د کوربتوب اصول

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 14, 2022
4 years ago
2,113 views
د کوربتوب اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مېلمه پالنه په افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو کې خورا ارزښتمن عمل ګڼل کېږي. ددې علت دا دی، چې دا چاره زموږ او ستاسو په فرهنګ کې خورا لرغونې ريښه لري او د اسلام له راتګ سره مېلمه پالنې لا ډېر اهمیت پیدا کړ. دا ځکه چې ريښې یې دوه شوې او افغانانو مېلمه پالنه هم خپل کلتوري او هم دیني مسؤلیت وباله؛ خو لکه څنګه چې پوهېږو، هره کړنه خپل اصول، آداب او نزاکتونه لري، ميلمه پالنه هم ځینې اصول لري. چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.  

د میلمه پالنې یا کوربتوب اصول

د کلتوري، دیني او نورو مراسمو/فعالیتونو خپل اصول وي؛ خو د کلتوري مسایلو په اصولو او نزاکتونو کې وخت ناوخت تغییرات راځي. دا ځکه چې د هرې زمانې خپلې اړتیاوې وي. نو که شل کاله وړاندې د مېلمه پالنې یو ډول اصول وو، شاید نن بل ډول وي. په هر حال؛ راځئ دا حکایت ولولو.  

حکایت

وايي لقمان حکیم ته د مېلمستیا دعوت وشو. نوموړي وویل: "زه به مو مېلمه شم؛ خو درې شرطونه لرم. نه به مې ناروغ کوې، نه به مې بندي کوې او همدارنګه نه به مې په عذابوې."  

دعوت کوونکي وعده وکړه چې دا درې کارونه به نه کوي. کله چې ميلمستیا ختمه شوه او لقمان حکیم روانېده، کوربه ترې وپوښتل. آیا پخپله وعده ولاړ وم؟

لقمان حکیم وویل: "نا! ځکه چې په زوره دې راباندې ډېر خواړه وخوړل، نو ناروغ به شم. له یوه ځایه بل او بیا بل ځای ته دې پاڅولم، نو په عذاب دې کړم. هدارنګه ما غوښتل ژر ولاړ شم؛ خو تا ایسار کړم او بندي دې کړم."  

له دې حکایت څخه موږ خورا لوی پند او نصیحت اخیستلی شو. راځئ، د همدې حکایت پر بنسټ د مېلمه پالنې/کوربتوب دا درې تګلارې تل په پام کې ونیسو.  

لومړی| خواړه!

پخوانیو خلکو ډېر ستونه کول او بل ځای ډېره ډوډۍ خوړل یې شرم باله؛ خو اوس اکثریت خلک دا عیب نه ګڼي او تر هغې ډوډۍ خوري، چې ماړه شي. نو تاسو هڅه مکوئ، چې پر مېلمه په زوره ډوډۍ وخورئ. دا کار کولای شي ستاسو مېلمه ناروغ کړي او هم به مو مېلمه زړه تنګی شي. تاسو باید دومره یې راحت او ډاډمن پرېږدئ چې هغه د ډوډۍ ډېر یا کم خوړلو ته هېڅ پام و نه کړي او ستاسو له ورین تندي خوښ اوسي.  

دویم| عذابول

اوس هم اکثریت مشران فکر کوي، چې مېلمه ته دوه بالښته ايښودل، له ځمکې توشک ته او له توشکې بیا کټ ته پورته کول یې خورا ښه کار دی او د مېلمه درنښت کېږي؛ خو زما په آند دا به تر ټولو غوره وي، چې د انتخاب حق مېلمه ته ورکړئ. پرېږدئ هغه ځانته کوم ځای انتخابوي او په کوم ځای کې د راحت احساس کوي.  

درېيم| بنديتوب

ځينې خلک په مېلمه پورې کلک نښلي او هڅه کوي چې تم یې کړي. دا کار خورا ناسم دی. تاسو ورپسې مه شله کېږئ؛ بلکې داسې احساس ورکړئ چې هغه ستاسو کور مطلقا خپل وګڼي. پدې توګه که هغه اړتیا ولري پخپله پاتې کېږي او هر وخت چې یې خوښه وي درتلای شي. مېلمه په زوره تم کول، کولای شي د نوموړي مهالوېش خراب کړي او یا هم له کوم عاجل/مهم کار څخه پاتې شي.

له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې هم په یاد ولرئ.

  • د مېلمه په مخ کې مسک اوسئ.
  • د خپلې ناچارۍ کیسې مکوئ.
  • د مېلمه په مخ کې خپلو ماشومانو ته مه غوسه کېږئ.
  • که مېلمه غوښتل ویده شي، اجازه ورکړئ. د ګپ شپ لپاره یې خوب مه خرابوئ.
  • د ویده کېدو پر مهال د ګروپ د بندولو/چالانولو طریقه/ځای ور وښيئ.
  • د تشناب ځای هم ورته په ګوته کړئ.
  • دا هم ورته ووایئ، چې که عاجله اړتیا یې پیدا شي له تاسو سره دې اړیکه ونیسي. 

Related Articles

Nov 15, 2021
2,771 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

Dec 06, 2021
2,643 views

ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ځینې نارینه ولې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي؟   ځینې وخت مېرمن او خاوند په ګډ ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو دوی کولای شي په ګډه سره دا ستونزې حل کړي او یو خوشحاله ژوند پیل کړي، خو داسې کسان هم شته چې کله له ستونزو سره م...

Jan 13, 2021
2,324 views

!د جمهوریت او سلطنت تر منځ توپیر

مولانا اشرف علی تهانوی رحمه الله په خپل کتاب (تقلیل الاختلاف مع الانام) کې ویلی دی په حقیقت کې جمهوریت د سلطنت نوم دی. او د عوامو د بی وقوف ګرځولو لپاره دغه نوی نوم ورکړل شوی دی په دومره توپیر سره چې په سلطنتی نظام کې ګرد ملت د یو کس د امر تابع وي او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...