To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,578
څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

 

مینه د هر بل احساس په څېر هغه  احساس دی چې د هر نارینه او ښځینه په وجود کې شته دی او د وخت په تېرېدو سره پیاوړی کېږي. له هغه وخت څخه چې یو ماشوم وزېږېږي، کله چې وږی شي ژاړي، همدا ژړا یې هغه مینه ده چې د ماشوم او مور ترمنځ شتون لري. 

مینه یوازې دا نه ده، چې یو هلک به یې له نجلۍ سره لري او یا د یوې نجلۍ مینه له هلک سره، مینه بېلابېل ډولونه لري لکه، له خدای ﷻ سره مینه، له انسانانو سره مینه، له حیواناتو او داسې نور شیانو سره مینه کېدلای شي.

 موږ په دې لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپل عاشق/ معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړئ.

ډېری هلکان یا نجونې مئینېږي، خو د دې جرات نه لري یا نه پوهېږي چې څنګه خپله مینه مقابل لوري ته څرګنده کړي، نو د تل لپاره یې مینه همداسې نیمګړې پاتې کېږي، که تاسو هم له داسې ستونزې سره مخ یاست، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. د منونکو (تاییدی) جملو کارول

کله مو چې غوښتل خپل عاشق/ معشوقې ته خپله پټه مینه څرګنده کړئ لومړی باید د هغوی له هرې خبرې سره همغږي وښیئ، تر څو مقابل کس په دې پوه شي چې خبرې او پرېکړې یې تاسو ته د منلو وړ دي او درته ارزښت لري.

۲. وخت تېرول

کله چې غواړئ یو کس ته خپله مینه څرګنده کړئ، باید خپل ډېر وخت له هغه/ هغې سره تېر کړئ، له وخت تېرولو څخه مو موخه نږدېوالی نه دی، کېدای شي له لرې واټن څخه هم تاسو دا کړنه د ټلیفون له لارې ترسره  کړئ، تر څو ستاسو عاشق/ معشوقه په دې پوه شي چې تاسو غواړئ له هر چا څخه ډېر له دې یا ده سره وخت تېر کړئ.

۳. ډالۍ ورکړئ

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ډالۍ ورکول عامه خبره ده، هر څوک کولای شي خپلو ملګرو، خپلوانو، ټولګیوالو او داسې نورو کسانو ته ډالۍ ورکړي، نو تاسو هم کولای شئ چې د خپلې مینې د څرګندلو لپاره تر ټولو اسانه لار وټاکئ یعنې خپل عاشق/ معشوقې ته ډالۍ ورکړئ، اړینه نه ده چې دا ډالۍ د قېمتي وي اړینه داده چې داسې یو شی و اوسي چې ترې ګټه واخلي او له هر ځل ليدو وروسته یې تاسو په یاد شئ. 

۴. مرسته کول 

هڅه وکړئ چې تل په هغو کارونو کې چې دوی (عاشق/ معشوقې) ته ستونزمن وي ور سره مرسته وکړئ، په غم او خوښئ کې یې د ګډون هڅه وکړئ، تر څو دوی ستاسو په شتون کې د ارامۍ احساس وکړي.

کېدلای شي د دې ټولو کړنو تر څنګ د مینې د څرګندولو نورې لارې هم شته وي، خو موږ په یادې لیکنې کې تاسو ته هغه اړینې کړنې یادې کړې دي، چې په تر سره کولو سره به یې ارومرو ستاسو عاشق/معشوقه ستاسو مینې ته متوجه شي او یو عکس العمل به وښیي.

Related Articles

مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غو...

د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

د خوشحاله خلکو د خوښۍ راز څه دی؟ تاسو به فکر کوئ، چې هغوی ډېرې پیسې لري او هر څه چې یې زړه وغواړي ترلاسه کوي يې. که تاسو په همدې نظر یئ باید پوه شئ چې په غلطه یئ. هېڅکله هم مه هېروئ؛ خوښي کوم ځای نه دی، چې څو ورشئ او نه هم کوم څيز دی، چې ترلاسه یې کړئ بلکې خوشحالي یو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ، لیکنه تر پايه ولولئ.  د...

The Life and Legacy of our Beloved Prophet Muhammad (Peace Be Upon Him)

Millions of people all across the world continue to be inspired by the amazing journey that was the Prophet Muhammad's (peace be upon him) life. His life is a tribute to faith, kindness, and unshakable dedication to the divine message. He was born in Mecca in the year 570 CE. Early Years and Divine Revelation Early in childhood, Muhammad (PBUH) s...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...