To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بودا مجسمه

د بودا مجسمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي، چې ت.البانو په باميانو کې د "بودا مجسمې" شاوخوا کيندنې پیل کړي دي. خو شاید تاسو ته پوښتنې پیدا شوې وي، چې دا مجسمه کله جوړه شوې؟ څومره لرغونې ده؟ او کوم تاريخي ارزښت لري؟ په دې لیکنه مو دا پوښتنې ځوابېدای شي.  

د بودا مجسمه

د بودايي مذهب د بنسټ ايښودونکي (بودا) مجسمې د اسیا لویې وچې په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. دا پدې معنا ده، چې یو وخت دا آيين په آسیا کې خپل اوج ته رسېدلی و؛ خو په را وروسته زمانو کې نورو ادیانو یې ځای ونیوه. د افغانستان مرکزي زون پورې اړوند په بامیانو ولایت کې هم د بودا دوه مجسمې موجودې وي؛ خو له بده مرغه په "۲۰۰۱ز" کال کې د ت.البانو لخوا ویجاړې شوې. د یوې مجسمې لوړوالی "۳۶" او د بلې "۵۳" متره ښودل شوی. ددې مجسمو په اړه بېلابېل روایتونه موجود دي؛ مګر اکثریت لرغون پېژندونکي پر دې باور دي چې دا مجسمې د "۳۰۰" او "۴۰۰" میلادي کلونو ترمنځ جوړې شوې وې. کله چې افغانستان قوي مرکزي حکومت درلود او سوله پکې وه ګڼ شمېر سیلانیان به افغانستان ته راتلل او د نورو سیمو ترڅنګ به ددې لرغونو مجسمو لیدلو ته هم ورتلل؛ خو اوس د مجسمو یوازې قالبونه پاتې دي.  

ددې مجسمو ویجاړېدنه

د بامیانو دا مجسمې د تاريخ په اوږدو کې تل د ويجاړيو شاهدې وې. افغانستان ته د اسلام په راتګ سره هم ځينې برخې ويجاړې شوې وي؛ خو بیا یې هم خپل برم ساتلی و. په وروسته وختونو کې بارانونو هم تر یوه بريده تخریب رامنځته کاوه؛ خو په "۲۰۰۱ز" کال کې تالبانو د چاودېدونکو توکو په مرسته دا مجسمې په بشپړ ډول ورانې کړې. کله چې ت.البانو ددې مجسمو د ورانو تکل وکړ. ورته وویل شول چې بايد ویجاړ نه شي؛ خو ددې ډلې مشر م.م.عمر ټينګار وکړ چې دلته اسلامي نظام دی او ددې بوتانو ویجاړول حتمي دي. ورته وویل شول دلته خو د محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي په څېر پیاوړو مسلمانانو هم واکمني کړې ده. هغوی ندي وران کړي تاسو یې هم مه روانوئ. خو هغه پخپل دریځ ټينګ ودرېد او مجسمې یې ويجاړې کړې. په دې توګه افغانستان یو لرغونی او مهم تاریخي اثر له لاسه ورکړ.

Related Articles

په ساختمان کی پټ بیم څه ته وایي؟

پټ بیم څه ته وایي؟ پټ بیم هغه بیم ته ویل کیږی، چې ضخامت یې د سلب د ضخامت سره مساوی وی. پټ بیم ته concealed beam هم وایې.عموما  بیم د سلب د ضخامت څخه زیات ضخامت لری خو پټ بیم د سلب ضخامت سره یو شان ضخامت لري مګر د هغه سیخ بندی د سلب څخه جدا ترسره کیږی او د نورمال بیم په څیر ګژدمک او طولانی سیخان لری ،نو ځکه د کانکریټو اچولو څخه وروسته نه لیدل کیږی....

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د زړه روغتيا تضمينوي  وروستيو څېړنو موندلې ده، چې هره ورځ لږه اندازه هندواڼه خوړل کولای شي د هغو بدو...

محمد علي کلي څوک و؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ په تاریخ کې داسې څېرې هم شته، چې د بېلابېلو عواملو له کبله په نړېواله کچه محبوبیت پيدا کوي. یو له دې څېرو محمد علي دی. تاسو به د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې محمد علي کِلِی په پوره توګه وپېژنئ!   د ماشومتوب ژوند د نوموړي اصلي نوم کاسیوس مارسلوس کلی دی. د ۱۹۴۲ز کال د جنورۍ په اوولسمه د امریکا متحده ایالاتو په یو لوی ښار (...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...