د جملې ځانګړتياوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 22, 2021
4 years ago
2,213 views
د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی

مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي:

  • د کلمې معنا
  • د کلمې ترتيب
  • مفهوم
  • بشپړتيا
  • ګرامر

۱ - د کلمې معنا

مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري.

پورتنۍ جمله له شپږو کلمو څخه جوړه شوې ده، د دغې جملې درې کلمې (او، ښايي او وپېري) معنا لري. خو درې نورې کلمې يې معنا نه لري. په دې توګه دغه جمله هم کومه معنا نه څرګندوي. نو ځکه ويلی شو، چې اړينه ده د جملې ټولې کلمې دې معنا داره اوسي. مثلا ويلای شو: اجمل او اسد ښايي کمپيوټر وپېري.

۲ - د کلمو ترتيب

مثال: پلار يو واخېست زما موټر.

پورته جمله له ۵ کلمو څخه جوړه ده، او ټولې کلمې معنا لرونکي هم دي. مګر بيا هم دې جملې کومه معنا څرګنده نه کړه. په دې اساس اړينه ده، چې د جملې ټولې کلمې بايد په ترتيب هم وي. که داسې يې ووايو، معنا پيدا کوي: زما پلار يو موټر واخيست.

۳ - مفهوم

مثال: پړانګ ښکاري وڅاره او هغه يې وويشت.

پورتنۍ جمله معنا لري، او ټولې کلمې يې هم معنا لرونکي دي. خو جمله کوم مفهوم نه لري. ځکه دا امکان نه لري، چې مرغۍ دي ښکاري وڅاري او بيا دې هغه وولي. نو ځکه مجبور يو ددې جملې کلمې داسې تنظيم کړو: ښکاري پړانګ وڅاره او هغه يې وويشت.

اوس نو په دې جمله کې مونږ سم مفهوم څرګندوو کوم چې، عقل يې مني. د جملې يوه ځانګړنه ده چې د جملې مفهوم بايد سم وشي. 

۴ - بشپړتيا

مثال: پرون چې دی بس ته تم و.

د پورتنۍ جملې په اورېدو سره طبيعې خبره ده، چې پوښتنه به کوو (نو څه پېښه وشوه؟) دا پوښتنه ځکه را برسېره کېږي، چې جمله نيمګړې ده. نو اړينه ده چې جمله هم بشپړه کړو.

پرون چې دی بس ته تم و، چا ترې ټولې پيسې غلا کړې.

اوس نو پورتنۍ جمله بشپړه شوه او دغه خبره څرګندوي، چې جمله بايد تل بشپړه وي.

۵ - ګرامر 

مثال: هلک پر څوکۍ ناسته ده.

دغه پورتنۍ جمله ناسمه ده. ځکه په جمله کې د ګرامر له اړخه نېمګړتيا شته. د (ناسته ده) پر ځای بايد د (ناست دی) کلمې وکاروو.

هلک پر څوکۍ ناست دی.

Related Articles

Feb 18, 2021
3,783 views

د ملاریا نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د اوړي په نږدې کېدو سره د ملاریا ناروغۍ پېښې هم ډېرېږي. موږ هم درک کړه، چې تاسو ته د دې ناروغۍ په باره کې اړین معلومات چمتو کړو، ترڅو د خپل ځان او خپلې کورنۍ روغتيا  ته ځانګړی پام وکړئ. د لیکنې ترپایه به...

Jan 13, 2022
2,093 views

کابریکا - #لومړۍ_برخه

کابریکا - لومړۍ برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   ۲۰۲۱ز - کالیفورنیا، متحده ایالات د جولای ۱۲مه شپه تیره شوه، دوه دیرش کلن انډریو میلر له خوبه را پاڅید، غاښونه یې وینځل چې مور یې غږ کړ:- انډریو زویه! انډریو په ډکه خوله ځواب ورکړ:- هو مورې! شیبه تم...

May 26, 2022
2,614 views

د لېړو روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ ریاض مقامزی   لېړو له هغو سبزیجاتو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې وده کوي. ګرمې سیمې یې د تولید او ودې تر ټولو مناسب ځایونه بلل کېږي. لکه د نورو ټولو خوړو او سبزیجاتو لېړو هم خپلې روغتيايي ګټې لري، چې ددې لیکنې تر پایه به پرې پوه شئ.  د لېړو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,453 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,840 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...