To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نمایندګي مو کوي؛ مګر حقیقت بل ډول دی. هغه دا چې مسکا/خندا په ټولنه کې ستاسو د شخصیت د محبوبولو ترڅنګ ستاسو بدن ته نورې جسمي او روانې ګټې هم لري، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ځينې روانپوهان (ارواپوهان) پر دې باور دي، چې د انسان د رواني سکون لپاره مسکا/خندا تر ټولو غوره درملنه ده. دوی وايي، مسکا/خندا د انسان په بدن کې د خوښۍ د پیدا کېدو سبب کېږي او یو خاص احساس/حالت تجربه کوي. همدارنګه د انسان مورال او روحیه پیاوړې کوي، چې په دې توګه د ناروغيو او ستونزو پر وړاندی منظم ځواک پیدا کوي او کولای شي له هر ډول سختو حالاتو بریالی ووځي. په هر حال؛ د مسکا/خندا له بې شمېره ګټو څخه یې ځینې دا دي.

 

لومړی| پر ستونزو مو برلاسی کوي

پر ستونزو برلاسی تر ډېره په قوي روحیې پورې تړاو لري او مسکا/خندا هغه څه دي، چې انسان ته د قوت او ځواک احساس ورکوي. که خپلې ټولنې ته وګورئ، مسکانه خلک تر نورو ډېر ځواکمن معلومېږي او پخپل ټولنیز ژوند کې تر هغو ډېر بریالي وي، چې پر ټنډو یي دولس بجې دي. نو که غواړئ قوي روحیه ولرئ، پر ستونزو برلاسي شئ او همېشه د پیاوړتیا احساس درسره وي؛ نو مسکا هېڅکله مه هېروئ.

 

دویم| له اظطراب او فشار څخه مو ژغوري

"اظطراب" او "فشار" دوه هغه رواني ستونزې دي، چې انسان ذهناً شکنجه کوي او د پرمختګ مخه یې په ډېر سخت ډول بندوي. هغوی چې له دې دوو ستونزو سره مخ وي، ګامونه یې د ناکامیو طرف ته درومي؛ نو که غواړئ له دې خطرناکو مشکلاتو په امان کې شئ هڅه وکړئ تل مسک اوسئ، لکه څنګه چې زموږ د مسلمانانو رهبر "محمد مصطفی (ص)" به همېشه مسک و.

 

درېيم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي

مسکا/خندا د اظطراب هورمونونه له منځه وړي او په مقابل کې د بدن د ایمني سيسټم سلولونو ته وده ورکوي. چې په پایله کې انسان د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت یو فوق العاده ځواک پیدا کوي او پر ناروغيو ژر نه اخته کېږي. مسکا مه هېروئ ترڅو ناروغي مو هېر/هېره کړي.

 

څلورم| د درد تسکین کوي

څېړنو ښودلې ده، چې خندا د اندورفین هورمون د ترشح کېدو سبب کېږي. په دې ډول انسان ته خوښي او ښه احساس ورکوي. همدارنګه په موقت ډول دردونو ته تسکین هم ورکوي. نو خندا/مسکا وکړئ ترڅو دردونه مو آرام وي.

 

پنځم| د زړه روغتيا او د وزن کمښت

په مسکا سره په رګونو کې د وینې جریان ښه والی پیدا کوي او په دې توګه مو د زړه روغتيا هم تضمینېږي. همدارنګه په ورځني ډول د ۱۰ او ۱۵ دقیقو ترمنځ خندل کولای شي څلوېښت کالوري انرژي وسوځوي او په دې توګه مو په کال له "۱" څخه تر دوو کیلو وزن کمېدای شي.

 

د خندا/ مسکا ځينې نورو رواني، جسمي او ټولنیزو ګټو ته په لنډ ډول داسې نغوته کوو:

  • د بدن د دفاعي ځواک پیاوړتیا
  • د اظطراب هورمون کمښت
  • د زړه له ناروغيو مخنیوی
  • ژوند ته د میلان پیدا کېدل
  • روحي سکون
  • ټولنیز محبوبیت
  • غوره ټولنیزې اړیکې
Related Articles

غرونه او سيندونه

د هندوکش غر: دا غر دهيواد په منځ کی داسې غځيدلی پروت دی چی د هيواد شمالي برخه د جنوب،اوجنوب ختيزو برخو څخه بيلوي . د سمندر له سطحې نه يې لوړوالی ٧٧٤٠ متره دی . لوړه څوکه يې د تيراج مير په نامه ياديږی چې تل په واروو پوښل شوی وی . دهيواد زياتره سيندونه له همدی غره او يا يې  له څانګو څخه سر چينه اخلی. مشهور کوتلونه يې خاواک، سالنګ او بروغيل دي د بابا...

د ام روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ام یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پیدا کېږي. ددې مېوې د ودې اصلي ځايونه ګرمې سیمې دي، چې د ام ونې پکې ښه وده او تکثر کوي. لکه د نورو ټولو مېوو "ام" هم خپلې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.    د ام روغتيايي ګټې د اوړي په را رسېدو سره په بازار کې د ام خرڅلاو هم پیلېږي. دې مېوې ته پ...

خوب لیدل

لیکنه ـ وړانګه اکبر خوب لیدل د خیالونو، احساساتو او اندونو یو تسلسل دی چې معمولا د خوب په ځینو مرحلو کې په غیر ارادي ډول په ذهن کې پېښېږي. انسانان هره شپه دوه ساعته د خوب په لیدو تېروي او هر خوب شاوخوا له ۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې وخت نیسي. د تاریخونو له پیله، د خوب لیدل ټولو انسانانو ته یو زړه راښکونکې موضوع ده. لکه څنګه چې د خوب لیدل ډېر روښانه وي...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...