To start downloading books

Please sign in or create an account.

د کرونا ضد درمل جوړ شول

د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی

 کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه ددې سبب شوه، چې روغتیاپالان پرې ژر دقیقې و نه شي کړای، له همدې کبله ګڼ شمېر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مګر څه موده وړاندې یې واکسینونه جوړ شول او اوس ـ اوس د کرونا ضد درملو د جوړېدو خبر هم ورکول کېږي. دا په دې معنا چې ددې خطرناکې ناروغۍ لمن نوره په ټولېدو ده.

 د کرونا درمل
 د "۲۰۱۹ز" کال په وروستیو کې له چین څخه د "کرونا" په نوم وایروسي ناروغي خپره شوه او ډېر ژر د نړۍ نورو سیمو ته ورسېده. ددې وبا له کبله نږدې ټوله نړۍ له سخت بشري، اقتصادي او روغتيايي ناروین سره مخ شوه.
 د ناروغۍ اصلي لامل د "کرونا" په نوم د وایروسو کورنۍ څخه د یوه وایرس خپرېدل و، چې وروسته د کوویډ نولس "COVID19" په نوم ونومول شو. د ناروغۍ له خپرېدو وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې په اړه څېړنې پیل شوې، چې په پایله کې یې د چین، هند او امریکا په ګډون ځينو هېوادونو واکسینونه جوړ کړل. مګر دا چاره کافي نه وه او هڅه کېدله، چې درمل یې هم جوړ شي؛ بالاخره همداسې وشول.
 د درملو جوړولو لويو شرکتونو "مِرک ـ Merck" او "ریجبیک بیوتراپیټیکس ـRidgeback Biotherapeutics" ـ چې دواړه په ګډه کار کوي ـ اعلان وکړ چې د کرونا ضد درملو یې قانع کوونکي پایلې لرلې. دوی ویلي، چې ډېر ژر به د "امریکا د خوړو او درملو سازمان" څخه وغواړي، چې درملو ته یې اجازه ورکړي، تر څو په روغتونو کې ناروغانو ته تجویز کړای شي.
 دا درمل "مولنوپیراویر" نومېږي، چي کولای شي د مړینې او بستري کېدو خطر ۵۰% (پنځوس سلنه) را کم کړي. که دا درمل رسما تائيد شي، نو ډېره هیله مندي شته، چې د ډېرو انسانانو ژوند به وژغورل شي. خو دا هم د هېرولو نه دي، چې ددې ویروس په اړه لا هم څېړنې روانې دي؛ ممکن په نورو هېوادونو کې هم ددې ناروغۍ ضد درمل جوړ شي.

Related Articles

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟ امنیت (امن) د انسانانو په ژوند کې ډیره لویه ونډه لري، خو د انسانانو ژوند یوازې یوې برخې پورې تړلی ندی. که چیرې د امنیت (امن) برخه په پام کې ونیول شي او د ژوند نورو برخو ته هیڅ پام ونشي نو د ژوند انډوَل خرابیږي، په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه په ژوند اغیزه کوي. د انسانانو په ژوند کې لومړنۍ اړتیاوې (خوراک، څښاک، ځای ا...

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):

  که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو شمېر ناروغۍ زیږوي او ډیر زر انفیکشن رامنځته کوي. که داسې پیښه رامنځته شي سمدلاسه د انفیکشن او ناروغ...

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغېمور یې مړه نه وه خو ولې بی هوښه شوې وه؟بیګا یوځای مېلمه وم، له ملګرو سره مو خوندور بحث او تیریادونه یاد کړل، د شپې شاوخوا لس بجې وي، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکول شوه، او ورسره غبرګ د ماشومانو غږونه شول او ویل یې چې « هله مور مې»« مور مې مړه شوه زر زموږ کور ته راشئ.»ټول هک پک شول، څو کسان د ګاوڼډ کورته ورغلل خو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...