کابریکا - لومړۍ برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي
۲۰۲۱ز - کالیفورنیا، متحده ایالات
د جولای ۱۲مه شپه تیره شوه، دوه دیرش کلن انډریو میلر له خوبه را پاڅید، غاښونه یې وینځل چې مور یې غږ کړ:
- انډریو زویه!
انډریو په ډکه خوله ځواب ورکړ:
- هو مورې! شیبه تم شه درځم
څو شیبې وروسته انډریو له خپلې خونې د باندې ووت غږ یې کړ:
- هو مورې! اوس ووایه څه دې ویل؟
مور یې د ټلویزیون ریموټ د میز له سر پورته کړ ټلویزیون یې بند کړ انډریو ته یې وویل:
- راځه دلته کینه!
انډریو کیناست مور یې وویل:
- د افغانستان له قونسلګرۍ کس راغلی ؤ پاسپورت یې راوړ ویل یې چې “ د افغانستان ویزا یې پرې لګولې”.
- واه مورې څه یو ښه خبر زه همدې ته په تمه وم
مور یې غلې شوه، شیبه وروسته انډریو وویل:
- ولې مورې په تا څه وشول؟
له شیبې چوپتیا وروسته یې وویل:
- زویه! سمه ده چې موږ په یوه ډیموکراټیک ملک کې ژوند کوو او تراوسه مو ستا ژوند کې لاسوهنه نده کړې، دوه دیرش کلن شوې تراوسه جره ګرځې د ژوند لپاره دې کومه ملګرې پیدا نه کړه هیڅ مې درته ندي ویلي،خو!
- خو څه؟
- خو! زه نه غواړم زما د ځیکر ټوټه دې ځان د مرګ خولې ته واچوي
انډریو لنډه شیبه وروسته وویل:
- څنګه د مرګ خولې ته؟
- افغانستان ته تګ په همدې مانا دی چې ځان د مرګ خولې ته اچوې
- اووه مورې! هلته هم انسانان ژوند کوي زما د انځورګرۍ خوب همدا ؤ چې افغانستان او نورو ورته ځایونو ته ولاړ شم زه غواړم لرغوني او بې ساري ځایونه په انځور کې قلف کړم
مور یې سوړ اسویلی وویست له لنډې شیبې چوپتیا وروسته یې وویل:
- خو زه ویریږم زویه!
انډریو په غوصه خپلې خونې ته ولاړ او هیڅ یې ونه ویل، څو شیبې غلی ناست ؤ او شیبه وروسته یې خپل لپ ټاپ را واخیست له ځانه سره یې وویل:
- زه خو یوه اونۍ وروسته تللم خو اوس باید د همدې سبا ورځې لپاره ټکټ وپیرم
آنلاین یې ټکټ وپیرلو او بیرته پر خپل ځای پریوت…
لنډه شیبه وروسته نیغ کښیناست له ځانه سره یې وویل:
- په بیړه کې خو مې د تګ پریکړه وکړه اوس اړ یم په څو ساعتونو کې یو ژباړن پیدا کړم
انډریو پر خپلو ټولنیزو رسنیو کې خورا ډیر څارونکي درلودل پر خپل فیسبوک پاڼه یې پوسټ وکړ “ د یوه افغان ژباړن په لټه کې” له پوسټ کولو ګړۍ وروسته یو پیغام راغلی ؤ د “سلیمان” په نامه یوه ځوان پر پیغام پاڼه لیکلي وو:
- سلام ښاغلی میلر! ډیره موده وشوه تاسو څارم او ستاسو انځورګري ډیر خوند راکوي که څه هم زه ژباړن نه یم لږ څه انګریزي مې زده ده خو کیدای شي ستاسو پکار راشم
میلر د پیغام په لوستو مُسک شو له ځان سره یې وویل:
- افغانستان کې هم مینوال لرم بیا مور وايي مه ځه
انډریو له سلیمان سره خبرې وکړې او خپل د ورتګ وخت په اړه یې مالومات ورکړل، پریوت ځکه ماښام ته الوتنه وه…
مازدیګر کیدونکی ؤ، انډریو د تګ په موخه له کور ووتلو او مور یې په نه زړه ورسره خدای پاماني وکړه…
ماښام الوتکې ته پورته شول او سفر پیل شو په الوتکه کې د اڼدریو څنګ ته یو ځوان ناست ؤ، انډریو ته یې برګ برګ وکتل ویې ویل:
- آیا ته امریکایی یې؟
- هو! ولې؟
- نو دا الوتنه خو افغانستان ته ترسره کیږي ته هلته څه کوې؟
اڼدریو له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- ته څه کوې؟
- زه ورتګ ته کومه لیوالتیا نه لرم، غواړم د کورنۍ غړي مې امریکا ته راولم د هغوی لپاره ځم
انډریو سور اسویلی وویست ویې ویل:
- زه یې تصور نشم کولای هغه هیواد ته چې زه د انځورګرۍ په موخه ځکه روان یم چې ښکلا یې بې سارې ده، زه غواړم ښکلاګانې په انځور کې قلف کړم، تاسو له هغه هیواد څخه ځئ؟
له مقابل لوري څه ځواب وانه وریدل شو انډریو وویل:
- که موږ امریکایان داسې نورو هیوادونو ته لاړ شو لیرې نده چې له امریکا هم افغانستان جوړیږي، خپه نشې خو افغانستان باید افغانان اباد کړي بهرنیان نه!
کس هیڅ ونه ویل، ګړۍ وروسته ټول ویده وو خو انډریو دومره دې خوښۍ حس درلود چې خوب ته یې نه پریښودلو خپله کیمره یې را وباسله او د ځای ځای وریځې یې په یو انځور کې قید کړې، ستړی شو اړ ؤ ویده شي…
۱۶ ساعته دوامداره سفر په پای ته رسیدو ؤ، الوتکه د کابل اسمان ته ورسیدله…
ګړۍ وروسته له هوایي ډګر را ووت او سیلمان د باندې ورته په تمه ؤ، شیبه وروسته یې یو بل ولیدل او ستړي مشي یې سره وکړل له هوایي ډګر را ووتل، سلیمان وویل:
- ښاغلی میلر، که غوره درته ښکاري نو ترڅو کابل کې یاست زما سره به واوسې زموږ جلا میلمستون دی تر هوټل خو ډېر ښه دی
انډریو مسک شو ویې ویل:
- آه مننه! خو نور راته ښاغلی مه وایه تا ډېر ټینګار وکړ چې له ما به پیسې نه اخلې او د یوه ملګري په څېر به افغانستان راباندې وینې نو ملګري مې ماته ښاغلی نه وايي
شیبه غلی ؤ بیا یې وویل:
- انډریو وایه! انډریو
سلیمان د سر په خوځولو ورسره موافقه وکړه او په موټر کې کښیناستل…
روان وو چې انډریو خپل موبایل را وویست سلیمان ته یې یو انځور ور وښود ویې ویل:
- ددې جومات انځورونه مې تر ټولو ډېر لیدلي مخکې له تلو دلته یو ځل ورشو؟
سلیمان انځور ته ځیر شو ویې ویل:
- آه دا خو شاه دو شمشیره جومات دی ور به شو!
ګړۍ وروسته شاه دوشمشیره جومات ته ورسیدل موټر ودرید او دوی ښکته شول، انډریو د تل په څېر خپله انځورګري پیل کړه څو انځورونه یې واخیستل او د کوترو تر څنګ ودرید سلیمان ته یې وویل:
- ددې ځای په اړه څه مالومات لرې؟
- نور خو نه پوهیږم خو دوه شمشیره دري کلمه ده مانا د دوه تورو پادشاه جومات وايي چې د ترکیې د ارتاکای مسجد نه وروسته جوړ شوی، لرغونی ځای دی او اکثره سیلانیان یې لیدلو ته حتماً راځي
انډریو څه ونه ویل د ځايي کوترو لپاره یې دانه واخیسته ور اچوله یې چې یوه بوډۍ ښځه راغله او د خیر غوښتلو لپاره یې لاسونه لپه کړل، انډریو له جیب د ډالرو پنځوسۍ را وویست او ور یې کړ، سلیمان برګ برګ ور وکتل ویې ویل:
- یاره دا خو ډیرې پیسې کیږي ماته به دې ویل چې ما افغانۍ ورکړې وای
انډریو مُسک ویې ویل:
- اوبال لري مه کوه کیدای شي یو دوه ورځې د هغو پیسو له امله د ارام ساه واخلي او په کور کیني
- ته ثواب او صدقه منې؟
انډریو له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- زه خو مسلمان نه یم خو تر هرڅه مخکې انسانیت منم، ښځه وه ځکه مې مرسته وکړه ورسره ښځې ډیرې معصومې وي او خدای مه کړه ترڅو انسان اړ نشي چاته لاس نه نیسي چې “خیر راکړه” ته یوه ورځ ښځه شه ټول نرتوب به دې ووځي.
انډریو لنډه شیبه وروسته وویل:
- ښه دا پریږده دا ووایه دا کوترې له دې ځایه نه ځي؟
سلیمان مُسک شو ویې ویل:
- نه یاره! دلته ورته خواړه رسیږي همدلته عادت دي
- زما په آند د خواړو خبره نده شاید دوی دې ځای ته وفادارې وي، ګني خواړه خو د موږ خېټورو لپاره لا پیدا کیږي دوی خو دوه خڅوځي وخوري هم مړيږي.