To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,076
لرغوني ځایونه، چهل زینه

لرغوني ځایونه، چهل زینه

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه

کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د ګران هېواد افغانستان دا با ارزښته برخه زموږ له نور هېواد څخه جلا کړي، تل یې د دې ځای د بیا نیولو هڅه کړې وه او پردیو ته یې پرې نه ښودله، سر بېره پر دې کندهار زموږ د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر لرغوني او پخواني ځایونه لري چې یو له دې ځایونو څخه چهل زینه ده چې موږ په دې لیکنې کې ورباندې خبرې کړې دي.

 که تاسو هم غواړئ د دې لرغوني او فرهنګي ځای په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

چهل زینه چې د کندهار ولایت له لرغوني، دیني او فرهنګي ځایونو څخه یو ځای دی، دا ځای د ظهیر الدین محمد بابر شا د واکمنۍ پر مهال ۹۲۸ کال د کندهار له دویم ځل فتحې څخه وروسته د جوړېدو کار پیل شو او په ۹۵۳ کال کې یې وروسته له ۲۵ کلونو څخه د ځینو ستونزو له امله له یوې اوږدې مودې وروسته کار پای ته ورسېدو، د دې زینو د دواړو خواوو کټارې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ده د مېرمنې ملکه ثریا په واسطه جوړې شوې.

چهل زینه د کندهار ولایت لودیځې خوا د قیتول (سرپوزه) د غره پر سر موقعیت لري،

د دې فرهنګي ځای اصلي نوم رواق جهان نما دی خو اوس یې خلک د چهل زینې په نامه پېژني.

د دې ځای جوړښت په داسې ډول دی، د غر تر سر پورې د څلوېښت زینې جوړې شوې دي چې د زینو پر سر کې د یوه غار په څېر یوه خونه شتون لري، په دې خونه کې د هندي او اسلامي معمارۍ اصیلې بېلګې کارول شوې دي چې دې خونې ته یې ډېره ښکلا وربښلې ده

په دې ځای کې ډېرې کتیبې (هغه ډبرې چې ورباندې لیکنې شوې وي) پیدا شوې دي د فردوس مکاني بابر شا، میرزا کامران، میرزا عسکري او میرزا هندال په نومونو  پیدا شوې دي، وروسته له دې چې بابر مړ شو او زوی یې همایون واکمنۍ ته ورسېد، په دې وخت کې کندهار د صفویانو او ګورګانیانو تر منځ د جنګ په میدان اوښتی و، نو ځکه په دې کتیبو کې د همایون څخه یادونه نه ده شوې هغه لیکنې چې په چهل زینه کې پیدا شوې په نستعلیق لیک او پارسي ژبې باندې لیکل شوې دي چهل زینه له دريو برخو څخه جوړ شوی ځای دی دننه برخه، دا هغه ځای دی چې سر یې پټ دی مستطیلي شکل لري چې درې مېټره اوږدوالی او دوه مېټره بر لري، دویمه برخه چې د چهل زینې څخه بهر د یو کټ په بڼه کېښودل شوی دی، اوږدوالی یې تر پینځو مېټرو او لوړوالی یې تر څلورو مېټرو رسیږي، درېیمه برخه یې هم د یو تخت په بڼه جوړه شوې ده چې دا زینې یې له غره سره وصل کړې دي. 

چهل زینه هم د نورو لرغونو ځایونو په څېر د ویجاړېدو په حال کې دی هیله ده چې ورته پاملرنه وشي!

Related Articles

د ګیډې د درد لاملونه او درملنه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي، پڅ یا نا ښکاره درد وي، متناوب درد یا پر له پسې وقفې پېښېدونکی درد او یا تېره درد وي. د ګېډې درد ته انګریزۍ کې دو...

انلاین ډول ډاکټر څخه

د حبیب الله جبارخېل صاحبزاده په نوم يو #وطندار  داسې #اپلکېشن جوړ کړی چې په مرسته يې #افغانستان کې ناروغان کولای شي #ډاکټر سره په #انلاين بڼه وخت واخلي او دغه راز د #وینې #معاینات په هر #لابراتوار کې چې په ښه میتود او ارزانه قیمت ترسره کیږي، لاسرسی ولرئ. په دې اپلکېشن کې د #افغاني #روغتونونو په اړه معلومات هم موندلی شئ چې د کومو ناروغانو درملنه په...

د جهنم تل؟

د یمن ختیځ المهرة ولایت په صحرا کې د (برهوت) په نامه د څا په اړه بېلابېلې افسانې او کیسې دي او خلک پر دې اند دي چې دا د پېریانو استوګنځی و.   فرانس پرېس اژانس په خپل رپوټ کې ویلي،‌ باور دی چې د دغې لویې څا ژوروالی د ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو پورې دی او سور یې نژدې ۳۰ متره دی او له تل یې ډېر بد بوی راپورته کېږي.   یمني چارواکي لاهم نه پوهېږي چې د دې څا په...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....