لیکنه ـ ریاض مقامزی
کله چې د نړۍ د مشهور لیکوالو نومونه اخلو؛ نو پرته له شکه د "کافکا" نوم مو په لومړيو کې ذهن ته راځي. د نړۍ او په ځانکړې توګه د المان دا نامتو لیکوال په پراګ ـ چې په هغه وخت کې د اتریش یو ایالت و ـ وزېږېد. د خپل پلار توند خوی او ورسره ترینګلي اړیکې ددې سبب شوې، چې نوموړی ذهنا لویه شکنجه وويني او د عمر تر پایه ترې وځورېږي. نوموړي پخپل اثر "پلار ته لیک" کې د ژوند پر دې برخې مفصلې خبرې کړي دي او دا یې په ډېر ښه شکل واضح کړې، چې پلار یې د نوموړي خوښۍ څنګه له منځه وړي دي. په هر حال؛ تاسو به په دې لیکنه کې نوموړی لا ښه وپوهېږئ.
لنډ ژوند لیک
د الماني لیکوالو ددې سرلاري بشپړ نوم فرانز کافکا (Franz Kafka) دی. نوموړی په "۱۸۸۳ز" کال کې زېږېدلی. پلار یې یو سخت دریځی سوداګر و او له همدې کبله کافکا یو وېرندوکی او ډارن ماشوم و. دی به له خپل پلار څخه ډېر وېرېده. همدارنګه خپلې کورنۍ اشپزې هم خورا وېرولی و. کافکا به ددوی اشپزې تر ښوونځي رساوه او له نوموړي سره یې ډېر بد چلند کاوه. دا ټول هغه علتونه وو، چې کافکا یې ګوښه ګیر کړی و او تل به په وېره کې و. په لنډ ډول ویلای شو، چې خفګان، وېرې او تاوتریخوالي د کافکا د ماشومتوب دوران سخت ځپلی دی. هغه پخپله لیکلي: "اوس هم چې کله د ماشومتوب عکسونه ګورم، د خپل هر انځور په مخ کې هغه وېره او سختي وینم..."
د یادونې وړ ده، چې کافکا د خپلې کورنۍ لومړنی ماشوم و. درې خویندې یې په جګړو کې د کډوالو په کمپونو کې وژل شوې وې او دوه وروڼه یې په ماشومتوب کې مړه شوي وو.
د لوړو زده کړو په برخه کې یې باید ووایو، چې نوموړي د حقوقو په مسلک کې تر دوکتورا زدکړې کړې وې؛ خو د ادبیاتو پراخه مطالعه یې هم درلوده، چې همدې چارې د نوموړې قلمي قوت څو چنده ډېر کړی و.
د لیکوالۍ د سبک په اړه یې استاد مصطفی صفا لیکي: "کافکا د لیکوالۍ یو ځانګړی سبک لري. نوموړی په لیکنه کې خپل کلمات او عبارات د حقوقو او علم له ژبې څخه غوره کوي او پرته له دې چې شخصي احساسات پکې دخالت ولري، یو ډول کنایوي دقت ورکوي."
د کافکا مشهور آثار عبارت دي له: امریکا، مسخه، پلار ته لیک، فتوا، د کلي ډاکټر، د چین دېوال، ماڼۍ او ... دا چې نوموړي له ځوانۍ څخه د نري رنځ ناروغي درلوده؛ نو ډېر ژوند یې و نه شو کړای او په "۱۹۲۴ز" کال کې د "۴۱" کالو په عمر ومړ.
ویناوې
- یو احمق، یو احمق وي. دوه هم دوه؛ خو له لس زره احمقانو څخه یوه سیاسي ډله جوړېږي.
- څوک څه پوهېږي، کېدای شي دا نړۍ د کومې بلې نړۍ جهنم وي.
- خلک تل تیار دي، چې دویم ځلي وغولېږي.
- د ځان او نړۍ په جګړه کې د نړۍ پلوي وکړه.
- ذهن د پراشوټ غوندې دی. ترڅو چې پرانیستل نه شي، کار نه کوي.
- هغه څه چې خلکو ته د منلو وړ دي، مه ترسره کوه! هغه څه ترسره کړه چې سم دي.