د تور چای په اړه ګڼ شمېر ناسم معلومات یا خرافات ورکول کیږي، خو دغه چای د بدن داخلي برخو سربېره خارجي برخو ته هم خورا زیاته ګټه رسوي، دلته هغه ناسم او سم معلومات وړاندې کوو چې د تور چای په اړه خپاره شوي:
ناسم معلومات
شین چای له تور چای څخه زیات ګټور دی
دا یو ناسم تاثر ورکول کیږي چې شین چای له تور چای څخه غوره دی.
په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر څیړنو او مطالعو موندلې چې چای د بدن لپاره ګټور څښاک دي، ځکه چې دا د زړه ناروغي، د وینې رګونو او د ځینې سرطان ناروغیو ګواښ کموي، دغه راز چای په مزاج او خوب ښه کولو کې هم مرسته کوي، هغه که تور چای وي یا شین.
د چای کڅوړه خطر دی
ویل کیږي، د چای کڅوړه (ټي بیګ) کې پلاستیکي کیمیاوي مواد موندل کیږي چې انسان ته ضرر رسوي، خو یوې لیکوالې په روسي ورځپاڼه کې ذکر کړي چې د ټي بیګ یا چای کڅوړې په اړه ګڼ شمېر پوښتنې راولاړې شوي، خو د باور لپاره یې طبي پوهان کوم کره دلیل نه لري، د چای کڅوړه او د پولیمور کاغذي کڅوړې د استعمال پرمهال کوم ډول کیمیاوي عکس العمل نه ورکوي.
د خوړلو ترڅنګ چای د هاضمې پروسه سوکه کوي
ګڼ شمېر وګړي باور لري چې د خوراک کولو سره چای څښل د هاضمي سیستم پروسه سوکه کوي، مګر چای او نور څښاک د خوړو ترڅنګ څښل کیدی شي، دا د معدې په انزایمونو او تیزابیت په اړه کوم اغیز نه لري.
خو بلخوا ګڼ شمېر څیړنې په دې باور لري چې له خوړو وروسته لږ تر لږه تر ۲۰ دقیقو باید له اوبو یا چای څښلو څخه ډډه وشي، ځکه دا پر معده او هاضمې سیستم ناسم اغیز کوي.
د تور چای په اړه څلور سم معلومات
د تور چای په اړه د سمو معلوماتو له مخې ګرم چای نه څښل دي، د چای په اړه پوهان سپارښتنه کوي چې باید ډیر ګرم ونه څښل شي، ځکه چې دا د مرۍ سرطان ګواښ زیاتوي، د ګرم چای څښونکي کسان دې د مرۍ سرطان انتظار وباسي.
هغه تور چای چې څو ورځې وړاندې چمتو شوی وي څښل یې نه دي په کار، باید هغه چای وڅښل شي چې تازه جوش شوی وي، لکه څنګه چې ویل کیږي، «زوړ چای د مار له زهرو ډیر خطرناک دی».
تور چای بدن کې په کلسیم او وسپنې اغیز کوي
له اندازې زیات چای څښل بدن کې د کلسیم او وسپنې کچه کمولی شي، دا د ګڼ شمېر ستونزو سربېره هډوکي کمزوري کوي.
غوره ده چې د شپې لخوا تور چای ونه څښل شي، ځکه چې دا د خوب ستونزې رامنځته کولی شي، چای د وګړو ترمنځ ډول ډول نسبي اغیز لري، (یعنې پر یوه کس بد اغیز کوي په بل نه)، هغه کسان چې د شپې تور چای څښل یې پر خوب ناسم اغیز کوي باید ډډه ترې وکړي.
د تور چای په اړه درې ناسم او څلور سم معلومات
Related Articles
ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟
لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟ له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ و...
د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین
د ژوند درې ډېر مهم او هر اړخیز قوانین ژوند د اصولو او قوانینو پر چوکاټ کې برابر او د دوی پر تطبیق ښه ښکاري، دا ټول قوانین چې اسلام او د بشر په لاس جوړ شوي دي یوازینی هدف یې په ټولنه کې عدالت، ثبات، امنیت او د هوسا او سولییز ژوند رامنځ ته کول او پرمخت...
حسن خاتمه ښه پایله
داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نوددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار په بدل کی باید دینه بدله وركړى شى جى داعقلی دلیل د م...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...