To start downloading books

Please sign in or create an account.

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ... د نوموړي ژوند او فن تل له خنډونو سره مخ پاتې شوی، چي په دې لیکنه کې یې په اړه پوهېدای شئ. 

 

ژوندلیک

د روسیې د ریالیستیکو ادبیاتو ددې نومیالي شخصیت بشپړ نوم "الکسي ماکسیمو وېچ پشکوف" دی؛ خو د ادبیاتو په نړۍ کې یې خلک د ماکسیم ګورکي "Maxim Gorky" په نوم پېژني. نوموړی په "۱۸۶۸ز" کال کې د روسیې په "نیژني نوګرد" سیمه کې زېږېدلی. د نوموړي شخصیت ته خلک دومره په درنښت قایل دي، چې اوس یې د زېږېدو ښار د هغه  (ګورکي) په نوم نومولی دی.

لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه نوموړی یو تریخ ژوند درلود. داستان یې داسې دی، چې په ماشومتوب کې یې والدین مړه شول، ورپسې یې پالونکې (نیا) هم سترګې پټې کړې او مړه شوه. تر دې چې د روزنې مسولیت یې نیکه ته تر غاړې ووت؛ مګر غریبۍ او د ژوند ستونزو يې لمنه نه پرېښوده. آن ګورکي د ځان وژنې هڅه هم وکړه؛ خو وژغورل شو. ویل کېږي، چی نوموړي په دولس کلنۍ کې په سخت کارونه پیل کړل. بزګري، اسونه څرول، څوکیداري، د خلکو ډوډۍ پخول، جوالیتوب او نور ډېر شاقه کارونه يې په کم عمر کې وکړل.

د ژوند له ډېرو خوږو محرومیت د نوموړي په آثارو کې په خورا څرګند ډول تر سترګو کېږي؛ خو که ووایو، چې د ژوند ټولو ستونزو د هغه مخه و نشوای نیولای؛ نو مبالغه به مو نه وي کړي. هغه ددې ترڅنګ چې په نانوايۍ کې یې کار کاوه، د خپل مالک کتابتون ته یې هم لاسرسی پیدا کړ او ډېری کتابونه یې ولوستل. ویل کېږي، د نانوايۍ خاوند په ګورکي کې ځانګړی استعداد لیده؛ نو ځکه یې ورته اجازه ورکړه چې له کتابونو یې استفاده وکړي او نوموړی یې تعلیم ته ډېر وهڅاوه.

وروسته یې پوهنتون ته هم لاره ومونده او د وخت له نامتو لیکوالو سره اشنا شو. د ژوند دې ټولو تجربو له نوموړي یو ښه لیکوال جوړ کړ او د "په ژورو کې، مور، یواځیتوب، توپان د مرغه، زما پوهنځی، د مني یوه شپه، د لمر بچیان، اعتراف، زما خاطرې او ..." په څېر مشهور آثار تخلیق کړل.

له بې سارو ادبي پنځونو وروسته "ګورکي" په "۱۹۳۵م" کال کې د "۶۸" کلونو په عمر ومړ. البته ویل کېږي، چې مخالفینو یې زهر ورکړي وو.

 

ویناوې

  • مور او پلار یواځيني خلک دي، چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې د مننې تمه نه لري.
  • يو ښه معالم، په ورته وخت کې یو ښه شاګرد هم وي.
  • کله چې له خپلې دندې سره مینه ولرې، کار ساعت تېري (تفریح) وي.
  • د دولت له ګټلو څخه یې ساتل ګران دي.
  • ډېر کله چې انسانان په شخړه کې د حقیقت د کشف پر ځای د هغو پټولو لپاره وي.
Related Articles

د مڼې روغتيایي ګټې

د مڼو د ګټو په اړه مشهور خبره ده، چې: "د ورځې یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتګ ژغوري." رښتيا هم همداسې ده. ځکه چې مڼه ګڼې روغتيايي ګټې لري. د سامعې سیستم، د معدې ستونزې، کم خوني، د زړه ناروغۍ، روماتېزم او ډېرو نورو ناروغيو په مخنيوي کې مڼه رغنده رول لري. مڼه په ټوله نړۍ کې یوه مشهوره مېوه ده. ددې مېوې د ونې علمي نوم "مالوس دومستيکا" دی. له زرګونو ک...

د تور چای په اړه درې ناسم او څلور سم معلومات

د تور چای په اړه ګڼ شمېر ناسم معلومات یا خرافات ورکول کیږي، خو دغه چای د بدن داخلي برخو سربېره خارجي برخو ته هم خورا زیاته ګټه رسوي، دلته هغه ناسم او سم معلومات وړاندې کوو چې د تور چای په اړه خپاره شوي:ناسم معلوماتشین چای له تور چای څخه زیات ګټور دیدا یو ناسم تاثر ورکول کیږي چې شین چای له تور چای څخه غوره دی.په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر څیړنو او مطا...

د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبرﷺ داسي ځواب کـړې

  اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟ رسول الله ﷺ : په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.   زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟ رسول الله ﷺ : تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.   غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟ رسول الله ﷺ : قناعت کوه، مالدار به شې.   غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟ رسول الله ﷺ : خلکو ته ګټه رسوه.   غواړم چې عادل انسان شم؟ رسول الله...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....