To start downloading books

Please sign in or create an account.

ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

ګرین کارټ لاټرۍ مصارف او معلومات

زیاتره کسان پوښتنه کوي چي ګرین کارټ لاټرۍ د ثبت نام څخه تر امریکا پوري څومره لګښت لري ؟

جواب: د ګرین کارټ لاټرۍ مصرف باید له دریو اړخونو وڅېړو لکه: د ثبت نام لګښت، تر کامیابۍ وروسته لګښت او د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت.

۱- د ثبت نام لګښت:

د امریکا وزارت خارجه ویب سایټ کي د ثبت نام لپاره هیڅ فیس نه اخیستل کیږي، یعني ګرین کارټ لاټرۍ ته ثبت نام په وړیا (مفت) ډول کولی سئ، چي ما یې د ثبت نام په اړه ښوونیزه ویډیو هم جوړه کړې ده کولی سئ هغه وګورئ 👇
https://youtu.be/ZCC5sPNabvE

پیاد ولرئ چي د ۲۰۲۶ کال لاټرۍ لپاره ثبت نام د روان ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کي شروع کیږي او یوه میاشت دوام کوي. 

۲- په لاټرۍ کي تر کامیابۍ وروسته لګښت:

په عمومي توګه د ګرین کارټ لاټرۍ مصارف د لاټرۍ تر ګټلو وروسته شروع کیږي.
هغه کسان چي دا لاټرۍ ګټي باید لاندي کارونه ترسره او لګښت یی پر غاړه واخلي:

* ګټونکی شخص سمدستي باید Ds260 فورم ډک کړي، چي ما یې مخکي په اړه لارښووني لیکلي دي👇
https://www.facebook.com/share/p/K5QSjuCckHgrhfQF/?mibextid=oFDknk

دا فورم وړیا (مفت) ډکولی سئ، خو د فورم ډکول ډېر دقت، فکر او خاص مهارت ته ضرورت لري، په نوموړي فورم کي یوه کوچنۍ غلطي هم ستاسو راتلونکي مرحلې د مشکل سره مخ کوي او کېدای سي بیخي د مرکې لپاره بلنه درنکړي. نو په کار داده چي په دې اړه په یوټیوب کي انګلیسي، دری او پښتو ژبه ښوونیزي ویډیوګاني پیدا کړئ او د لارښوونو څخه یې ګټه واخلئ. 

* خپل اسنادونه لکه: پاسپورټ، الکترونکي تذکره، تولد خط، نکاح خط، د مکتب شهادت نامه باید اماده او په وزارت خارجه کي ټاپه کړئ، همدارنګه کوم اسنادونه چي انګلیسي ترجمې ته ضرورت لري، هم باید وژباړل سي، چي دا ټول یوه اندازه مصرف ته ضرورت لري.

* دا چي اوس مهال په افغانستان کي د امریکا سفارت بند دی، نو د مرکې لپاره مجبور یاست چي پاکستان یا هم کوم بل هیواد ته مراجعه وکړئ، مثلا د مرکې لپاره پاکستان انتخابوئ، نو د هغه هیواد وېزه، سفر کول او هلته د لنډ مهال لپاره پاته کېدل هم یوه اندازه مصرف ته ضرورت لري.

* د امریکا سفارت ته  تر تګ مخکي باید صحي معاینات وکړئ، چي د هر شخص د معایناتو او واکسینونو مصرف شاید فرق وکړي، خو په عمومي توګه د هر نفر صحي معاینات د 270 څخه تر 300 ډالر پوري لګښت لري، چي په دې اړه به په راتلونکي کي پوسټ کي مکمل معلومات درته ولیکم ان شاء الله.

* امریکا سفارت ته د تګ پر وخت هر شخص مکلف دی چي د وېزې او مرکې په موخه 330 ډالر تحویل کړي.

۳- د وېزې تر اخیستلو وروسته لګښت:

د وېزې تر اخیستلو وروسته د طیارې ټکټ او امریکا ته تر تګ وروسته د کور کرایه، خوراک څښاک او د ژوند نور سهولتونه برابرول ټول د لاټرۍ ګټونکي پر غاړه دي چي په دې باره کي د امریکا حکومت د هیچ چا سره مالي کومک نه کوي، دا ځکه چي ګټونکي ته سمدستي ګرین کارټ او په امریکا کي د کار اجازه ورکول کیږي، ترڅو هلته کار وکړي او خپل ټول مصرفونه خپله پوره کړي. 

که په لنډ ډول ولیکم: هر ګټونکی شخص د اسنادونو له جوړېدو څخه د طیارې تر ټکټ پوري تقریباً 3 زره ډالر یا هم تر دې کم و زیات مصرف لري، ترڅو امریکا ته ورسیږي.

—————————————————————————
که د ګرین کارټ لاټرۍ اړوند کوم نظر او پوښتنه لرئ؛ په کمینټ کي یې راته ولیکئ👇
Muzamil irfan AFG

Related Articles

یوه جمله!!!

حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند کړي. مېرمن يې چې په اشپزخانه کې بوخته وه، د بوتل بندول هېر کړل.   د دوی زوی چې دغه وخت دوه کلن و،...

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدلې شي. نو پدې لیکنه کې هڅه شوې چې تاسو ته ځينې مهمې لارښوونې ولرو، ترڅو صحت، صورت او ژوند مو سالم پات...

هغه وخت رایاد شو خو اوس هغه شور او هاها نشته!

یو وخت مو داسې شورماشور او هاها جوړه وه چې نن یې ارمان راشي پلار به را ګټله موږ به خوړه خو نن د زده کړو او دندو له امله، ورورنه له ما، زه له ورورنو او پلار له زموږ ټولو، داسې سره لرې لرې شوو چې اوس یې راته زغمل سخت دي په یاد مو وي چې کورنۍ تر هر څه ارزښتمنه ده زه بیا شکر تر ټولو شتمن یم پلار مې ژوندی، دوه میندې، شپږخویندي او شپږ ورونه لرم هېر مې نه...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....