لیکنه ـ ریاض مقامزی

حکایت دی، چې يوې مور خپل زوی ګاندي ته راوست او ورته ویې ویل: "دی خواږه/بوره خوري. ورته بدېږي؛ خو زما خبره نه مني. تاسو یې منع کړئ. ممکن خبره مو ومني."

ګاندي وویل: "یوه اونۍ وروسته راشئ."

کله چې یوه اونۍ وروسته مور او ماشوم راغلل. ګاندي ماشوم ته مخ کړ. ویې ویل: "مور دې سم وايي. بوره مه خوره! درته بدېږي." هلک یې خبره ومنله.

مور یې په تعجب وپوښتل: "نو ولې دې یوه اونۍ وروسته وغوښتلو!؟ دا خبره خو دې ورته هماغه ورځ هم کولای شوه."

ځواب یې ورکړ: "هو؛ خو هغه وخت ما پخپله بوره خوړله. نو شاید زما خبرو پرې تاثیر نه وای کړی."  

د حکایت درسونه  

له دې په زړه پورې حکایت څخه خورا لوی درسونه اخيستلای شو، چې ځينې مهم یې پدې ډول دي:

  • که غواړئ نور اصلاح کړئ، لومړی باید د خپل ځان په اصلاح لاس پورې کړئ. 
  • خبرې مو هغه وخت اغېز/تاثیر پيدا کوي، چې رښتوني اوسئ. 
  • تل لومړی پخپله هغه بدلون اوسئ، چې غواړئ په نړۍ کې یې وګورئ.  
  • که پخپله نشه یي توکي کاروئ او نه غواړئ اولادونه مو پدې توکو روږدي شي؛ نو مبارزه به مو ناکامه او یا هم نیمګړې وي. که غواړئ بريالي شئ نو لومړی پخپله له یادو توکو لاس واخلئ.
  • په نړۍ کې د هر بدلون پیل له ځانه کېږي. که ځان اصلاح کړئ نړۍ اصلاح کولای شئ.