د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 01, 2022
4 years ago
3,061 views
د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د ژمي په رارسېدو سره په بازارونو کې د ټېپرو شتون او خرڅلاو هم محسوسېږي. په دې موسم کې له مهمو او ګټورو خوړو څخه یو هم ټېپر دي، چې په ځينو سیمو کې یې شلغم بولي. دا د هغو سبزیو له ډلې ده، چې اکثره خلک یې د روغتيايي ګټو په خاطر خوري. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې د ټېپرو د روغتيايي ګټو په هکله مهم او موثق معلومات چمتو کړو.  

شلغم

دا په هغو سبزبو کې شاملېږي، چې له اوړي وروسته پخېږي. البته شلغم نه یوازې په پوخ کړای شوې بڼه؛ بلکې په خام ډول هم خوړل کېږي. همدارنګه د انسانانو ترڅنګ د حيواناتو لپاره هم ګټور دي او ځينې خلک د ټيپرو پاڼې، ساقه او ريښې حيواناتو ته ورکوي، ترڅو ښه وده وکړي. دا سبزي بېلابېلې بڼې لري، چې مهم یې له بنفش، سور او شنو ټېپرو څخه عبارت دي. له ټېپر سره ـ سره پاڼې، ساقه او رېښې یې هم له ګټورو مغذي موادو څخه ډک دي.  

د شلغمو غذايي ارزښت

ټېپر د هغو مغذي موادو یوه ښه منبع ده، چې بدن ورته اړتیا لري. که څه هم په شلغم کې کالوري کمه وي؛ خو د مغذي موادو یوه بډایه سرچینه ده. د څېړنو پر اساس د "۱۳۰" ګرامه شلغمو غذايي ارزښت په دې ډول ښودل شوی.  

  • کالوري ـ ۳۶
  • کاروبوهایدرايت ـ ۸ ګرامه
  • فایبر ـ ۲ ګرامه
  • پروټين ـ ۱ ګرام
  • ويټامين سي ـ ۳۰ سلنه (په ورځني ډول د انسان د بدن اړتیا ته په کتو)
  • فولاد ـ ۵ فیصده
  • فاسفر ـ ۳ سلنه  
  • کلسیم ـ ۳ فیصده  

جالبه لا دا ده، چې د ټيپرو پاڼې هم نسبتا د ټيپر په اندازه د مغذي موادو سرچینه ده. نو هڅه وکړئ په سلاد کې د ټيپرو پاڼې هم وکاروئ او خورئ یې.  

د شلغمو روغتيايي ګټې  

لکه د نورو ټولو سبزیجاتو/خوړو ټېپر مو هم له ګڼو روغتيايي ګټو څخه برخمن کولای شي. د وروستيو ترسره شوو څېړنو پر اساس د ټېپرو عمده روغتيايي ګټې عبارت دي له:  

لومړی| د سرطان ضد خاصیت لري

شلغم په کافي اندازه ويټامین سي (C) لري، کوم چې په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخنیوی کوي. همدارنګه د ګلوکوزینولات يوه سرشاره منبع هم ده. دا ماده هم کولای شي، چې په بدن کې د سرطاني تحرکاتو مخه ډپ کړي. ددې موادو په مرسته انسان د سرطان له بېلابېلو ډولونو څخه په امان کېدای شي.  

دویم| د وینې شکر کنټرولوي

د وینې د قند کنټرول ټولو انسانانو او په ځانګړې توګه هغو کسانو لپاره مهمه ده، چې د شکر ناروغي لري. په داسې حال کې چې پر موږکانو ترسره شوو څېړنو ښودلې، چې ټېپر د شکر ضد اثرات لري. یادې څېړنې ثابته کړې ده، چې ټيپر کولای شي، په وینه کې د شکر (قند) متوسط وساتي. له همدې امله روغتياپالان د شکر ناروغۍ درلودونکو ته د ټېپرو خوړلو توصیه هم کوي.  

درېيم| د التهاب ضد دي  

د التهابي ستونزو او ناروغيو په مخنیوي کې د ټېپرو رول خورا بارز دی. ددې چارې لامل په شلغمو کې موجود گلوکوزینولات، آرولکسین او ځینې نور مواد بلل کېږي؛ نو د التهاب څخه د مختیوي لپاره باید هڅه وکړئ، چې ټېپرو ته پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.  

څلورم| د حمل په وخت کې ښه خواړه دي  

دا چې د امیدوارۍ پر مهال د میندو بدن اوسپنې ته زیاته اړتیا لري، نو ځکه ورته روغتياپالان د لوبیا، کدو او ځينې نورو غذايي موادو د مصرف سپارښتنه کوي. په ورته وخت کې د اسید فولیک ترلاسه کول هم اړین بلل کېږي. کوم چې په ټېپرو کې موجود دي. نو پر همدې اساس که امیدوارې ښځې پخپل غذايي رژيم کې ټيپر ځای کړي، ښې پایلې به ولري.  

پنځم| د هاضمي سیسټم پیاوړتیا

فایبر کولای شي د انسان د هاضمي سیسټم د چارو په ښه والي کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې ۱۳۰ ګرامه شلغم د ۲،۳۴ ګرامه فایبر لرونکي وي. نو له همدې امله ستاسو هاضمي سیسټم له شلغمو سره خوښ/راحت وي. البته یوازې معده نه، بلکې غټې کولمې او د هاضمي سیسټم نورو غړو ته هم ټيپر ګټه رسوي.  له دې ټولو سره سره دا ګټې هم د یادولو وړ دي:  

• د پوستکي او ويښتانو سلامتیا

• د وینې د کمښت مخنیوی

• د هډوکو له رژېدو/کمزوري کېدو مخنیوی

• د وزن په کنټرول کې ګټور ثابتېږي او ...

Related Articles

May 23, 2021
2,097 views

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن...

Oct 04, 2021
4,846 views

د ډينګي ناروغي

ژباړه ـ ریاض مقامزی نړۍ له بېلابېلو رواني، جنسي او جسمي ناروغيو ډکه ده. پخوا به آن ډېرو عادي ناروغيو هم خلک وژل، ځکه چې په طبابت کې د پام وړ پرمختګ نه و شوی؛ خو له نېکه مرغه اوسنی عصر د نورو برخو ترڅنګ په طب کې هم د پرمختګ او ودې زمانه بلل کېږي، چې...

Apr 23, 2024
1,760 views

ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

زیاتره کسان پوښتنه کوي چي ګرین کارټ لاټرۍ د ثبت نام څخه تر امریکا پوري څومره لګښت لري ؟ جواب: د ګرین کارټ لاټرۍ مصرف باید له دریو اړخونو وڅېړو لکه: د ثبت نام لګښت، تر کامیابۍ وروسته لګښت او د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت. ۱- د ثبت نام لګښت: د امریک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,757 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,042 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...