To start downloading books

Please sign in or create an account.

د باچا خبرې

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژندل شي او ځینې مهمې ویناوې یې هم چمتو شوي دي. تاسو به د لیکنې تر پایه د باچاخان مهمې ویناوې ولولئ او یو څه به ترې زده کړئ.  

پېژندنه

د نوموړي خپل نوم عبدالغفار خان و؛ خو د ښه شخصیت له کبله یې په ولس کې د "باچاخان" په نوم شهرت درلود او د "فخر افغان" لقب یې هم ترلاسه کړی دی. باچاخان په "۱۸۹۰ز" کال کې زېږېدلی. اصلا د کوزې پښتونخوا د چارسدې له اتمانزو کلي سره تعلق لري، چې له ګڼو سیاسي او ټولنیزو مبارزو وروسته د "۱۹۸۸ز" کال د جنورۍ په شلمه نېټه یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له وصیت سره سم یې جنازه له پېښور څخه جلال آباد ته راوړل شوه او همدلته خاورو ته وسپارل شو.  باچاخان په افغانانو/پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری و. ددې فلسفې موخه دا ده، چې مبارزې لپاره دې د زور، جبر، جنګ او ټوپک پر ځای له خبرو، قلم او نورو هغو لارو چارو څخه ګټه واخيستل شي، چې تاوتریخوالی نه رامنځته کوي. باچاخان په شعوري توګه د پښتنو/افغانانو د پوهولو هڅه کوله. نوموړي د زده کړو د اهمیت په اړه هم خورا ښه نظر درلود او په ځانګړې توګه د ښځو د تعلیم طرفدار و. هغه پوهېده چې هر تغییر باید له ځانه پیل شي؛ نو ځکه خو یې خپل اولادونه (نجونې/هلکان) ښوونځي کې شامل کړل ترڅو نور پښتانه هم ترې تقلید وکړي. همدارنګه ازاد ښوونځي هم جوړ کړل. دا داسې وخت و، چې ښوونځی د کفر ځای ګڼل کېده؛ مګر باچاخان دا خطر ومانه. ځکه چې هغه پوهېده پرته له تعلیمه به پښتانه تل له پرمختګ څخه بې برخې پاتې شي.  دی شتمن/خان و او د نوموړي شاوخوا پښتنو خانانو به کار کول شرم باله. خو باچاخان ددې فکر خلاف و، نو ځکه خو یې خپله د عادي وګړو په څېر کار کاوه؛ ترڅو نور خانان هم کار کولو ته وهڅېږي. هغه د عمل سړی و او هر کار یې په عمل کې ثابتوه.  همدارنګه د خدایي خدمتګارانو خوځښت یې رامنځته کړ. تر څو د تعلیم، ټولنیز بدلون او عدم تشدد لپاره په پوره قوت او مینې کار وکړي. باچاخان په بېلابېلو برخو کې مبارزې وکړې او نږدې ټول عمر یې په مبارزه کې تېره کړه ترڅو پښتانه د نوې نړۍ پر رموزو او د بریا پر لارو چارو وپوهوي. د پښتنو اتفاق/اتحاد، باسواده کېدل، پرمختګ او د نړۍ له نورو قومونو سره یې سيال کېدل لویې هیلې وې. روح یې ښاد یاد یې تلپاتې!  

د باچا خبرې

  • زما په څېر پښتون یا مسلمان ته د د عدم تشدد د فلسفې پلي کول د حیرانتیا خبره نده. دا خو څوارلس سوه کاله پخوا محمد ص تل په مکه کې تطبیق کړې.
  • اسلام په رښتیني معنا د عمل، باور، عقیدې او مینې نوم دی.
  • هغه راز چې انسان خوشحاله ساتي، د نورو لپاره کار کول دي. (له نورو سره مرسته) 
  • جنګ د انساني فکر د ناکامۍ لوی ثبوت دی.
  • ښځه او نارینه لکه د ګاډۍ دوه ټيرونه، بې له یو بله تګ نه شي کولی.
  • که د یوې ټولنې متمدنوالی معلوموئ؛ نو دې ته وګورئ چې له ښځو سره څه ډول چلند کوي.
  • ما مې مېرمنې ته ويلي وو، که زه تر تا مخکې مړ شوم او ته ځوانه وې؛ نو حتما بل واده وکړه.
  • مړه ملتونه خپل اتلان په مړینه او ژوندي یې په ژوندوني ستايي.
  • په کورنیو کارونو کې ښځې او سړیان په برابره توګه وروزئ. د کورنۍ پر وړاندې دواړه برابر مسول او شریک دي.
  • زه خدایي خدمتګار یم او له انسان سره تبعیض راته ګناه ښکاري.
Related Articles

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دید حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله نړئ اداره کوله او دحضرت سلیمان ع او میږی مشهوره قصه د نمل په ساحه د عسقلان په منطقه کې واقع شویدی   پ...

اقصا جومات

  لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه جوړوي او عبادت پکې کوي. په نړۍ کې درې مشهور او لرغوني جوماتونه شتون لري، یو یې نبوي جومات چې په تېر...

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه

ودانیو ته پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه Types of Plaster for Building and their applicationپلستر دودانیو د زینتي وروستیو او بشپړونکو کارونو(finishing work) له ډلې شمیرل کیږي چې دیوالونو او چتوتو ته دښه ښکاره کیدو ،ښویه کیدو او لاخوندیتوب لپاره ورکول کیږي.د پلستر په پروسو کې لومړی د خښتو یا بلاکونو په سطحه لامده مواد شیندل کیږي او بیا د ځان...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....