To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,967
ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

انجلۍ پهٔ غوصه وویل:
- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي

غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:
- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې

څو شیبې دواړه چُپ وو، شوکت پهٔ خندا شو ویې ویل:
- هههه! هغه شعر ریښتیا ؤ چې دیوالونه چې کاږه شي چپه کیږي تا ولې مخکې نازونه کول انجونې کهٔ ناز وکړي خیر خو هلک ولې ناز وکړي؟

غالب پهٔ غوصه وویل:
- خوشي چټي مشورې راکوې یوه هم ګټه نهٔ کوي

شوکت تک سور واوښت، شیبه وروسته غالب وویل:
- وبښه! یاره غوصه وم

شوکت څهٔ ونه ویل، غالب بیا وویل:
- خیر ده نو ته هم اوس داسې مکوه

شوکت مُسک شو ویې ویل:
- هههه! وګوره ماته دې یو دوه زارۍ وکړې درسره پخلا شوم، همداسې د انجونو سره هم اوسه، یو لوی عالم وايي:
- انجونې د ناز ټوټې دي، او د نړۍ تر ټولو پیاوړی کس هم د ښځې مُسکا ته اړتیا لري

غالب رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- ښه ده، خو! دا لوی عالم څوک ؤ؟

شوکت پهٔ خندا وویل:
- ههه! نور څوک ستا د ماشومتوب ملګری شوکت خان
- ههه ښه خو د ماشومتوب ملګری؟
- هو ما د ماشومتوب ملګری نهٔ درلود هغه هم ته یې اوس وروسته بهٔ هم اوسې

استاد ټولګي ته راغی، د احصائیې ساعت ؤ استاد هوسۍ ته ګوته کړه هوسۍ وویل:
- ما ښایې؟
- هو تاته وایم، تیر درس ووایه

هوسۍ شاته وکتل غالب ته یې پهٔ غوصه کتل غالب نظر ترې غلا کړ ځان یې لهٔ شوکت سره بوخت کړ، استاد بیا غږ کړ:
- ولې غلې یې؟

هوسۍ هیڅ ونهٔ ویل همداسې غلې وه استاد وویل:
- کینه! ټول داسې خدای وهلي یاست له لومړیو ورځو درس نهٔ وایئ

غالب شوکت ته وویل:
- وګوره د همغه لوی عالم مشورې د لاسه خوارکۍ د ټولو مخ کې وشرمیده

شوکت څهٔ ونه ویل، شیبه وروسته استاد وویل:
- دا لپ ټاپ ولې سکرین سره نهٔ وصلیږي څه بې ډیلسپلینه ټولګی مو دی

استاد یوه شیبه غلی شو بیا یې وویل:
- نماینده مو څوک دی؟

یوه انجلۍ پاڅېده ویې ویل:
- نماینده خو مو لا ندی ټاکلی خو ټول غواړي غالب نماینده شي

استاد ټولګي ته یو نظر وکړ ویې ویل:
- غالب څوک دی؟

غالب څه عکس العمل ونهٔ ښود شوکت غږ کړ:
- دا دی غالب

استاد وویل:
- غالبه! نور ته نماینده یې ورشه د پوهنتون د آي ټي له ټیم یو کس راوله چې دا سکرین وصل کړي ستونزه یې لویه ښکاري

غالب له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- استاده! پهٔ دیوال باندې یوه پاڼه ده د آي ټي برخې شمیرې لیکلې زنګ ورته ووهه او زه نماینده ګي نشم کولای
- ښه خو نماینده ګي ولې نهٔ کوې؟
- زه دا د مزدورۍ کار نشم کولای

ټولګي کې ټول پهٔ خندا شول، استاد موبایل له جیب را وباسلو ویې ویل:
- ښه غلي شئ درسي وخت ضایع کیږي زه زنګ ووهم چې یو کس راشي دا بلا وهلی جوړ کړي

څو شیبې وروسته یو کس راغی، لپ ټاپ کې لګیا شو شوکت غالب ته وویل:
- وګوره! دا کس انجونو ته ځان ښایې چې ګواکي زه خو هم یوه پرزه یم

غالب غلی ؤ، هیڅ یې ونهٔ ویل پنځه دقیقې ووتلې کس له لپ ټاپ سر را پورته کړ استاد تهٔ یې وویل:
- نن ګذاره وکړئ، ستونزه یې لویه ښکاري

ددې خبرې سره غالب د واره لهٔ خپل ځای پاڅید د تختې مخې ته ورغی، ایچ ډي اېم آی کیبل یې له لوی سکرین وویست بیرته یې ور واچولو د لپ ټاپ سکرین پر لوی ټلویزیون څرګند شو غالب پهٔ غوصه وویل:
- چا ګمارلی یې؟ داسې ستونزې د سافټویر نه، د هارډویر وي پهٔ ځای ددې چې انجونو ته وګورې یو ځل بهٔ دې کیبل کتلی ؤ

کس غلی ؤ، څه یې ونه ویل او همداسې ولاړ…

لومړۍ ساعت خلاص شو ټول لهٔ ټولګي ووتل وړانګه، شوکت او غالب پهٔ ټولګي کې ناست وو شوکت وویل:
- زهٔ یو وار دباندې ځم زړه مې تنګ شو 

شوکت ولاړ غالب ناست ؤ، شیبه وروسته وړانګه راغله ویې ویل:
- وبښه یو ځل خپل موبایل راکړه
- ولې؟
- یو زنګ وهم زما د موبایل چارج ختم دی

غالب موبایل ورکړ شیبه وروسته د وړانګې لهٔ دستکول د زنګ شړنګهار وخوت غالب وویل:
- دا څه دي؟ چارج نشته

وړانګه مُسکۍ شوه ویې ویل:
- نورې خبرې بهٔ بیا واټسپ کې کوو

ولاړه بیرته پر خپل ځای کښیناسته همدې وخت کې هوسۍ ټولګي ته راغله، شیبه وروسته یې شوکت هم راغی د وخت پهٔ تیریدو ټولګی ډک شو غالب وویل:
- ګوره شوکته ددې انجلۍ نیت راته ښهٔ نهٔ ښکاري
- کومه انجلۍ؟
- همدا وړانګه، اوس یې پهٔ چل زما نمبر واخیست هسې نه ماته بې ځایه هیلې پیدا کړي زه ړوند یم زه بې له خپلې ګلابو بل څوک نهٔ وینم
- نه یاره ته یې مه پریږده چې هیلې وزیږوي مانا دا چې کهٔ یې میسج وکړ له اوله یې سر ور خلاص کړه
- ګورو به چې څه نیت لري

د دوهم ساعت استاد راغی غالب لاس پورته کړ لهٔ استاد یې د باندې تللو اجازه واخیسته کتابتون ته ولاړ څو شیبې غلی ناست ؤ، شیبه وروسته یې له جیب موبایل را وباسلو د واټسپ د میسج شړنګ شو خلاص یې کړ لیکلي وو:
- چیرته ولاړې؟

ژر یې شمیره وکتله خو کومه شمیره چې وړانګې ډایل کړې وه هغه شمیره نهٔ وه بیرته یې یې واټسپ خلاص کړ پر پیغام پاڼه یې ولیکل:
- څوک یې؟

لنډه شیبه پیغام وکتل شو خو څه ځواب یې ورنکړو بیا یې پیغام ولیکلو:
- څوک یې ووایه ګني بلاک کوم دې؟

دا ځل آفلاین شو، غالب موبایل کیښود، لنډه شیبه وروسته یې بیرته را واخیست پروفایل یې خلاص کړ له شمیرې د لاندې لیکلي وو:
- ~ګلابو~

د لنډې شیبې لپاره غالب پهٔ هوا ګرځیدو لهٔ ځانه سره یې وویل:
- آه! زما پام نهٔ ؤ، یو وار دا شوکت نهٔ وي؟

ژر یې واټسپ خلاص کړ یې پیغام یې ولیکو:
- ګوره شوکته! داسې ټوکې مې نهٔ خوښیږي

لهٔ همدې پیغام سره واټسپ آنلاین شو لنډه شیبه وروسته د پیغام ځواب راغی:
- ګلابو.. وبښه هوسۍ د پلار نوم عبدالغفور

د څلورمې برخې پای!

Related Articles

ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته کېږي. د روانشناسانو له قوله: د اوږدو سریالونو کتل او د موبایل اوتلویزیون استعمال، چې له اته ساعتو څخ...

(مکه مکرمه ساعت برج (ابراج البیت

#دمـکه  مکرمه_ساعت  دغه ساعت دعربستان مکه مکرمه  ښار کې بيت الله شريف  مسجد الحرم ته نږدې  دابراج البیت په نوم برج باندې واقع دی.چې دغه یو هوټل دی او ددغه دپاسه دغه ساعت واقع دی.دغه هو ټل د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت جوړ شوی.او ټول ددرآمد پیسې یې په مسجدالحرام مصرفیږيدغه ساعت ۶۰۰متر په لوړوالي دنړۍ تر ټولو لوړ ساعت او دنړۍ ترټولو لوی ساعت دی.حتا دا...

له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې دوی نه شي کولای د خپلې خوښې خواړه پرېږدي تر څو وزن یې کم شي. دې ډول خلکو ته ښه خبر دا دی، چې له غذاي...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...