جسدونه څنګه مومیایي کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 05, 2021
4 years ago
2,629 views
جسدونه څنګه مومیایي کېږي؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر

مومیايي کېدنه، چې په انګلېسي کې یې "mummification" بولو، یوه ځانګړې پروسه ده؛ خو مخکې له دې چې په مومیایې کېدنې وغږېږو لومړی هغه کېمیاوي مواد چې مړي به پرې مومیایې کېدل پېژنو:

 

لومړی| Linen

مړی به په طبیعي مالګه کې کېښودل کېده او تر څلويښتو کالو پورې به په همدې مالګه کې پروت و، تر څو وچ شي، وروسته له څلوېښتو کالوڅخه به د مړي عضلات وچ شوي وو او هیڅ کوم نم یا رطوبت به پکې شتون نه درلود. وروسته له دې به یې په کتان ټوټه کې پوښاوه ځکه کتان د رطوبت ښه جذبوونکې ده او ژر نه خرابېږي او همدې ټوټې ته Linen ویل کېږي.

 

دویم| Sawdust

دا کلمه (Sawdust) بور ته استعمالېږي. بورد اصلا د لرګیو مېده ګي ده. ځينې وخت به یې مړي مخکې له دې چې په linen یا کتان کې راتاو کړي په بور به یې هم پوښاوه.

 

درېيم| lichen

یا ډبرګلی، beeswax یا د شاتو د مچیو په واسطه تولید شوي واکس، کنډ، د "natron" په نوم منرال، او د نیل د رود خټه هم د مړي په مومیایي کولو کې کارول کېده.

 

مومیا چاته ویل کېږي؟

مومیا له هغه مړي (انسان یا ژوی) څخه عبارت دی، چې د بدن نرم انساج یې یا په قصدي او یا په تصادفي ډول په کیمیاوي موادو محفوظ شوي وي. د مومیایي کېدو له امله بدن یخ، د لوندوالي او له هوا سره د تماس څخه ساتل کېږي او کله چې بدن سوړاو وچ وساتل شي له خرابېدو څخه هم ژغورل کېږي. ځینې مؤلفین د کیمیاوي موادو په واسطه مومیایي کېدنه ردوي؛ خو د مومیایي کېدو لفظ د "۱۶۱۵" میلادي کال څخه را پدېخوا هغو مړو ته چې د کېمیاوي موادو په پوښېدو سره ېې د بدن رطوبت له لاسه ورکړی وي کارول کېږي. د نړۍ په ډېرو لویو وچو کې د ژویو او انسانانو داسې مړي موندل کېږي، چې مومیاي شوي وي. شونې ده، چې دا انسانان او ژوي د غیر معمول څرنګوالي له امله د طبیعي ساتنې په واسطه مومیایي پاتې شوي وي او یا هم د انسان په لاس د جوړو شویو موادو په واسطه. له یو میلیون څخه زیات مومیایي شوي مړي په مصر کې موندل شوي، چې ډېری یې پيشوګانې دي. د مصر ډېری مومیایي شوي ژوي sacred ibis هم دي، دا یو ډول مرغان دي او د radiocarbon dating څخه داسې ښکاري چې د میلاد څخه د ۴۵۰ څخه تر ۲۵۰ کاله وړاندې پورې اړوند دي. د Radiocarbon dating څخه موخه هغه میتود دی، چې د یو غضوي توکي د عمر د معلومولو لپاره له radiocarbon څخه کار اخیستل کېږي. دې تخنیک ته د لومړي ځل لپاره د Willard libby په واسطه د شیکاګو په پوهنتون کې پرمختګ ورکړل شو. برسېره د مصر له مومیا څخه د امریکا او اسیا وچ اقلیم لرونکې سیمې ځينې داسې ځانګړتیاوې لري چې مومیايي کول پکې د ځینو لرغونو فرهنګونو څخه راپاتې وي. په هر حال د مویایي شوي جسم په ساینسي ډول څېړنه د لومړي ځل لپاره په "۱۹۰۱م" کال د قاهرې په یو طبي ښوونځي کې د ځینو پروفیسورانو له خوا ترسره شوه. د یو مومیایي شوي جسم لومړنۍ X-ray په "۱۹۰۳م" کال کې تر لاسه شوه.

Related Articles

Mar 08, 2021
4,953 views

څنګه کولای شو صبر ولرو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل خورا مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي مو به ساتلې وي او چې ذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کوم څیز...

Sep 11, 2022
2,131 views

د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

پـــوهـــــــــــندوى مـستعلى ( نيازي )  د ښوونې او روزنې پوهنځى استاد    د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه        لنډيز :    د لغمان نوم د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو ثبت شوي او د نړى  لويو فاتيحو لکه سکندر مقدونى ، گوډتيمور ، بابر او نور له دي...

Nov 17, 2021
2,161 views

د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه هغه چاره ده، چې انسان پرې په بېلابېلو برخو کې خپل فکر ته هر اړخیز معلومات ور سپاري او په دې توګه یې نړۍ لید پراخېږي. هغوی چې ښه او معناداره مطالعه کوي په فکر، رفتار او خبرو کې یې ځانګړی توپیر رامنځته کېږي او خلک یې لیدلو ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,771 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,054 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...