To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,587
الحرم مسجد

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات

 

لیکنه: شکېبا نادري 

 

د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې غواړو چې د الحرام جومات په اړه معلومات درکړو.

که تاسو هم غواړئ، د دې لرغوني او سپېڅلي جومات په اړه خپل معلومات زیات کړئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه درسره ولولئ! 

 

د الحرام د جومات تاریخچه

 الحرام جومات، چې لوی جومات هم ورته وایي، یو له پخوانیو جوماتونو څخه دی، چې د مسلمانانو لومړۍ قبله هم شمېرل کېږي. 

دا جومات د سعودي عربستان د مکې په ښار کې موقعیت لري. د الحرام جومات لومړی بنسټ اېښودونکی ادم (ع) دی، له هغه وروسته بیا دا جومات د ابراهیم (ع) او د هغه د زوی اسماعیل (ع) په واسطه جوړ شو.

 

کومو کسانو د الحرام جومات په جوړولو کې یې ونډه اخیستې وه؟

 د اسلام پر مهال د دې جومات ځای کوچنی و، خو لومړنی کس چې د دې جومات د لویولو امر یې وکړ عمر (رض) و. د عمر (رض) د خلافت پرمهال دغه جومات شاوخوا دېوالونه هم نه درلودل، د عمر (رض) په واسطه د دې جومات شاوخوا ته دېوالونه هم جوړ شول.

د عثمان (رض) د خلافت پر مهال د دې جومات د ځینو برخو سر پټ شو او د ولید په امر د دې جومات ښکلا دوه برابره شوه او د جومات ډېری ځایونه یې په ښکلې بڼه جوړ کړل. 

  

 الحرام جومات په کومو نومونو یادېده؟

 د تاریخ په اوږدو کې الحرام جومات په بېلابېلو نومونو یاد شوی، لکه کعبه، د خدای کور، بیت الله، الحرام بیت، العتیق او بیت الحرام. 

 

ولې دغې جومات ته الحرام جومات وایي؟ 

د دې جومات د نوم د اېښودلو لامل هم دا دی، چې خدای ﷻ دغه ځای ته د مشرکانو ورتګ حرام بللی او او مشرکان یې له ورتګه نه منع کړي دي.

کعبه شریفه په مستطیلي بڼه له تورو ډبرو څخه جوړه شوې ده، پر سر یې توره پرده پرته ده، دا پرده د لومړي ځل لپاره اسماعیل (ع) پرې اچولې وه، له هغې وروسته قریشو هم همدا دود وپاله او د کعبې پر سر  یې پرده واچوله چې تر ننه دا پرده پرې شته ده. 

خدایﷻ  په دې سپېڅلي ځای کې یې ټولې ناوړې کړنې منې کړې دي، لکه وژل، جګړه، غلا، د خلکو په مال او ځان تېری کول، ښکار او... .

کعبه څلور دروازې لري چې یوې ته یې یماني یا سوېلي، دویمه ته یې عراقي، درېیمه یې ته مصري او څلورمه ته یې شامي دروازه وایي. 

کعبه شریفه 14/85مېټره لوړوالی لري، اوږدوالی یې 11/58مېټرو ته رسېږي او 10/22 مېټره بر لري.

د ځینو روایاتو له مخې هغه دېوال، چې د الحرام جومات څخه پیل او تر کعبې رسېږي، حطیم نومېږي، خو ځینو څېړونکو بیا ویلي، حطیم هغه ځای ته وایي چې د حجرالاسود څخه پیل او تر زمزم او له هغې څخه د ابراهیم تر مقامه پورې رسېږي.

Related Articles

د تور چای په اړه درې ناسم او څلور سم معلومات

د تور چای په اړه ګڼ شمېر ناسم معلومات یا خرافات ورکول کیږي، خو دغه چای د بدن داخلي برخو سربېره خارجي برخو ته هم خورا زیاته ګټه رسوي، دلته هغه ناسم او سم معلومات وړاندې کوو چې د تور چای په اړه خپاره شوي:ناسم معلوماتشین چای له تور چای څخه زیات ګټور دیدا یو ناسم تاثر ورکول کیږي چې شین چای له تور چای څخه غوره دی.په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر څیړنو او مطا...

کوسټا ریکا څنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړل؟

کوسټا ریکا څرنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړه؟ کوسټا ریکا هېواد کې د ځنګلونو په لوړه پیمانه وهلو له امله په ۱۹۸۳ م کې په ځنګلونو پوښلې ساحه ۲۶ سلنې ته راټیټه شوه. دغې ویجاړۍ په باراني ځنګلونو کې د ژوند تنوع ړنګه کړه او هغه ژوې یې له خطر سره مخ کړې چې یوازې په کاسټا ریکا کې موندل کېدې.  دولت د ځنګلونو وهلو جوازونه محدود کړل، د هغو ځم...

دېوالونه هم غوږونه لري ( نړېوال شريک متل)

دا متل په همدې شکل او ېا هم لږ توپير سره د نړۍ په ډېرو کلتورونو او ټولنو کې موجود دی . پښتو کې وايي چې ''دېوالونه هم غوږونه لري'' .دری ژبه کې وايي چې '' دیوار موش و موش گوش دارد '' .روسي ژبه کې وايي'' У стен есть уши ''او انګريزان بېا وايي چې '' The walls Have Ears ''دا اصطلاح که په هره ژبه او ټولنه کې ده خو مقصد ېې هماغه ېو ، په خبرو کولو کې غور ا...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...