مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې
مور یې مړه نه وه خو ولې بی هوښه شوې وه؟
بیګا یوځای مېلمه وم، له ملګرو سره مو خوندور بحث او تیریادونه یاد کړل، د شپې شاوخوا لس بجې وي، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکول شوه، او ورسره غبرګ د ماشومانو غږونه شول او ویل یې چې « هله مور مې»« مور مې مړه شوه زر زموږ کور ته راشئ.»
ټول هک پک شول، څو کسان د ګاوڼډ کورته ورغلل خو د ماشومانو هغه غږونه او چیغې مې اوس هم‎تر غوږو کیږي. یو ساعت په تېرېدو خلک بیرته راغلل، پوښتنه مې ترې وکړه، چې خیرت وه؟ یوه ملګري مې خپل مخ پر سپیړه ووهه او په ژړه غونې غږ یې راته یې وویل، ای ای حسرت جانه! غریبي او فقر د ورک شي!
هغه وویل:« کله نا کله ژوند دومره ظالم شي، دا مو ګاونډ دی خاوند یې په خوست ولایت کې د ملي اردو سرتیری دی، دوه میاشتي درې میاشتي وروسته کور ته راځي، ښځه یې د پنځو بجو سره دلته یواځې اوسیږي. دا څو ورځي به مې د هغه مشر یوولس کلن زوی لېده چې یو یو من اوړه به یې په قرض کورته پټ پټ په یوه توره پلاستیک کې راوړل چې څوک یې پرې پوه نه شي، ځکه له خلکو شرمېده.»
ده وویل:« کور یې هم په کرایه دی پرون یې خاوند اته زره افغانۍ د یوه ملګري په لاس کور ته را لیږلې وې هغه یې څه د کور په کرایه او څه یې دوکاندارنو ته په قرض کې ورکړي او دوی ته فقط ۳۰۰ افغانۍ پاتې شوې وې. نو میرمن یې د ډیرو فکرونو اوسوچونو له امله کله نا کله داسي بی هوښه شي.»
ده راته وویل، افرین یې په وړوکو بچو سل افرین بس ټوله ورځ یې اوښکو پر مخونو لارې جوړلې کړي وي او بیا د مور سرته ژاړي، ددی سپیڅلو ماشومانو به څه وه ددومره غمونو سره.
شپه مې په ولاړو بڼو او لوڅو سترګو تیره کړه،په وجود کې مې د خوټيدلو اوبو باران پيل شو ټولو غړو کې مې د ستړیا څپي وغوړیدې او ځان سره مې وویل، چې دا درد یواځي د دغه مور درد نه ده بلکې د سلګونو نورو مېندو درد هم دي چې د دا ډول غمونو او دردونو سره لاس او ګریوان دي.
زه ملامت یم.
زه
زه
ځکه نور خلک دې داسو کېسو او خبرو بې خبره دي.