د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟

i
imranghani
Author
Oct 27, 2021
4 years ago
1,772 views
د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟

 لیکنه : عمران غنی ساپی،د ۲۰۲۱ میلادي کال پینځه امن لرونکي هېوادونه کوم دي؟

 

په نړۍ کې ځینې رسنۍ او وېبپاڼې هر کال او يا په څوکلونو کې يو ځل د ټولې نړۍ پر سطحه د هېوادونو درجه بندي اعلانوي، چې دا درجه بندي د اقتصاد، امن، کاروبار او... له مخې اعلان کېږي. 

په دې ليکنه کې د نړۍ امن هېوادونه درپېژنو، هيله ده ليکنه تر پايه ولولئ او د نړۍ په هکله مو معلومات زیات کړئ. 

 

۱. کاناډا

کاناډا  په ۲۰۲۱میلادي کې تر ټولو امن لرونکی هېواد ښودل شوی دی. 

د څېړنو پر بنسټ کاناډا د کورونا ناروغۍ پر مهال هم يو له هغو هېوادونو څخه و چې د دې ناروغۍ کچه پکې بېخي لږ او په نه شته حساب وه. د يوې څېړنې له مخې چې د کاناډا 'ونکوور' او 'مونټروال' دوه هغه ښارونه دي چې دغه هېواد ته یې سيلانيان ور مات کړي دي. 

 د يادونې وړ ده چې کاناډا تېر کال په درجه بندۍ کې په غوره لسو ښارونو کې نه و.

 

۲. نيوزيلنډ

نيوزيلنډ، چې په ډېرو څېړنو کې د نړۍ تر ټولو امن هېواد بلل شوی دی، يو له سرسبزه، ارام او ښايسته هېوادونو څخه دی. بايد ووايم چې نيوزیلنډ د کورونا ناروغۍ د څپو پر مهال هم په تر ټولو امن هېوادونو کې حساب و.

نيوزیلنډ، چې يو سرسبزه او ښايسته هېواد دی، په واورو پوښل شويو درو او ښايسته ځنګلونو د ليدونکو او سيلانيانو په شمېر کې زياتوالی راوستی.

د يادونې وړ ده چې نيوزیلنډ د خپلې طبيعي ښکلا او امن له برکته هغه هېواد دی چې د نړۍ زيات شمېر فلمونه پکې ډکېږي.

 

۳. اسټراليا

اسټراليا چې د نيوزلنډ غوندې د کورونا څپې پر مهال يو له خوندي هېوادونو څخه و، په ۲۰۲۱میلادي کال کې د تر ټولو امن هېوادونو په قطار کې هم بلل شوی. 

اسټراليا هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې ښکلا زیاته برخه يې طبيعي ده. ښايسته سواحل او ښکلي ځنګلونه یې هغه څه دي چې زيات شمېر سيلانيان هر کال دغه هېواد ته ورځي او لیدنه ترې کوي. 

'سيډني' چې د نړۍ له ښايسته ښارونو څخه دی، د اسټرالیا پلازمېنه ده. 

'ملبورن' او 'بريزبن' د اسټراليا له دوو نورو غوره او ښايسته ښارونو څخه دي.

 

۴. ايسلنډ

ايسلنډ چې يو هوار او سرسبزه هېواد دی او د همدې هوار کېدو له امله د کرنې او مالدارۍ لپاره دی، خو د دې تر څنګ په زياتو څېړنو کې دغه د نړۍ پر کچه تر ټولو امن  هېوادونو څخه هم بلل کېږي. ايسلنډ د اسټراليا او نېوزلنډ په شان د کورونا له څپې څخه خوندي او ارام هېواد ګڼل شوی دی.

 ايسلنډ هېواد چې د طبيعي او ګرمو اوبو زياتې چينې لري او دغو چينو طبيعت شين والي او ښکلا تر څنګ هوا هم لږ ګردش لرونکې کړې، چې د طبيعت زيات شمېر مينه وال هر کال له دغه هېواده ليدنه کوي.

 

۵. سويس

د سويس د ښکلا او ښايستونه په اړه به مو ارومرو اورېدلې وي او د سويس د ښکلاګانو انځورونه به مو هم ليدلي وي، خو د دې ښکلا او ښايستونو تر څنګ سویس هېواد د نړۍ پر سطحه يو له امن لرونکی هېوادونو په قطار کې حسابېږي.

 دغه هېواد د طبيعي ښکلاوو په درلودلو سره د نړۍ زيات شمير سيلانيان خپل ځان ته ورمات کړي او د سفر کولو لپاره تر ټولو امن هېواد ګڼل شوی دی.

 غرونه، سيندونه او د رېل ګاډو پټلۍ او... هغه څه دي چې دغه هېواد ته یې طبيعي ښکلا وربښلې ده. 

د يادونې وړ ده چې المان، ايټاليا، سويډن، ايرلنډ او سینګاپور پرله پسې هغه هېوادونه دي چې د نړۍ پر کچه  تر ټولو امن دي او هر کال زيات شمېر سيلانيان له دغو هېوادونو ليدنه کوي چې د دغو هېوادونو د عوايدو د لوړېدلو لامل کېږي.

 چې امن وي، سوله وي، نو د نړۍ هر هېواد د دا ډول ښکلاګانو درلودونکی دی، خو له بده مرغه د ګران افغانستان په شمول د نړۍ زيات شمېر هېوادونه د امنیت د نه شتون  له امله د ليدونکو او سيلانيانو د پام وړ نه ګرځي.

 

نوټ: هغه وېبپاڼه چې دغه څېړنه  پکې شوې ده لاندې يې نوم شته چې د لازياتو معلوماتو لپاره یې لوستلای شئ: 

 

Berkshire Hathaway Travel Protection

Related Articles

Apr 21, 2024
1,247 views

د دولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي:

ددولت دمالياتو سيستم په لاندي ډول دي: 1. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 1 افغانۍ څخه تر 5000 افعانیو پورې هېڅ ډول مالیات نه پرې وضع کیږي. 2. هغه کارمندان چې میاشتنی معاش یې له 5001 افغانۍ څخه تر 12500 افعانیو پورې وي (%2) مالیات پرې وضع کیږي....

Jan 18, 2022
1,923 views

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې س...

Apr 16, 2021
1,481 views

بوستان بد شکل و بی حال مطبوعات کشور

بوستان بد شکل و بی حال مطبوعات کشور مصطفی عمرزی در طی تحول نه چندان ناگهانی، در پهلوی سایر تغییرات و نمایشات، عرصه ی رسانه های کشور، به ویژه بخش مطبوعات، چنان دچار تغییر و سوء شکل می شود که بی مانند بود. صد ها نشریه و مجله در سال های اول حکومت بعد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...