To start downloading books

Please sign in or create an account.

محمد علي کلي څوک و؟

محمد علي کلي څوک و؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ په تاریخ کې داسې څېرې هم شته، چې د بېلابېلو عواملو له کبله په نړېواله کچه محبوبیت پيدا کوي. یو له دې څېرو محمد علي دی. تاسو به د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې محمد علي کِلِی په پوره توګه وپېژنئ!

 

د ماشومتوب ژوند

د نوموړي اصلي نوم کاسیوس مارسلوس کلی دی. د ۱۹۴۲ز کال د جنورۍ په اوولسمه د امریکا متحده ایالاتو په یو لوی ښار (لویی ویل) کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې؛ پلار یې تابلوګانې جوړولې. کله چې کاسیوس دولس کلن و، پولیسو ته یې خبر ورکړ، چې بایسکل یې غلا شوی. که غل پيدا کړي، نو ښه سبق به ورکړي.

پوليس چې جومارتین نومېده، په یوه کوچني ورزشي کلب کې یې ماشومانو ته بوسکينګ ورزده کاوه؛ کاسیوس ته یې وویل، که غواړې له غلو سره مبارزه وکړې، نو لومړی باید سوک وهنه زده کړې.

له همدې ځايه نوموړي په دې برخه کې زده کړې پیل کړې؛ مارتین لیدل چې ۱۲ کلن ماشوم څنګه په چټکۍ سره پرمختګ کوي. که څه هم په زده کړو کې تکړه نه و، خو په سوک وهنه کې بېساري وړتيا د ښوونځي مسولین اغېرمن کړل او نوموړی یې فارغ وباله.

 

د محمد علي ورزشي ژوند

ـ د "۱۹۶۰م" کال په المپیک کې یې د بوکس په برخه کې د سروزرو مډال ترلاسه کړ. 

ـ د "۱۹۶۰م" کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه، پخپله لومړنۍ مسلکي لوبه کې په شپږم راونډ کې تونی هونساکر ته ماتې ورکړي.

ـ له ۱۹۶۰م څخه تر ۱۹۶۳م کال پورې یې په پنځلس سختو لوبو کې خپل سیالان مات کړل. په دې سیالیو کې یې له داسې کسانو څخه بریا ترلاسه کړه، چې د وخت پېژندل شوي او نامتو لوبغاړي و. له دې ډلې یې د اسپرتي، جیم رابینسون، داني فلیمن، داک سابدانگ، آلونزو جانسون، جورج لوگان، ویلی بسمانف او لامار کلارک نومونو یادولای شو.

 ـ نوموړي د وخت داسې نامتو سیالان هم مات کړل، چې پخپل ورزشي ژوند کې یې تر ۲۰۰ پورې بریاوې یې لرلې. له دې ډلې یې د ساني بنکس، آلخاندرو لاورانته او آرچي مور نومونونه د یادولو دي.

 

د محمد علي شخصي ژوند 

نوموړي پخپل ۷۴ کلن ژوند کې له څلورو مېرمنو سره واده وکړ. ۹ اولادونه یې لرل، چې اووه یې نجونې او دوه یې هلکان وو. 

یو له هغو لاملونو چې محمد علی ته یې ډېر شهرت ورکړ، هغه د اسلام پر مبارک دین مشرف کېدل و. په "۱۹۶۲م" کال کې له مسلمان سیاستوال الیجا محمد سره تر معرفت وروسته د اسلام مبارک دین ومانه. کله چې مسلمان شو، خپل نوم یې "محمد" او تخلص یې "علي" وټاکه. همدارنګه اعلان یې وکړ، چې په ژوند یو له مهمو واقعاتو څخه، همدا د نوم بدلول و.

په ۱۹۶۶م کال کې د ویتنام پر وړاندې د جنګ په موخه امریکايي پوځ سره له یو ځای کېدو سره مخالف وښود. اعلان یې وکړ، چې "نه غواړي خپل همنوعه ووژني." دا خبره ددې سبب شوه، چې تر پنځو کلونو له سیالیو محروم شي. خو وروسته له یوې وخته دا موده درېيو کالو ته کمه شوه. همدارنګه محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړ، مګر هغه د یو اندازه پیسو په ضمانت سره زندان ته و نه لېږل شو.

 

له ژوند او لوبې سره خدای په اماني

بالاخره محمدعلي له شپږپنځوس بریاوو، ۳۷ ناک اوټ او ۵ ماتو سره د ۱۹۷۹م کال د جون په اوویشتمه نېټه د ورزش له نړۍ سره خدای په اماني وکړه. همدارنګه د ۲۰۱۶ م کال د جون په درېيمه نېټه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړي د خاورو سپارلو په مراسمو کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشرانو هم ګډون کړی و.

 

د بیوګرافۍ (ژوندلیک) لنډيز

نوم: محمد علي (Muhammad Ali)، وړاندې له اسلام څخه یې نوم کاسیوس مارسلوس کِلي (Cassius Marcellus Clay) و.

د زوکړې نېټه: د "۱۹۴۲ز" کال د جنورۍ اوولسمه نېټه

د اوسېدو ځای: میشیګان، امریکا

ملیت: امریکايي

د ورزش څانګه: سوک وهنه (Boxing) 

د فعالیت کلونه: له ۱۹۶۰م څخه تر ۱۹۸۱م پورې

دین: اسلام

مېرمنې: سونجي روی (۱۹۶۴م- ۱۹۶۶م)، بلیندا بوید "خلیله" (۱۹۶۷م - ۱۹۷۷م)، ورونیکا پورش (۱۹۸۶م ـ  ؟) او یولاندا (۱۹۸۶م ـ ۲۰۱۶م)

اولادونه: اووه لوڼې، هره یوه "لیلا علي، مریم، جمیله، راشده، هانا، میا او خلیله"، دوه زامن "محمد علي جونیور او اسد امین"

د مړينې ځای: سکاتزدپل، اریزونا، د امریکا متحده آيالات

د مړینې نېټه: د "۲۰۱۶م" کال د جون درېيمه

عمر: ۷۴ کاله

Related Articles

د کور عایق کول House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې ددې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو...

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو د (Île de la Cité) محفوظ کړي. د څو پېړیو په اوږدو کې دا دیوال څو ځلې ورغول شو. د سیند له پاسه چپ اړخ...

داسې جملې چې یو کتاب خبرې لري

حتما به داسې پېښ شوي، چې د چا له خبرو متأثر شوي یئ او دا کړنه په ټولنیز ژوند کې بېخي عادي ده. هر څوک د یو چا له خبرو اغېزمن کېږي او خوند ورکوي. پوهېږئ علت یې څه دی؟ یوازې همدا چې د هغه خبرې بې پيغامه او بې څه نه وي، نو موږ هم په دې لیکنه د امریکايي فیلسوف او لیکوال امرسن (Relaph Waldo Emerson) هغه جملې تاسو ته وړاندې کوو، چې ممکن ژوند او فکر مو بد...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...