د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 15, 2021
4 years ago
1,822 views
د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د "۲۰۲۱ز" کال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام بېګاه شپه پای ته ورسېد. ددې لوبلړۍ په ورستي پړاو کې د افغانستان په ګډون د دولسو "۱۲" هيوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې اسټرالیا او نیوزلینډ سره مخامخ شول. اسټرالیا وکولای شول په دې لوبه کې بریا خپله کړي او ددې کال اتلولي پخپل نوم ثبت کړي. خو په دې ټوله لوبلړۍ کې ځينو لوبغاړو وکولای شول تر نورو ډېرې منډې جوړې کړي، چې له ډلې یې د پنځو مخکښو لوبغاړو نومونه په دې ډول دي.

 

لومړی| بابر اعظم

د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي "بابر اعظم" په دې ټورنمینټ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. بابر اعظم وکولای شول په شپږو لوبو کې "۳۰۳" منډې ترلاسه کړي او په دې توګه یې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ. د منډو په دې ټولګه کې ۴ نیمه سلیزې هم موجودې دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې "۷۰" دي.

 

دویم| ډيویډ وارنر

د اسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز لوبغاړی "ډيويډ وارنر" په دې نړېوال جام کې دویم لوبغاړی شو، چې تر نورو یې ډېرې منډې جوړې کړي دي. نوموړی په "۷" پاڼيو (انینګز) کې ولوبېد او "۲۸۹" منډې یې جوړې کړې. په یوه پاڼۍ کې یې لوړې منډې (Runs) نهه اتیا "۸۹" دي. همدارنګه په ټولو لوبو کې یې اوسط "۴۸" منډې کېږي.

 

درېيم| محمد رضوان 

ورپسې د پاکستانۍ لوبډلې بل بریدګر لوبغاړی "محمد رضوان" په دې نوملړ کې درېيم مقام لري. نوموړي په شپږو پاڼيو کې د "۴۶،۸۳" منډو په اوسط لوبې وکړې او ډېر ښه وځلېد. په دې نړېوال جام کې یې د ټولو منډو مجموعه "۲۸۱" ده.

 

څلورم| بټلر

په څلورم مقام کې بیا د انګلستان هېواد پیاوړی لوبغاړی "جوز بټلر" دی. بټلر وکولای شول د "۲۶۹" منډو په جوړولو سره د پیاوړو لوبغاړو په دې لیست کې څلورم ځای خپل کړي. البته دا منډې يې په شپږو انینګزونو کې ترسره کړي دي. د بټلر د منډو اوسط "۴۴،۸۳" کېږي.

 

پنځم| اسلانکا

د "۲۰۲۱ز" کال نړېوال جام د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې پنځم نوم د سریلینکایي لوبغاړي "اسلانکا" دی. نوموړي د اته دېرش نیمو "38.5" منډو په اوسط سره لوبې کړي دي، چې د منډو مجموعه یې "۲۳۱" ته رسېږي.

Related Articles

Mar 27, 2021
2,026 views

مداخله ی آَشکار

مداخله ی آَشکار مصطفی عمرزی شواهد زیادی ارائه شدند که جزو روشنگری های ما ثابت می ساختند تلقی بر اساس متکلم، چه قدر سیاسی شده است. به یاد داریم که هنگام حاکمیت پنج درصدی مسعود- ربانی در سقوی دوم، یک تیم تاجکستانی، عازم کابل می شوند و با موافقت حکومت...

Dec 27, 2021
2,105 views

پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانو...

Dec 13, 2020
4,561 views

د ملګرو په انتخاب کې کومو ټکو ته پام وکړو!؟

دا چې انسان ټولنيز موجود دی نو تل له نورو سره اړيکو ته اړتيا لري. په دې ډله کې ملګري هم له يوه ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي. موږ او تاسو ټول له کورنۍ او خپلوانو وروسته، اړ یو چې له ځينو ملګرو سره هم اړيکې لرو. خو د ملګرو په ارزښت او د هغوی په ټاکلو کې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,495 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...