اقصا جومات

i
imranghani
Author
Oct 19, 2021
4 years ago
2,560 views
اقصا جومات

 

لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات

الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه جوړوي او عبادت پکې کوي.

په نړۍ کې درې مشهور او لرغوني جوماتونه شتون لري، یو یې نبوي جومات چې په تېره لیکنه کې مو په دې اړه معلومات وړاندې کړل، دویم اقصا جومات چې په دې لیکنه کې ور باندې خبرې کوو او درېیم الحرام جومات چې إن شاء الله په راتلونکې لیکنه کې به پرې خبرې وکړو.

 که تاسو هم غواړئ چې د دې سپېڅلو ځایونو په اړه مو معلومات زیات شي هیله ده چې زموږ دا لیکنه تر پایله ولولئ!

 

اقصا په لغت کې لرې یا لرېوالي ته وایي په عربي کې د لرې جومات په معنا دی او په اصطلاح کې اقصا جومات هغه جومات دی چې دې  فلسطین په بیت المقدس ښار کې موقعیت لري. اقصا جومات چې حرم الشریف هم ورته وایي،  

 دا ځای د مسلمانانو لپاره لومړۍ قبله او درېیم سپېڅلی ځای دی. د دې جومات نوم څو ځله په قرانکریم کې د اسرا په سورت کې په لومړي ایت کې یاد شوی دی، خو په دې کې شک دی چې ایا هغه نوم چې په قرانکریم کې ذکر شوی د همدې جومات نوم دی که د کوم بل ځای نوم دی.

 

د اقصا جومات موقعیت

اقصا جومات د نړۍ له لرغونو او سپېڅلو جوماتونو څخه حسابېږي د فلسطین په بیت المقدس ښار موقعیت لري، چې لومړنی بنسټ اېښودونکی یې داوود (ع) دی، بشپړونکی یې سلیمان (ع) دی په دې وخت کې د دې ښار نوم  اورشلیم یا یورشالیم و، اورشلیم له دوو کلمو څخه جوړ نوم دی، چې اور په عبري ژبه کې اتش یا د پښتو د اور، رڼا او د سپېڅلي معنا لري او شلیم د ښار او سولې معنا لري.

 له دې وروسته بیا د دې ښار نوم ایلیاء (د خدای ښار) شو او د یهودیانو په وخت کې د دې ځای نوم بیت همیقداش (د خدای کور) شو. 

حضرت مُحَمَّد ﷺ وروسته له هجرت څخه تر اوولسو میاشتو همدې خواته لمونځ کاوه.

 

د اقصا جومات تاریخچه

د اقصا جومات د بني امیه د دوو خلیفه ګانو عبدالملک بن مروان او زوی یې ولید بن عبدالملک له خلافت مخکې چې د حرم قدسي شریف په نامه یادیده په اوسنۍ بڼه نه و، خو په 691 م کال کې عبدالملک بن مروان د دې جومات جوړول په اوسنۍ بڼه پیل کړل.

د ولید بن عبدالملک د واکمنۍ پر مهال بیا د اقصا جومات نور هم لوی او ښکلی شو، اقصا جومات په دې وخت کې یوولس دروازې درلودې چې اووه دروازې یې په شمالي خوا کې، یوه یې د ختیځ خواته، دوې دروازې یې د لوېدیځ خواته او یوه دروازه یې د سوېل خواته درلودله، له جومات څخه بهر د لمونځ کوونکو د اوداس لپاره کابو 25 څاګانې هم جوړې کړې. اقصا جومات یو ځل په 746م او بیا په 1033م کال کې د سختې زلزلې له امله له منځه لاړ، خو د عباسیانو د خلیفه منصور په واسطه بیا جوړ او د عبادت لپاره تیار شو.

ولې د اقصا جومات د یهودیانو لپاره سپېڅلی دی؟

د یهودیانو په نظر دا جومات هم یو سپېڅلی ځای دی، دوی وایي چې دا  ځای پخوا د یهودیانو د عبادت ځای و. د دوی په اند د یهودیانو د دین مهمې برخې په همدې ځای کې پاتې دي، له همدې امله دا ځای د یهودیانو لپاره یو سپېڅلی او با ازرښته ځای دی.

Related Articles

Jun 27, 2022
2,194 views

څنګه د دنیا تر ټولو خوشبخت انسان شم؟

یو اسلامي بیان مې اورېده، یوې جمله مې پکې ومونده چې له کلونو راهیسې یې د معنی په لټه کې وم. په داسې څه یې وپوهولم چې له مودو پسې سرګردانه وم. ډېره اسانه او ارزانه لار شته چې موږ پرې ځان د نیکمرغۍ تر اخري حده رسولی شو. شاید تاسې هم ددې نعمتونو ترلاسه...

Jul 19, 2022
1,688 views

ښه ده چې پر دې خبرو پوه اوسو!

• بخښنه غوښتل د کمزورۍ په معنا نه ده.• نورو ته داسې خبرې مه کوئ، چې پوهېږئ اورېدل یې هغه ځوروي. • قیمتي/ښکلی لباس د غوره والي نښه مه بولئ.• هر څوک تر هر څه وړاندې انسان دی. همدا ځانګړنه یې احترام پر موږ لازموي. باید هېڅ ډول ضرر ور و نه رسوو. • زمونږه...

May 10, 2021
4,037 views

ښوون (زيتون)

ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه  ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې  اروپا ،‌ لویدېزې ایشیا  ،‌ او شمالي  افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,447 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...