پاسپورټ کله او څنګه رامنځته شو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 08, 2021
4 years ago
2,684 views
پاسپورټ کله او څنګه رامنځته شو؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ اجتماعي، امنيتي، اقتصادي، سیاسي او نورې اړیکې موجودې وي. ددې اړیکو د مدیریت او جریان لپاره انسانان اړ دي، چې له یوه هېواد نه بل ته سفر وکړي او خپلې چارې ترسره کړي. خو دا سفر دومره اسانه هم نه دی. ددې لپاره، چې تاسو له خپل هېواد څخه بل ته ننوځئ باید پاسپورټ او ويزه ولرئ. راځئ، نن پوه شو چې پاسپورټ څه شی دی، څنګه او کله رامنځته شو؟

 

پاسپورټ کله او څنګه رامنځته شو؟

دا یو رسمي سند دی، چې د دولتونو لخوا خپلو وګړو ته په بېلابېلو ډولونو سره ورکول کېږي. ددې سند موخه دا وي، چې د نړۍ نور هېوادونو پوه شي، چې د پاسپورټ لرونکی څوک دی او همدې سند ته په کتو نوموړي ته د ورتګ/نه ورتګ پرېکړه وکړي. ددې سند بله ګټه دا ده، چې په بل هېواد کې مو د یو مسافر په حیث حقوق خوندي وي او ستاسو د شناخت/پېژندنې بهترین اسناد بللای شئ.

تاسو څه فکر کوئ، چې پاسپورټ به د انساني ټولنو د وروستيو پرمختګونو په نتیجه کې رامنځته شوی وي؟ که ځواب مو هو وي؛ په ناسمه یئ. لومړني اسناد چې د پاسپورټ په توګه کارول شوي، تاریخچه یې "۴۵۰ق.م" ته رسېږي. دې ټکو ته د "نحمیا" په "تنخ" کتاب کې اشاره شوې ده. خو په اوسنۍ بڼه پاسپورټونه په نولسمه میلادي پېړۍ کې رواج شوي دي. برېتانویان په اوسنۍ بڼه د پاسپورټونو بنسټ ايښودونکي دي. دوی د خپلو اتباعو د سفر د اسانتيا لپاره همداسې یو سند رامنځته کړ، چې یوه پاڼه به وه.

تر لومړۍ نړېوالې جګړې وړاندې به په پاسپورټونو کې انځورونه نه لګېدل؛ خو له همدې جګړې وروسته په پاسپورټ کې د انځورونو لږول جبري شول. جالبه لا دا چي، غوښتونکو کولای شول د خپلې خوښې عکسونه ولګوي.

 

د پاسپورټ ډولونه

د وګړو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي موقفونو او نورو شرایطو ته په کتو دولتونه مختلف پاسپورټونه صادروي. همدارنګه هر هېواد خپل نړېوال موقف او اړتیا ته په کتو د پاسپورټ خاص ډولونه صادروي. خو په ټوله کې یې ځينې عمده ډولونه عبارت دي له:

  • عادي پاسپورټ
  • سیاسي پاسپورټونه، ديپلوماتيک پاسپورټ
  • خدماتي پاسپورټونه
  • عاجل (موقتي) پاسپورټونه
  • ځانګړي پاسپورټونه
  • تجارتي پاسپورټونه

Related Articles

Jan 07, 2025
1,384 views

Deepfake Politics

 لیکوال : هارون راعون  ډیپ فیک سیاست د ډیپ فیک ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د سیاسي هدفونو لپاره د جعلي ویډیوګانو، غږونو او نورو ډیجیټلي موادو جوړولو ته اشاره کوي. دا د ډیجیټلي ټکنالوژۍ یوه نوې، خو د بحث وړ پدیده ده چې د سیاست په ډګر کې د خلکو نظرونو...

Jan 22, 2022
2,208 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Dec 11, 2020
6,135 views

دپښتو ژبې لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...