To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,649
ګلابو - دوهمه برخه

ګلابو - دوهمه برخه

ګلابو (ناول) - دوهمه برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

غالب غلی شو، له ځانه سره یې ویل:
- ګلابو! امممم، یانې ګل ببو، نه نه یو وار حاضري جوړه شي خپله بهٔ مالوم شي

غالب څو شیبې غلی ؤ، بیا یې لهٔ ځانه سره وویل:
- کهٔ نوم یې ګل ببو وي، دا خو زما د نیکونو د وخت نوم دی

له همدې سره استاد ټولګي ته دننه شو، شور ماشور ختم شو ټولګي کې چوپتیا خوره شوه چې دروازه ټک ټک شوه یو ځوان ؤ غږ یې کړ:
- یو کس دې پهٔ یوه پاڼه کې د ټولو نومونه ولیکي بیا یې د پوهنځي دفتر ته راوړئ چې حاضري مو چاپ شي

غالب لاس پورته کړ ویې ویل:
- زهٔ بهٔ یې ولیکم بیا یې دروړم

کس بیرته ولاړ غالب شوکت ته وویل:
- تهٔ یوه تشه پاڼه راکړه 

شوکت پاڼه ورکړه ویې ویل:
- یاره! د یو نوم لپاره دومره زحمت وباسې
- ته غلی شه! زه پوهیږم چې څه وکړم

غالب ولاړ د څو کسانو نومونه یې ولیکل چې د هغې نوبت را ورسید ورغی، ویې ویل:
- وبښه نوم او د پلار نوم ؟

انجلۍ سترګې را پورته کړې غالب ته یې وکتل او پهٔ مُسکۍ لهجه یې وویل:
- ګلابو… نه وبښه، هوسۍ د پلار نوم عبدالغفور

غالب پهٔ لړزیدلو لاسونو نوم ولیکلو هوسۍ وویل:
- یخه تبه لرې لکه چې کُرونا یې

غالب ورو وویل:
- د مینې تبه ده اغلې ګلابو

هوسۍ پهٔ غوصه وویل:
- په دغه نوم یوازې زما نږدې ملګري ماته غږ کوي، پهٔ خپل حد کې اوسه

غالب غلی روان شو…

رخصتي شوه خو غالب خپه ښکاریدو شوکت وویل:
- یاره نو ته زړه مه خوره ټولې انجونې دغسې کوي لومړیو کې وروسته به هرڅه سم شي
- پریږده یاره! ژوند کې مې مینې ته وخت نهٔ ورکولو چې مئین شوم اوس مینه ماته وخت نهٔ راکوي

شوکت د غالب پهٔ اوږه لاس کیښود ویې ویل:
- غم مکوه زه درسره مرسته کوم ما داسې ډیرې ستونزې حل کړې دي 

غالب څهٔ ونهٔ ویل، لنډه شیبه وروسته شوکت بیا وویل:
- هسې یاره تاته یې څهٔ وویل چې داسې خپهٔ شوې

غالب سوړ اسویلی وویست ویې ویل:
- یاره زه یې تر تأثیر لاندې راغلم لاسونه مې ریږدیدل ویل یې تبه لرې ما وویل د مینې تبه لرم اغلې ګلابو نور غوصه شوه

شوکت یو دم پهٔ خندا شو ویې ویل:
- هههه! څومره ساده یې نو دومره ژر خو د مینې پهٔ اړه هیڅ مه وایه لومړی یې له ملګرتیا پیل کړه
- نه نه! زما نهٔ ملګرتیا نهٔ کیږي انجونو سره مې ملګرتیا کله هم نده کړې

د غالب او شوکت لاره جُدا شوه غالب د خپل کور پهٔ لور روان شو او شوکت د خپل منزل…

- یوه ورځ وروسته

غالب پهٔ ټولګي کې ناست ؤ، شوکت راغی کښیناست غالب غلی ؤ شوکت وویل:
- څهٔ شوي زړګیه؟ ولې د شعر بند دی؟

غالب پهٔ غوصه وویل:
- پریږده یاره اعصاب مې خراب دي
- هسې ستا لپاره مې ټوله شپهٔ سوچونه وکړل یوه لاره مې پیدا کړه

غالب شوکت ته رډ رډ وکتل ویې ویل:
- تیر یم ترې، ماما مې ریښتیا وايي چې انجونو او بس پسې بهٔ منډې نه وهې، ما یوه غلطي وکړه

شوکت مُسک ویې ویل:
- ته مئین نهٔ یې دروغ وایې، پهٔ مینه کې د پای ټکی نهٔ وي صرف کامې وي کامې…
- ښه سیي ده زه مئین نهٔ یم خو ته خپله خبره وکړه څهٔ سوچ د کړی؟
- نه اوس یې نه وایم تا اول نازونه وکړل
- اووف! ووایه نو
- ښه ګوره د رخصتۍ وخت کې بهٔ ورشې او کتابچه بهٔ ترې وغواړې ووایه چې ما نوټ ونهٔ لیکلو همغه پرونۍ تبه بهانه کړه
- ښه نو پهٔ کتابچه څهٔ وکړم؟
- کتابچه بهٔ ځان سره کور ته یوسې خپل نمبر بهٔ پکې ولیکې سبا بهٔ یې ورکړې

غالب پهٔ غوصه وویل:
- پریږده یاره زهٔ نمبر چاته نهٔ ورکوم خو کتابچه اخلم ترې کهٔ خپله یې نمبر لیکلی ؤ ښه ګني هیڅ

د رخصتۍ وخت کیدونکی و غالب پهٔ انجلۍ غږ وکړ:
- هوسۍ !

انجلۍ شاته را وکتل ویې ویل:
- څه دي؟
- اممم ما نوټ ندی لیکلی ناروغ یم کهٔ کتابچه د راکړې…
- ګوره زما خط خراب دی پرې پوی بهٔ نشې
- پوهیږم پرې ته یې راکړه سبا یې حتماً درته بیرته راوړم

هوسۍ کتابچه ورکړه رډ رډ یې ور وکتل ویې ویل:
- ګوره کهٔ کُرونا وې نو لهٔ ما لرې اوسه او بل اوس خو بهٔ کتابچه درکړم خو صنف کې نور هم شته بل ځل یې له بل چا واخله

غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:
- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ

پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی…

د دوهمې برخې پای!

Related Articles

شري څه ډول ناروغي ده؟

د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی  تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت ډیردي چي یوازي انسانان پري اخته کیږي. • Problem statement په ټوله نړي کې په اینډمیک ډول رامنځ ته ک...

د کېلې روغتيايي ګټې

کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) او بې خوبۍ ستونزه په کافي اندازه را کموي او یا یې هم له منځه وړي. که تاسو د ډېر وزن ستونزه ولرئ بیا ه...

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ....

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...