ژباړه: شکېبا نادري
حکایت: د کلیمو ځواک
یوه ورځ څو چونګښې(بقې) له ځنګل څخه تېرېدلې، ناڅاپه دوې چونګښې په یوې کندې کې ولوېدلې، نورې چونګښې د کندې شاوخوا راټولې شوې، کله یې چې ولیدل کنده ډېره ژوره ده، نو په کنده کې لوېدلو چونګښو ته یې وویل بله لار نشته تاسو به ډېر ژر ومرئ.
لوېدلې چونګښې د دوی د خبرو په کیسې کې نه شوې او خپله ټوله هڅه یې وکړه چې له کندې څخه ځانونه راوباسي، خو نورو چونګښو به تل دوی ته ویل چې نوره هڅه مه کوئ، تاسو به ومرئ، بلاخره یوې چونګښې له خپلو هڅو څخه لاس واخیست، دې کندې له دېوال څخه پر ځمکه ولوېدله او مړه شوه، خو بلې چونګښې تر وروستۍ کچې هڅه وکړه چې له کندې څخه ځان وباسي، نورو چونګښو ورته وویل چې نوره هڅه مه کوه، خو دې تر پخوا ډېر خپلو هڅو ته دوام ورکړ او ویې کولای شو چې له کندې څخه راووځي، کله چې له کندې څخه راووتله نورو چونګښو ترې پوښتنه وکړه:
تا زموږ خبرې نه اورېدلې؟
نو څرګنده شوه چې چونګښه کڼه وه، دوی دا دومره وخت فکر کاوه چې دا نورې چونګښې یې د بهر را وتلو لپاره هڅوي.
پند:
له پورتني حکایت څخه معلومېږي چې مونږ باید د خلکو منفي خبرو ته غوږ ونه نیسو او خپل د تر لاسه کولو خپلې هڅې ګړندۍ کړو.