که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

K
Ketabton
Author
Aug 08, 2020
5 years ago
3,138 views
که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.
ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.
په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.
په ورزشي او سپورټي فعاليتونو کې فوټبال، تکواندو، کانګفو او نور چې منظم قوانين او اصول لري ډېره ګټه کوي. ورزش چې څومره هلکانو ته ضروري دی هماغومره نجونو ته هم ضروري دی. نجونو ته هېڅ ډول زيان نلري په ډاډه زړه يې دې کوي. حتا پېغلې نجونې د مياشتنۍ ناروغي پر مهال هم خپل ورزشي فعالیتونه کولای شي.
په هنرونو کې موسيقي تر بل هر هنر د ماغزو پر ودې ژور اغېز لري ځکه نو د ماشوم روزنې کارپوهان سپارښتنه کوي چې ماشوم بايد د ژوند له لومړنۍ مياشتې څخه په منظمه توګه آرامه او که امکان ولري کلاسيکه موسيقي واوري. له درې کلنۍ وروسته بايد ماشوم ته د موسيقي يوه آله ورکړل شي چې ځان ورسره روږدی کړي. له پينځه کلنۍ وروسته بايد په مسلکي توګه د موسيقي د زدکړې څه ناڅه امکانات ورته چمتو کړل شي.
هغوی چې له مذهبي او يا کلتوري اړخه نه غواړي ماشومان يې موسيقي زده کړي او يا د موسيقي آلې وغږوي نقاشي او خطاطي يې مرسته کولای شي.
د چا چې يو هنر زده وي په سختو او ناوړه شرايطو کې ځان بوختولای او خپل غم غلطولای شي. دوی ډېر کم پر ژور خپګان او نورو اروايي ستونزو اخته کېږي.
زموږ د هېواد شرايطو ته په پام خپل اولادونه داسې څانګيزو او مسلکي زدکړو ته وهڅوئ چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورباندې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړای شي. د سيمه‌ييزو ژبو ادبيات، حقوق، تاريخ، او ورته نور د نړۍ په يوه بل ګوټ کې په درد نه خوري. هلته به ستاسو اولادونه مجبور وي له سره زدکړې وکړي او يا ټکسي وچلوي او په هوټلونو کې لوښي ومينځي. ډېری هېوادونه هڅه کوي خپل نوی نسل د خپل هېواد پر شرايطو برسېره د ټولې نړۍ لپاره وروزي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د ژوند کولو لپاره چمتو وي.

Related Articles

Feb 16, 2022
2,255 views

خواږه!

لیکنه ـ ریاض مقامزی حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني." ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ." کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغل...

Oct 02, 2021
2,646 views

خوندور افغاني خواړه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بل...

Jul 15, 2022
3,354 views

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,402 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,806 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...