثبت ټکي پکې عملي او له منفي ټکو څخه یې زده کړه شوې وي، تر ځو تکرار نشي او بیا د دوی دوره له امنیتي ګواښونو او په پای کې د نظام له نسکورېدو سره مخ نکړي.

 پدې دوره کې لازمه ده چې اسلامي امارت د امنیت د تامین په برخه کې خپلې زده کړې، د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو، ښې حکومتولۍ او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د جمهوري دولت مثبتې تجربې عملي او داسې ټول شموله حکومت را منځته کړي چې په هغه کې د هر حزب، هرې ډلې، هر قوم، هر سمت، هرې ژبې او هر قشر وګړي خپل ځانونه شامل وګڼي، دولتي دستګاه دې نه درول کېږې، او په هغه کې دې له څو مفسدو او تکراري څېرو پرته، نور ټول تخنیکي وګړي پخپلو ځایونو باندې فعال وساتل شي، میرمنو ته د چې د ټولنې نیمایې برخه تشکیلوي د شریعت او د بشر حقوقو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د زده کړو، کار او ټولنیزې آزادۍ حقونه ورکړل شې، او که د خبرو له لارې کېدلای شي، د داعش ډلې سره دې هم خبرې اترې وکړي او هغوی دې واداره کړي چې که افغانان واوسي، په کور د ننه د وروڼو په ځېر ژوند وکړي او د نظام په چوکاټ کې هیواد ته خدمت وکړي. همداراز اړتیا ده چې عمومي عفوه لکه څرنګه چې له نامه څخه یې جوتېږي، هماغسې په عمومي ډول تطبیق شي او چا ته اجازه ورنکړل شي چې د شخصي عقدو او سلیقو پاللو له طریقه دې هغه تر پوښتنې لاندې راولي؛ د جمهوریت هر شخص چې د وړتیا پر اساس په نظام کې کار کول وغواړي، زمینه دې ورته مساعده شي، او پوره هڅه دې وشي چې د مغزونو د فرار څځه د زور له لارې نه، بلکې د فرصتونو د برابرولو له لارې مخنیوی وشي.

 که چېرې د افغانستان اسلامي امارت پداسې ډول یوه ستراتژي باندې مخ ته ولاړ شي، مطمئین یم چې د ولسي او نړیوال ملاتړ له طریقه به د نړۍ د ډېرو قوي نظامونو له جملې څخه وشمېرل شي او د همدې دولت په اډانه کې به هیواد په یوه پرمختللي او ځان بسیا افغانستان بدل شي.

 درنښت
 بهرام بهیر