ګلابو - لومړۍ برخه

۲۰۱۹ میلادي کال - کابل 

د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور کاله وروسته پوهنتون پیل کړی له لمانځه وروسته یې د ځان تیارولو باندې پیل وکړ ۶:۳۰ کیدونکې وې غالب یې د مور خونې ته ورغی ویې ویل:
- ادې! زه ځم

غالب منډه کړه مور یې ورپسې ورغله غږ یې کړ:
- زویه! یو څه خو وخوره کنه بیا ولاړ شه

غالب غږ کړ:
- نه مورې! لاره اوږده ده وروسته خو بیا موټر هم نهٔ پیدا کیږي هلته بهٔ یو څهٔ وخورم
-  ښه زویه! ځانته پام کوه

غالب ولاړ د کلي کوڅه کې خپل ملګری ولید ملګري یې وویل:
- واه واه! زموږ د سیمې روښانه څراغ آخر هم بل شو

غالب ودرید ویې ویل:
- مطلب ؟
- خو وروسته له څلور کالو پوهنتون پیلوې کهٔ ډېر نه وي نیمه ورځ خو به زموږ غوږونه آرامه وي

غالب مُسک شو ویې ویل:
- ځه بې غمه شه! نیمه ورځ نه پوره ورځ نهٔ راځم

غالب ولاړ د سړک پهٔ سر دریدلی و شیبه وروسته یو موټر راغی پکې کښیناست او ولاړ…

د کابل پوهنتون ته ورسید پوهنتون ته دننه شو شا وخوا یې وکتل ویې ویل:
- سم لوی ځای دی 

د اقتصاد پوهنځي تعمیر ته دننه شو خپل ټولګي ته دننه ولاړ یو هلک موبایل لاس کې نیولی و د ډزو غږونه راتلل نور څوک نهٔ ښکاریدل غالب وویل:
- دا هم پابجي کوي!

مخکې ولاړ پهٔ دریم قطار کې کښېناست څو شیبې وروسته څو انجونې راغلې لومړۍ ورځ وه ځکه ټولګی بې رنګه ښکاریدو ګړۍ وروسته محصلین زیات شول کم کم صنف ډک شو غالب لهٔ ځینو هلکانو سره معرفي شو د پوهنتون لومړۍ ورځ همداسې تیره شوه…

د مازدیګر وخت کیدونکی و، غالب کورته را ورسید 
خونې ته دننه شو، مور او ورور یې ناست غالب کښیناست ورور یې وویل:
- هن! راغلې څنګه وه لومړۍ ورځ
- څنګه به وه؟ تاسو زه خپل زړه چیرته پریښودم زما د ریاضي جمع او منفي لا ندي زده اقتصاد بهٔ څه زده کړم

ورور یې غلی شو شیبه وروسته یې وویل:
- غالبه! هرڅه بهٔ دې زده شي خو زه د ځان لپاره نهٔ وایم ستا پهٔ ګټه وایم، دا انځورګري چې ته یې کوې دا د وخت تیرولو ته ښه ده خو راتلونکي کې بیا پهٔ درد نهٔ خوري
- مننه مننه! چې زما پهٔ فکر کې یې خو وبه ګورو چې اقتصاد له ما څهٔ جوړوي داسې نه چې نهٔ ددې دین پاتې شم نه د سادین 

غالب له خونې ووت، خپلې خونې ته ولاړ، د سبا ورځې اندیښنې یې کولې چې ګواکي سبا بهٔ درسونه پیل وي خو وخت یې اندیښنو ته پام نه کولو همداسې پهٔ تیریدو وو، شیبه وروسته یې مور ور غږ کړ:
- غالبه! زویه راځه ډوډۍ تیاره ده

غالب ولاړ…

ډوډۍ یې وخوړله، بیرته خپلې خونې ته ولاړ لمونځ یې وکړ او ویده شو…

شپه سبا شوه، د چرګانو بانګونه تر غوږ کیدل غالب پاڅیدو اودس او لمونځ یې وکړ، له لمانځه وروسته یې ځان تیار کړ او د کور څخه وتلو پر وخت یې ورور ولید ویې ویل:
- تهٔ خو سخت لیواله یې او بیا وایې اقتصاد مې نهٔ خوښیږي خو دومره وختي روان یې
- یاره! پهٔ یو کې مې نهٔ پریږدې 

غالب همداسې روان شو، پوهنتون ته ورسید ټولګي ته دننه شو، ټولګی تش و څوک نشته وو، له څوکۍ یې خاورې پهٔ کتابچه ټک وهلې او کښیناست لهٔ جیب یې موبایل را وویست فیسبوک یې خلاص کړ، همداسې موبایل کې بوخت و چې د ټولګي دروازه خلاصه شوه غالب شاته ور وکتل، یوه انجلۍ ولاړه وه، له څیرې ډېره معصومه او پهٔ رنګ ښکلې وه انجلۍ وویل:
- وبښئ د اقتصاد لومړي سمسټر ټولګی همدا دی

غالب د انجلۍ ښایسته ته پهٔ کتو کې غرق و، انجلۍ بیا وویل:
- اوووی! اورې 

غالب وویل:
- هو هو همدا دی

انجلۍ ټولګي ته دننه شوه، غالب همداسې ناست ؤ او په فیسبوک کې بوخت و، پهٔ غلطۍ کې ترې یوه ویډیو پلې شوه یو آواز شو:
- پهٔ شنو پټو کې ناست یمه نو خو نو

ویډیو یې ژر بنده کړه انجلۍ څټ ته را وکتل او یو دم پهٔ خندا شوه غالب وویل:
- وبښه! غلطۍ کې پلې شوه

انجلۍ پهٔ خندا وویل:
- دا هغه کسکر دی ههههه
- ته یې څهٔ پیژنې؟
- ماته مې خور پهٔ واټسپ کې لیږلې وه ویډیو…

غالب لهٔ ځانه سره وویل:
- نه نه خبرې بهٔ نهٔ زیاتوم ګني بیا به فکر وکړي چې له چانس ګټه اخلم

ویې ویل:
- ښه ښه

انجلۍ غلې شوه، غالب هغسې فیسبوک کې بوخت و چې انجلۍ بیا وویل:
- وبښه 
- اممم مهرباني څه د ویل؟
- ما ویل چې تقسیم اوقات درسره نشته
- نه تراوسه خو یې ندی راکړی

څو شیبې وروسته، نور محصلین هم راغلل ټولګی ډک شو د غالب څنګ ته یو ځوان کښیناست غالب وویل:
- ستا نوم څه دی، دلته خو ټول لکه مړي غوندې ناست څوک له چاسره خبرې نهٔ کوي

هلک مُسک شو ویې ویل:
- زما نوم شوکت دی، او ما هم زړه نشو کولای چې تاسره خبرې وکړم
- نه خو ښه وو چې ما خبرې وکړې ګني د پوهنتون دوره بې له ملګرو سخته وي

غالب او شوکت تر ډیره پهٔ کیسو بوخت و، پهٔ څو ساعتونو کې داسې ملګري شول لکه له کلونو چې یو بل پیژني…

د لومړی ساعت د کوچني اقتصاد لیکچر ختم شو تفریح شوه ډېر محصلین د باندې ووتل خو غالب او شوکت لا پر خپل ځای ناست وو غالب وویل:
- شوکته! یو څهٔ ووایم خاندې نه؟
- نه ته خو ووایه
- هغه انجلۍ باندې مې زړه بایللی 

شوکت پهٔ خندا وویل:
- هههه! څنګه دومره زر لا یې پیژنې هم نه
- وبه یې پیژنم خو بس اوس زړه سره څه کولای شو…

شوکت یوه شیبه غلی شو، ویې ویل:
- هسې هغه خو دومره ښکلې هم نده، دغه شاته یې چې ناسته ده دا انجلۍ ډېره ښکلې ده
- هههه! نه نو زه سبق ته راغلی یم، داسې هم نه چې هرچا باندې مئین شم
- اممم! زړه دې خو ګُمان مې نشي چې هغه به خوشي تاته وګوري

غالب مُسک شو ویې ویل:
- ته صبر وکړه زما یو هنر شته چې ټول به بیا راته وګوري…

دویمه ورځ هم تیره شوه غالب کور ته راغی بیک یې څټ ته اچولی و نور هرڅهٔ یې ورسره بیرته کورته یوړل خو زړه یې پاتې و ځکه خو غالب بې تابه ښکاریدو…

کور ته دننه شو خپل بیک یې کیښود او بیرته د باندې ووت د کور مخې ته ناست و چې ملګری یې را ښکاره شو ویې ویل:
- غالبه! 

غالب سر ور پورته کړ ویې ویل:
- څه دي؟
- راځه کنه ګیم ته زه اوس آنلاین کیږم یو ټي ډي اېم به وکړو

غالب غلی و ملګري یې بیا غږ کړ:
- سمه ده کنه؟

غالب ورو وویل:
- زه نور پابجي پریږدم د فرمان کسکر شعرونه ګورم

ملګری یې پهٔ خندا شو ویې ویل:
- ته خو ادبیات نهٔ وایې چې شعرونه ګورې

ملګری یې ولاړ، ماښام کیدونکی و د شپې ډوډۍ یې وخوړله او خپلې خونې ته ولاړ…

تیاره د سبا پهٔ سوچونو رڼا شوه، لمر بیا پر ځمکه خور ؤ غالب د پوهنتون پهٔ لور روان شو…

د ګڼه ګوڼې له عمله لږ ناوخته ورسید ټولګي ته دننه شو خو لا استاد نهٔ ؤ راغلی څو انجونې ناستې وې له یوبل سره یې خبرې کولې یوې انجلۍ وویل:
- دا نو څهٔ رقم شو! وای فای شته پاسورډ یې نشته

غالب لهٔ ځانه سره وویل:
- زویه! همدا یې وخت دی یو کار وکړه

خپل بیک یې کیښود، لنډه شیبه وروسته د تختې سر میز باندې لپ ټاپ ته نږدې ورغی لګیا ؤ پکې چې شیبه وروسته یې لپ ټاپ لوی سکرین ته وصل کړ ویې ویل:
- دا د وای فای پاسورډ دی کهٔ د چا پکار وي…

بیرته خپل ځای ته راغی شوکت د واره وویل:
- دا د څنګه پیدا کړ؟
- ههه! ته نشې پوهیدلی بس پریږده یې

شوکت ټینګار وکړ ویې ویل:
- خو بیا هم دا خو هرڅوک نشي کولای

غالب له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- هسې دا اقتصاد زهٔ پهٔ خپل زړه نهٔ وایم زما مینه له انځورګرۍ او کمپیوټر ساینس سره ده او دا شیان مې پخوا زده کړي وو ما ایتیکل حیکینګ ویلی ده 

استاد ټولګي ته دننه شو، ډیرو انجونو شاته د غالب خواته ورکتل خو هغې هیڅ له کتابچې سر نهٔ پورته کولو…

لومړی ساعت خلاص شو، شوکت وویل:
- یاره! دا احصائیه خو بیخي سخته ښکاري زهٔ ځم یو څهٔ وخورم وږی شوم بیخي

شوکت ولاړ غالب ټولګي کې ناست و او پهٔ قلم یې لوبې کولې، چې شیبه وروسته شوکت پهٔ خندا راغی غالب وویل:
- څه شوي؟؟ چې خوشحاله یې

شوکت مُسک شو ویې ویل:
- د انجلۍ نوم مې درته پیدا کړی
- ریښتیا!؟
- هو خو دا انجونې ډیرې تیزې دي دومره کم وخت کې یې بیا یې د واټسپ ګروپ جوړ کړی ده
- ښه خو تا یې نوم څهٔ ولیدلو؟
- یاره خو هلته ناسته وه موبایل ته مې ور وکتل بل چا میسج کړی و لیکلي وو “ څنګه یې ګلابو”

غالب پهٔ غوصه وویل:
- نه نو دا نوم خو د هغې له څیرې سره هیڅ نهٔ جوړیږي

غالب غلی شو، له ځانه یې ویل:
- ګلابو! امممم، یانې ګل ببو، نه نه یو وار حاضري جوړه شي خپله بهٔ مالوم شي

د لومړۍ برخې پای!