To start downloading books

Please sign in or create an account.

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. 

 

پېژندنه

د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې بشپړ نوم انا اخماتووا (Anna Akhmatova) دی. نوموړې د اوسني اوکراین د "ادیسې" په ساحلي ښار کې زېږېدلې ده. پلار یې د سمندري پوځ انجینر و. 

نوموړې د "څارکو سیلو" سیمې په یوه مشهوره لیسه کې زده کړې پیل کړې. نوموړې وايي، چې یوه ورځ د خپل پخواني کور له مخې تېرېدو، چې مور مې را غږ کړل د خپلې زېږېدنې ځای دې ګوره. ما له ټوکو وویل، چې یوه ورځ به ددې کور په دروازه به غټ لیکل شوي وي، د روسيې ستره شاعره انا دلته زېږېدلې وه.

که څه هم نوموړې دا له ټوکو ویلي و، خو رښتيا همداسې وشول. هغه دومره مشهوره شوه، چې اوس په روسيه کې شپږ موزیمونه د نوموړې په یاد جوړ شوي دي.

په ښوونځي کې یې روسي او فرانسوي دواړه ژبې زده کړې. خپل لومړنی شعر یې په یوولس کلنۍ کې لیکلی. نوموړې وروسته له خپلې مور سره کیف ته لاړه او هلته یې د حقوقو يوهنځی ولوست. هلته یې لاتيني او ايټالوي ژبې هم زده کړې. په ۱۹۱۰ کې یې د روسيې له بل نوموتي شاعر او ادبپوه نیکولای ګومیلیوف سره واده وکړ. دواړه پاریس ته لاړل او د خپل خاوند له برکته یې د روسیې لوی لیکوال او شاعران وپېژندل.

وروسته یې خاوند د نظام پر وړاندې د بغاوت په تور اعدام شو، له هغه وروسته یې ژوند د لاسته راوړنو ترڅنګ له ستونزو هم خالي نه وو. له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته په ۱۹۶۶ کال کې د ۷۷ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. 

 

د شعر بېلګې

ـ (۱)

دلته لکه چې 

هېڅ د انسان غږ نه تر غوږ کېږي

دلته لکه چې تر شنه اسمان لاندې 

یوازې زه ژوند کوم 

ځکه چې لومړنۍ انسانه وم 

چې د زهرو د جام هیله مې وکړه

ـ (۲)

راشه او پوښتنه رانه وکړه

پوهېږم دلته نږدې چېرته یې

راشه یواځې او یواځې یم

یوازې د مرغۍ د وزرو د غږ په اندازه

څه راته ووایه! 

ـ (۳)

موږ چې د ځمکې پر مخ 

د آرامۍ یوه ګړۍ نه ده لیدلې

په پای کې به له یوه مخه

تر دغې خاورې لاندې آرام وکړو

Related Articles

څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانېږي، چې ژبه زده کړي. د همدې ستونزې د حل لپاره دلته ځينې لارښوونې لوستلای شئ. د هرې ژبې په زده کړه کې...

ارواپوهنه وايي (۱)

ارواپوهنه وايي 🌿 • له یو چا سره هېڅکله دومره ښه مه کوئ، چې هغه مو دا کار مسؤلیت او دنده وبولي.   • هېڅکله یو څوک دویم ځلې مه بخښئ. • خلک مو پر شتون مه مطمئن کوئ. د خپل ځان په برخه کې د مړښت احساس مه ورکوه. • مه پرېږدئ چې پوه شي په بشپړ ډول د هغوی په لاس کې یئ. ځکه چې د انسان جوړښت او طبیعت داسې دی، چې وړیا (مفت) څيزونه ورته ارزښت نه لري او کله...

افغانستان، مردم، تاریخ و سیاست

افغانستان، مردم، تاریخ و سیاست (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی گسترده گی مسایل، نگرش بر آن ها را چند بُعدی می سازد. به دلایل مختلف، درگیری امروزی، به هر نوعی که باشد، مستلزم آگاهی هایی ست که باید با وقوف بر جوانب مختلف، ارائه شوند.  به باور من، آن چه ما را در تقابل طولانی قرار داده، افزون بر جنبه ی فزیکی، دوام روحیات آن است. تحت تاثیر جریان مس...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....