که دا ځانګړنې مو خپلې کړې حتما بریالي کېږئ!
1,325
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-01-12 06:25:37
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په اراوپوهنه کې د پرمختګ او بریا لپاره فکري بلوغ (Maturity) ډېر اړین بلل کېږي؛ هغوی چې فکري پوخوالي ته ورسېږي، د پرمختګ اوږدې لارې په ډېر کم وخت کې طی کوي. نو که تاسو هم غواړئ بریالی ژوند ولرئ او پخپل ژوند کې چټک پرمختګ وکړئ، نو دا خصوصیات خپل کړئ.
- حتما لږې ـ لږې پیسې سپما (ذخیره) کوئ.
- د شهرت پر ځای پر وړتیاوو باور پيدا کړئ.
- د نورو عیبونه مه لټوئ.
- وخت ته له هر څه ډېر ارزښت ورکړئ.
- صبر او زغم ولرئ.
- خبرې لږې او عمل ډېر کوئ.
- دا هېر کړئ چې "خلک به څه وايي؟"
- ومنئ چې یوازې د خپلو کړنو مسؤل یئ. د بل چا ځواب ویونکي تاسو نه یئ، نو د خپلو کړنو په اړه مسولانه خوی خپل کړئ.
- خپلې کمزورۍ په نښه کړئ او ختموئ یئ.
- خپلو وړتیاوو ته وده ورکړئ.
- ډېر اورئ او لږ وايئ.
- د "نشم کولای" پر ځای د "کولای شم" نظریه خپله کړئ.
- هوډ مو پياوړی کړئ.
- د احساساتو پر ځای په فکر پرېکړې کوئ.
- توقعات مو بېخي محدود کړئ، یعنې تقریبا له هېچا تمه مه کوئ.
- د ځان تغیر د نړۍ تغیر وبولئ.
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2 years ago