هغه نزاکتونه چې مېلمه باید پام ورته وکړي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 08, 2022
4 years ago
2,456 views
هغه نزاکتونه چې مېلمه باید پام ورته وکړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

انسان د خپل ټولنیز ژوند له کبله مجبور وي، چې په بېلابېلو مجالسو کې ګډون وکړي او له بېلابېلو خلکو سره اړیکې ولري. له همدې امله ځينې وخت د نورو کره مېلمه کېږي هم؛ خو دا باید هېره نه کړو، چې هر ځای تلل خپل اصول، آداب او نزاکتونه لري. نو که تاسو هم چا کره مېلمانه کېږئ، دا لارښوونې حتما عملي کړئ.  

لومړی| ځان ډاډه کړئ!

تر هر څه لومړی باید د کوربه پر وضعیت ځان ډاډه کړئ. په دې برخه کې څو خبرې مهمې دي. لومړی باید وپوهېږئ، چې مېلمه په اقتصادي لحاظ دې ته چمتو دی او که نه، چې ستاسو کوربتوب وکړي. که مقابل لوری بد اقتصادي حالت لري، نو له ورتللو ډډه وکړئ او یا هم په داسې وخت کې ورشئ، چې پر مصارفو مجبور نه شي.

په دویم قدم کې د مېلمه پر اوزګارتیا/نا اوزګارتیا ځان وپوهوئ. ددې ګټه دا ده، چې تاسو به د نورو ورځني فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره نه وي مخ کړي. همدارنګه پر دې هم پوه شئ، چې کوربه مو د مېلمنو لپاره ځای لري او که نا. دا ټول هغه مسایل دي، چې باید له وړاندې پرې ځان پوه کړئ.  

دویم| یو څه ور وړئ!

که تاسو چا کره مېلمانه کېږئ، نو حتما یو څه له ځان سره یوسئ. په ځانګړې توګه که مېوې وروړئ نو ډېره به ښه وي؛ خو په دې شرط چې ستاسو اقتصادي وضعیت هم لږ ښه وي او دا چاره ستاسو نور مهم کارونه له خنډ سره نه مخ کوي. نو د یو ښه مېلمه په توګه تش لاس مه ورځئ!  

درېیم| کور ته په داخلېدو کې احتیاط وکړئ!

کله چې د کوربه مېنې (کور) ته ورسېدئ، نو کور ته یې په داخلېدو کې باید پام وکړئ. لومړی پرېږدئ چې کوربه داخل شي. د نوموړي له داخلېدو وروسته تاسو راسا مه ځئ. باید وپوښتئ "درشم؟" که ځواب یې هو وي نو بیا ورشئ؛ خو پرته له دې چې هاخوا دېخوا نظر واچوئ. راسا د مېلمه پل تعقیب کړئ او په هغه پسې ولاړ شئ.  

څلورم| د کوربه په خوښه ځای وټاکئ!

کله چې حجرې/کوټې ته داخل شوئ، نو منتظر شئ، چې کوربه تاسو ته د کښېناستلو ځای وټاکي. کله چې کوربه له تاسو څخه په کوم ځای کې د کښېناستلو غوښتنه وکړي هملته کښېنئ. ددې کار حکمت دا دی، چې شاید کوربه غواړي د کور ځینو ساحو ته ستاسو شا کړي او ستاسو د سترګو له نظره لرې وساتي؛ نو پر دې اساس پرېږدئ چې کوربه درته ځای وټاکي.  

پنځم| تجسس مه کوئ!

په حجره کې تر ناستې وروسته، هغه پوښتنې هېڅکله مه کوئ، چې مهمې نه وي. "کور مو خپل دی؟"، "ولې مو دلته کور جوړ کړی؟"، "د کوټې رنګ ولې داسې دی؟" او ورته نورې پوښتنې مه کوئ. شاید د اعتماد/اړیکې په جوړېدو سره کوربه پخپله دا ټولې پوښتنې درځواب کړي. همدارنګه خپل نظر تر کنټرول لاندې وساتئ. په ځانګړې توګه هغه طرف ته بېخي مه ګورئ، کومه خوا چې د کور خونې/اطاقونه وي.  

شپږم| د خوړو ستاینه وکړئ!

که ډوډۍ مو وخوړه؛ نو د خوړو د خوند ستاینه حتما وکړئ. دا کار کوربه ته خوښي ورکوي او ستاسو د بیا راتلو هیله به کوي. که د خوړو ستاینه کوئ ستاسو هېڅ هم نه کمېږي؛ مګر برعکس یو یا څو انسانانو ته خوښي ورکوئ.  

اووم| مننه ترې وکړئ!

د تللو په وخت کې د کوربه د ټولو زحمتونو قدردانی وکړئ او ډېره مننه ترې وکړئ. همدارنګه د زحمتونو بخښنه هم ترې وغواړئ. دا کار فقط په څو ساده الفاظو کېږي؛ خو اغېز یې خورا زیات دی. 

Related Articles

Jun 13, 2023
1,298 views

اقتصاد د علم پلار څوک دی؟        

د اقتصاد د علم پلار څوک دی؟          که د ډیرو محصلینو او متعلمینو څخه و پوښتې چې د اقتصاد پلار څوک دی؟ نو بې ځنډه به ځواب درکړي، (آدم سمیت)خو  آیا رښتیا هم آدم سمیت د اقتصاد پلار دی ؟ او که ابن خلدون؟پدې هکله اقتصاد دانان او څېړونکي په یوه خوله (نظر...

Dec 29, 2021
2,244 views

د برودسکي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه هم د نړېوالو ادبیاتو اسمان ډېر لوی دی؛ مګر ډېر کم خلک پر دې توانېږي، چې د خپل زحمت ستوري پکې وځلوي. له دې لږو خلکو یو هم برودسکي دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مهم معلومات ولولئ.   د بردوسکي لنډژوندلیک   د ر...

Nov 06, 2023
1,947 views

هکینګ لاره Hacking Road Map

د هکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟  هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو❗ دا چې زیاتره دوستان دا پوښتنه کوی چې موږ ته دهکینګ کورس راکه یا هکینګ را زده کړه یا دهکینګ ویډیو ګانې راته ولیږه یا فسبوک څنګه هک کیږي طریقه یی راوښیه .  ګوری دوستان...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,779 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,148 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,062 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...