To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,301
د سالمې روژه لپاره لارښوونې

د سالمې روژه لپاره لارښوونې

په روژه میاشت کې انسان له ځینو روغتیایي ستونزو لکه؛ کم خوبي، ډیهایډرېشن، سردرد او… نورو سره مخ کیږي چې سبب یې نا سالمه خوراک او د خوړلو پر وخت بې پروایي ده، دلته د سالمې روژې لپاره ځینې لارښوونې دي:

 

۱: پیشلمي ( سحري) ضرور وخورئ!

څنګه چې وایي : “سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي” په روژه کې یې پیشلمی ځای نیسي او باید پیشلمي ته را ویښ شئ او په کافي اندازه صحي خواړه وخورئ. ډېری کسان په نهاره روژه نیسي او وایي چې: “ خوب راځي” دایو عادي خبره ده چې په روژه کې د خوب توازن ګډوډیږي خو که په نهاره مو روژه ونیوله د نورو روغتیایي زیانونو ترڅنک د روژه مات (افطار) پر وخت د ډیر خوراک لامل کیږي چې هغه ډېر خوراک د ناسالمه وزن لوړیدو سبب کیږي.


۲: د روژه مات (افطار) پر وخت ډېر خوراک مه کوئ

لکه څنګه چې د پیشلمي پر وخت د خوړولو توصیه کیږي برعکس یې باید د روژه مات پر وخت ډېر خوراک ونشي ځکه د روژه مات پر وخت ډېر خوراک بدن ته زیان رسولی شي.

د روژه مات خواړه باید متوازن او مغذي وي. نه یوازې ډېر خوراک بلکه د روژه مات پر وخت باید ډېر غوړ خواړه هم ونه خوړل شي ځکه دا دې بدهضمۍ او د وزن د زیاتېدو سبب کیږي، دلته باید دې خبرې ته د عمل جامه ور واغوستل شي چې “ کم وخورئ، تل وخورئ” نو د روژه مات او بیا پیشلمي تر منځ یوه اوږده زماني فاصله شتون لري چې تاسوکولای شئ د خوړلو او څښلو لپاره ترې ګټه واخلئ.


۳: د ډیرو غوړو، سره شوو، مالګینو او خواږو خوړلو څخه ډډه وکړئ

له دا ډول خواړو یو دود جوړ شوی او عامه خبره ده چې ډیر خواږه او غوړ د ژر مړیدو سبب کیږي خو دا ستاسو لپاره د راتلونکې ورځې روژه ستونزمنه کوي.

له ناسالمه وزن زیاتیدو ور ها خوا ډېر غوړ او خواږه خواړه د سستۍ او ستړتیا سبب کیږي او باید د مالګینو خواړو په خوړلو کې احتیاط وشي او د پیشلمي پر وخت مالګین خواړه تر ډیره حده کم کړئ ځکه دا د ورځې د تندې سبب کیږي.

د دا ډول خواړو ځای بدل کړئ پر ځای یې سبزیجات او میوه وخورئ، او داسې خواړه وخورئ چې په زیاته کچه فایبر ولري، ځکه د پیشلمي پر وخت د فایبر لرونکو خواړو خوړل مو تر ډیره موړ ساتي.

 

۴: تر ډیره حده اوبه وڅښئ

د روژه مات او پیشلمي تر منځ د امکان تر حده د اوبو څښل د روژې په جریان کې د ډیهایډرېشن خطر کموي.


هره ورځ د روژه مات او پیشلمي تر منځ لږ تر لږه ۸ ګیلاسه مایعات وڅښئ. په مایعاتو کې جوس، شیدې، مشروبات او سوپ شامل دي، مګر اوبه یوه غوره ټاکنه ده. 

 

Related Articles

نړیوال سیاسي اسناد(اخلاقي او نزاکتي موفقتنامې) څه دي؟

نړيوال سياسي اسناد ( اخلاقي او نزاکتي موافقتنامې ) Gentlemen’s Agreements سياسي اسناد د حقوقي اسنادو برعکس ذيدخله لوريو ته حقوق او وجايب نه راجع کوي او اړونده لوري يې په تطبيق مکلف نه ګڼل کېږي بلکې دغه اسناد يوازې اخلاقي او نزاکتي جنبه لري يعنې د اخلاقي او نزاکتي حيثه اړونده لورې دغو موافقتنامو ته احترام کوي. د نړيوالو سياسي اسنادو له طريقه دولتو...

لۀ فراره ناکراره

ماشوم وزېږيدو، د ژؤند لومړنۍ ترخه سلګۍ يې د مور په غېږه کې وکړه او د وطن خؤږې لمنې خپل ځان کې را ټول کړو نو همدا لامل شو چې ماشوم د ژؤند لومړنۍ ترخه تجربه هم په نيازبينتوب سره تېره کړله او لۀ سوزه يې خبر نۀ شو. خو دا چې ماشوم ؤ او ماشوم لۀ سوزه څه خبر وي. ماشوم د ژؤند راتلونکې سختو شيبو نه څه خبر وي. ماشوم د زمانې د ناترسه وارونو نه څه خبر وي....

د لاچي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی که د کولچې، حلوا او یا نورو شیرینی بابو ډېر مينه وال یئ نو حتماً به پوهېږئ، چې لاچي د یادو توکو خوند څومره زیاتوي. همدارنګه لاچي چايو ته هم یو ځانګړی خوند ورکوي. لاچي له زعفرانو او وانیل وروسته په ټوله نړۍ کې ډېر زیات خوښوونکي لري او د قیمت په لحاظ هم په درېيمه درجه کې ځای لري.  دا به بده نه وي، که پوه شئ، چې لاچي یوازې خوړو...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...