زیلینسکی؛ له ټوکمارۍ تر پاچاهۍ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 28, 2022
4 years ago
2,545 views
زیلینسکی؛ له ټوکمارۍ تر پاچاهۍ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

پدې ورځو (۲۰۲۲، فیبروي) کې تود خبر دا دی، چې روسیې پر اوکراین برید کړی او په مقابل کې د ياد هېواد ولسمشر، پوځ او خلک د مقاومت په حال کې دي. د جګړې ډګر ته د ولسمشر ورتګ ډېرو خلکو ستايلی او نوموړی یې یو زړور ولسمشر بللی؛ خو پوښتنه دا ده، چې نوموړی څوک دی او څنګه تر ولسمشرۍ ورسېد!؟

پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي. د لیکنې تر پایه به په زړه پورې معلومات ولولئ.  

پېژندنه

بشپړ نوم یې ویلادیمیر زیلینسکی "Volodymyr Zelenskyy" دی. نوموړی د "۱۹۷۸ز" کال د جنورۍ په پنځه ویشتمه نېټه زېږېدلی دی، چې اوسمهال "۴۴" کاله عمر لري. باید یادونه وکړو، چې نوموړی په یوه یهودۍ کورنۍ کې وزېږېد او پخپله هم د همدې دین پیرو دی. مېرمنه یې "النا کیاشکو" نومېږي، د "اُلِکساندار" او "کیریلو" په نومونو دوه اولادونه هم لري. د زده کړو په برخه کې یې مهمه خبره دا ده، چې له حقوقو فارغ دی؛ خو په یاده برخه کې یې کاري تجربه ډېره نه ده.  

له ولسمشرۍ وړاندې یې څه کول!؟

زیلینسکی چې اوسمهال د روسیې پر وړاندې د جګړې رهبري کوي، یو وخت د طنزيه خپرونې چلونکی و. کله چې امریکې ترې له هېواده د وتلو غوښتنه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې هغوی به ورته پناه ورکړي؛ نوموړي دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې "د وتلو لارې چارې مه ګورئ، زه به مې د ولس ترڅنګ یم. وسلې راکړئ، ترڅو وجنګېږم." پدې توګه زیلنسکي لا محبوبیت پیدا کړ او له خپل هېواد ورهاخوا د نړۍ په نورو سیمو کې یې هم زړورتيا وستايل شوه.  

تر ولسمشرۍ څنګه ورسېد!؟

نوموړی تر دې وړاندې چې ولسمشرۍ ته نوماند شي، د یوه طنزيه سريال لوبغاړی و. دا سريال چې "د ملت خادم" نومېده له "۲۰۱۵ز" څخه تر "۲۰۱۹ز" کال پورې په درېيو فصلونو کې خپور شو. زیلینسکي پدې سريال کې د اوکراین د ولسمشر نقش هم لوبولای و. په ۲۰۱۸ز کال کې یې د همدې سريال د جوړونکو "Kvartal 95" په مرسته د "خلکو خادم" په نوم سیاسي ګوند جوړ کړ او په ۲۰۱۹ز کال کې د فساد ضد شعار سره ولسمشرۍ ته نوماند شو. د همدې کال د اپرېل په یوویشتمه نېټه وتوانېد ټاکنې وګټي او پخواني ولسمشر "پترو پروشنکو" ته یې لويه ماتې ورکړه. نوموړي تقریبا اویا سلنه رایې وګټلې او پدې توګه د اوکراین ولسمشر شو.  شنونکي پر دې باور دي، چې د نوموړي اکثریت کمپاینونه په ټولنیزو رسنیو کې ترسره شول او ویې کولای شول چې د ځوان نسل رایې خپلې کړي. اوسمهال له سخت حالت سره مخ دی. دا به وخت معلومه کړي، چې پدې برخه کې یې مدیریت کومه نتیجه ورکوي. 

Related Articles

May 04, 2021
2,065 views

ميا شاه جهان

دا سړي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي و...

Mar 21, 2021
2,134 views

سرمایه داران ما و فرهنگ

سرمایه داران ما و فرهنگ مصطفی عمرزی هرچند در افغانستان بیشتر متضاد و متناقض به نظر می رسد، اما نباید در همه جا چنین باشد. اگر بخواهیم مثال های خارجی بزنیم، شاید انواع داشته باشند که چه گونه در اکثر کشور ها، طبقه ی سرمایه دار در مسایل مختلف عمرانی،...

Sep 04, 2021
2,862 views

ویسټرن یونین څنګه کار کوي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  پر کابل د تالبانو تر تسلط وروسته "ويسټرن یونین" شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ. دې چارې ګڼو هغو افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې، چې د کورنۍ غړو یې له بهره ددوی مالي ملاتړ کاوه....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,404 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,807 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...