د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

i
imranghani
Author
Dec 23, 2021
4 years ago
2,573 views
د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

لیکنه: شکېبا نادري

د پیازو د پوستکي په واسطه د وېښتانو رنګول

 

د ډېریو خلکو خوښېږي چې خپل وېښتان رنګ کړي، خو رنګ د وېښتانو لپاره ډېر زیانونه لري، د وېښتانو طبیعي ښایست له منځه وړي، ځکه د رنګونو په جوړښت کې له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، دغه رنګونه د دې لامل کېږي چې وېښتان بې وخته سپین شي، کم شي او ان د ځینو وېښتانو سره د حساسیت له امله د پوستکي بېلابېلو ناروغیو لامل هم کېږي، نو که غواړی چې ښایسته وېښتان ولرئ، د دې مصنوعي رنګونو پر ځای د طبیعي نګریزو او یا د پیازو له پوستکي څخه کار واخلئ!

موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپل وېښتان د پیاز پر پوستکي سره رنګ کړو، که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، چې څنګه مو وېښتان پر طبیعي بڼې او پرته له زیان څخه رنګ کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

دا به مو ډېر اورېدلي وي، چې پیاز د وېښتانو د پیاوړتیا لپاره ډېر ګټور دي. 

که غواړئ له دغې ګټورې لارې څخه مو د وېښتانو ښایست دوه برابره کړئ، لاندې لارښوونې پلي کړئ.

 

د اړتیا وړ توکي 

* سل ګرامه د پیاز پوستکي

* یو ګیلاس (دوه سوه میلي لېټره) 

اوبه

* دوې کاشوغې ګلیسرین

 

د رنګ جوړول

لومړی د پیازو پوستکي په یوه کوچني لوښي کې واچوئ او دومره اوبه چې د پیازو پوستکي ټول پکې پټ شي ورواچوئ او اووه دقیقې یې جوش کړئ، وروسته دوې کاشوغې ګلیسیرین هم ورواچوئ، ګلیسیرن او یاد مواد ښه سره ګډ کړئ، وروسته له یو څو شېبو د لږ پختې او یا د وېښتانو د رنګولو د برس په واسطه یاد مواد پر خپلو وېښتانو ووهئ او ځان ډاډه کړئ، چې د وېښتانو کومه برخه مو له رنګ څخه پاکه نه ده پاتې شوې، کله مو چې وېښتان ټول رنګ کړل یو نیم ساعت یا دوه ساعته یې همداسې پرېږدئ، دا وخت په تاسو پورې تړوا لري، که غواړئ چې د وېښتانو رنګ مو روښانه وي، یو یا یو نیم ساعت وروسته مو خپل وېښتان ووینځئ او که غواړئ چې د وېښتانو رنګ مو ډېر تور شي، نو وروسته له دوو ساعتونو څخه مو خپل وېښتان په تودو اوبو او شامپو ووینځئ، دا رنګ د رنګېدو تر څنګ ستاسې د وېښتانو جلا او ښایست دوه برابره کولای شي، نو تاسو هم کولای شئ خپل وېښتان د یادو لارښوونو په واسطه رنګ او ښایسته کړئ.

Related Articles

Dec 26, 2020
2,772 views

لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوج...

Oct 13, 2025
842 views

یو خوایزه مینه

ولې مینه کله نا کله یو طرفه وي؟مینه تل د دواړو د زړه خبره نه ده — ځینې وخت یو څوک ډېر احساس لري، خو مقابل لوری ورته هماغه احساس نه لري. دا له څو لاملو څخه پیدا کېږي:   ۱. د احساساتو نابرابريهر انسان د مینې د درک، عاطفې او ژورتیا په کچه کې توپیر لري...

Mar 13, 2021
2,625 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی په دې ليکنه کې د لامارتين (Lamartine) په ويناوو کې د ژوند درسونه لولئ. نوموړی د فرانسې د لوی ليکوال، سياستوال او شاعر وو. ۱ـ “تر ټولو نږدې شی مرګ دی او تر ټولو لرې هيلې او اميدونه دي.” انسان د خپل عجيب خاصيت له مخې تل خپل نږدې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...