د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 02, 2021
4 years ago
4,365 views
د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په جرات سره ویلای شو، چې د ښې روغتيا لپاره روغتياپالان تر نورو ټولو غوړيو ډېر د زیتونو د کارولو سپارښتنه کوي. دا ځکه چې د زیتونو غوړي ګڼې روغتيايي ګټې لري او کولای شي، ستاسو بدن له بېلابېلو ناروغیو ژغوري. د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

د زیتونو غوړي

دا هغه غوړي دي، چې د زیتونو له دانو څخه ترلاسه کېږي. که څه هم نرخ لوړ یې دی؛ خو بیا هم د ښه خوند او ډېرو روغتيايي ګټو له امله یې خلک اخیستلو ته لېواله دي.

زیتون روغتيايي ګټو ترڅنګ یو غني تاریخ هم لري. د فرعونیانو په زمانه کې به یې د مړو ترڅنګ زیتون هم ايښودل ترڅو په بله دنیا کې بې خوړو پاتې نه شي؛ همدارنګه یونانیانو به د المپیک لوبو ګټونکي ته له زیتونو جوړ شوي تاجونه ورکول. ددې ترڅنګ يوناني مېرمنو به د غوړيو ورهاخوا د خپلې ښکلا لپاره هم کارول. هغوی به د زیتونو پر غوړيو خپل بدن او ويښتان غوړول او ویل به یې چې دا زموږ بدن خوشبویه کوي او ويښتانو ته مو پیاوړتيا وربخښي.

د شته شواهدو پر اساس ویل کېږي، چې د زیتونو غوړي له میلاده څلور زره کاله وړاندې تولید شوي دي. د زیتونو د پیدا کېدو اصلي ځای یې د مدیترانې حوزه بلل کېږي؛ خو ترې د غوړیو ترلاسه کول او وده ورکول په یونانیانو پورې اړه لري. د زیتونو په اړه لا ډېرې خبرې کېدای شي. خو موږ غواړو په لنډ ډول یې پر روغتيایي ګټو وغږېږو.

 

د زیتونو غوړي کومې روغتيايي ګټې لري؟ 

د نورو ټولو خوراکي موادو په څېر د زیتونو غوړي هم د ګڼې روغتيايي ګټې لري. باید ووایو، چې پر ټولو ګټو یې غږېدل سخت دي، خو ځينې مهم یې عبارت دي له:

 

د زړه روغتيا تضمينوي

څېړنو موندلې ده، چې که څوک د ورځې نیمه کاشوغه د زیتونو غوړي مصرف کړي، نو د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې یوویشت "۲۱" سلنه ټېټېږي. که تاسو هم غواړئ، چې د زړه له ناروغيو په امان اوسئ، نو د زیتونو غوړيو ته پخپل غذايي رژيم کې حتما ځای ورکړئ!

 

د وینې لوړ فشار ټيټوي

د زیتونو غوړي د اولئيک اسید یوه سرشاره منبع ده. دا اسیدونو کولای شئ د انسان د وینې لوړ فشار ښکته کړي. نو که تاسو هم په کور کې د لوړ فشار ناروغ لرئ، يا پخپله له دې ستونزې کړېږئ، کوښښ وکړئ د عادي غوړيو پر ځای همدا د زیتونو غوړي وټاکئ!

 

د مغذي موادو ښه منبع ده

له دې څخه مو موخه دا ده، چې د زیتونو غوړي کولای شي د بدن د اړتیا وړ اکثره مواد چمتو کړي. په زیتونو کې بېلابېل انتي اکسیدانونه، ويټامين E، کاروتنوئيدونه او اولوروپينونه موجود دي. دا ټول هغه مواد چې زموږ بدن ورته اړتیا لري. که غواړئ د بدن اړتیا وړ توکي مو پوره شي نو د زیتونو غوړي وټاکئ!

 

د زیتونو د غوړيو ځینې نورې ګټې عبارت دي له: 

 

  • د غیر مشبوع غوړو ښه منبع ده
  • د سرطان ضد خاصیت لري
  • د پوستکي ښکلا تضمينوي
  • د دردونو آرامښت لپاره ګټور دي
  • د حافظې د پیاوړتيا سبب کېږي

Related Articles

Feb 24, 2023
1,140 views

ابعاد صلح پایدار و نقش شهروندان در تأمین آن || Aspects of sustainable peace and citizens role in maintaining it

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar آنچه تجربه من راجع به ابعاد صلح گویا است، تک‏بُعدی بودن آن است که این، همانا بُعد معنوی است. یعنی اگر آدمی ذریعه تجزیه و تحلیل عقلی، ثقلت ک...

Nov 18, 2020
7,874 views

څنګه کولای شو ښه ويناوال شو!؟

 آیا د چا له خبرو اغېزمن شوي یئ؟ فکر مو کړی، چې تاسو هم د هغه/هغې په څېر شئ؟ اندېښنه مه کوئ، تاسو به په دې لیکنه کې د ویناوالۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ. که په لاندې ذکر شوو لارښوونو عمل وکړئ نو ډېر ژر به ښه ويناوال شئ. ناپېليون بوناپارټ وايي: "م...

May 07, 2021
2,117 views

Seikh Zair Muhammad Utmankhel

نيکه شيخ ظیر محمد. هغه د جندول د عمرا خان نږدې ملګری و (د برتانوي هند په شمال - لویدیځ سرحد کې پښتون مشر ، چې د شيخ زیر محمد سره د 1895 کال د چترال د عملیاتو مشري په غاړه درلوده). شیخ ظیر محمد د عمراخان نږدې ملګری و او د قلعه د تحصیلدار په توګه وټاکل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,406 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...