لیکنه ـ ریاض مقامزی
په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر آرام یئ او خپل وجدان به مو هېڅکله نا راحته نه کړي.
تاسو همدا اوس دا راز لولئ. ددې راز پر مټ کولای شئ، نړۍ بدله کړئ؛ خو په دې شرط چې ددې لیکنې پر اصلي مفهوم پوه شئ او پر لارښوونو یې عمل وکړئ. راځئ چې دا "راز" درته ووایم.
حکایت دی، چې پر یوه قبر لیکل شوي وو: "چې ماشوم وم، غوښتل مې نړۍ بدله کړم. کله چې عمر مې لږ ډېر شو، نړۍ راته لویه ښکاره شوه او د خپل ملک د بدلون په فکر کې شوم؛ څو کلونه وروسته ملک هم لوی راښکاره شو. په پاخه عمر کې مې فیصله وکړه، چې کورنۍ به مې بدلوم؛ خو اوس چې د قبر پر څنډه ولاړ یم پوه شوم، چې که په اوله ورځ مې ځان بدل کړی وای، نو د نړۍ بدلون به ممکنه شوې وای."
که ددې کیسې اساسي موخې ته ځير شو، ډېرې مهمې خبرې راته لري. انسان د نړۍ بدلون پر ځای باید د ځان بدلون ته فکر وکړي او په دې توګه کولای شي ټولې نړۍ ته هم بدلون ورکړي. زه پخپله پر دې باور یم، چې د نړۍ (د ځمکې کره) ترڅنګ نورې کوچنۍ نړۍ هم شته. ویلای شم هر انسان پخپل ځانته یوه کوچنۍ نړۍ لري، چې په دې کې ددې شخص ذوقونه، هیلې، اړیکې او نور مسایل شاملېدای شئ. د ځان بدلون د همدې نړيو بدلون هم دی او د لویې نړۍ بدلون هم پکې راتلای شي. د ښه وضاحت لپاره دا څو مثالونه راوړو.
مثلا تاسو د ځان بدلون ته کار کوئ او په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودرېدئ. له دې وروسته تاسو کولای شئ، چې پخپلو مصارفو یو ښوونځی جوړ کړئ او په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. همدارنګه مدرسې، کلینکونه او نور عام المنفع ځايونه هم جوړولای شئ. یا هم تاسو ښې زده کړې وکړئ او هڅه کوئ، نورو ماشومانو ته تدریس وکړئ او هغه څه نورو ته انتقالوئ، چې ستاسو زده دي، په دې توګه د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. یا هم تاسو په اخلاقي لحاظ ډېر خوش اخلاقه یئ او نور خلک له خپلو اخلاقو متأثره کوئ، په دې توګه نور خلک هم هڅېږي چې خپل اخلاق سم کړي له همدې امله د نړۍ په بدلون کې برخه اخلئ. نو اوس خو به پوه شوي یئ، چې د نړۍ بدلون له خپله ځانه پیلېږي. د یو پوه انسان (؟) وینا ده، چې پخپله هغه بدلون اوسئ، کوم چې په نړۍ کې یې غواړئ.
په هر حال ډېرې خبرې دي، چې باید وشي؛ خو زموږ وړاندیز دا دی، چې لومړی هڅه وکړئ خپل ځان بدل کړئ ترڅو د نورو د بدلون ځواک ومومئ. دا لارښوونې تل په یاد ولرئ.
- په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو ودرېږئ تر څو نورو سره د مرستې جوګه شئ.
- تل له نورو سره ښه رویه وکړئ.
- هر څه چې مو زده وي، تر نورو یې ورسوئ.
- په عامه کارونو کې رضاکارانه ونډه واخلئ.
- تل نېکي وکړئ، آن که ډېر وړه هم وي.
- همېشه مسک اوسئ.
- په خوښۍ او غم کې د نورو ترڅنګ ودرېږئ.
- انسانیت د خپل ژوند تګلاره وټاکئ. دا ځکه چې اسلام پخپله د انسانیت پیغام له ځان سره لري.