د زړه د حملې نښې نښانې
2,296
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-03-26 00:35:25
ژباړه ـ ریاض مقامزی
یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ.
د زړه حمله څه ته وايي؟
زړه د بدن هغه جز دی، چې د انسان ټول وجود ته وینه پمپ کوي. کله چې زړه ته په ور تېر شوي رګ کې کومه ستونزه پېښه شي او وینه ور و نه رسېږي د زړه حمله واقع کېږي. په همدې حالت کې د انسان زړه درېږي (له کاره لویږي) او مري. دې چارې ته په علمي لحاظ "Heart Attack" ویل کېږي. پدې حالت کې انسان پخپله سينه کې ډېر شدید درد احساسوي چې د زړه د حملې خبرداری ورکوي؛ البته کله ناکله دا درد د پلمونري اېمبوليزم (د سږو د حملې) له کبله هم وي.
نښې نښانې
که تاسو لاندې ذکر شوي علایم لرئ؛ نو ژر تر ژره له روغتیاپال (ډاکټر) سره ووينئ او یا هم کوم نږدې روغتيايي کلینک ته مراجعه وکړئ. پدې توګه ډېر امکان شته چې له خطرناکو عواقبو وژغورل شئ.
- ژر ژر ستړیا
- د سینې او بدن په کیڼ (چپ) اړخ کې دردونه
- پر له پسې بې دلیله ټوخی
- په جدي حالاتو کې له ټوخي سره د وینې راتګ هم تجربه کېدای شي
- بې دلیله خولې کېدل
- ګنګسیت / سر ګرځېدل
- د څټ او ستوني درد
- د زړه نامنظم او غیر عادي ضربان
- د اندامونو پړسوب
څه وکړو؟
که پخپل ځان کې پورتني علایم وينئ نو هڅه وکړئ چې له متخصص ډاکټر سره ووينئ ترڅو هغه مو حالت ته په کتو معاينات وکړي او ناروغي مو تشخیص کړي. پدې توګه به تاسو له وړاندې خطر دفع کړای وي.