شهباز شریف څوک دی؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 13, 2022
3 years ago
1,685 views
شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده. 

میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د نوموړي مشر ورور میا محمد نواز شریف درې ځله د پاکستان لومړی وزیر و، چې وروستی ځل یې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کال پورې حکومت وکړ. شهباز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشري هم کوي، چې د پاکستان له مهمو سیاسي ګوندونو یو دی. ښاغلي شریف کاري ژوند د یوه کاروباري شخصیت په توګه پیل کړی او په ۱۹۸۵ کال کې یې د پنجاب ایالت مرکزي ښار لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشري کوله. 

په سیاست کې یې له برخې وروسته بیا ۱۹۸۸ کې د پنجاب ایالتي پارلمان ته لار وموندله. نوموړی په ۱۹۹۰ کې د پاکستان فدرالي پارلمان ته او دغه راز په ۱۹۹۳ کې دویم ځل د پنجاب ایالتي پارلمان ته د ټاکنو له لارې کامیاب شو. 

په همدې ۱۹۹۳ کال کې نوموړی د پنجاب ایالتي پارلمان کې د اپوزېسیون مشر په حیث وټاکل شو او پنځه کاله وروسته د ۱۹۹۸ کال په ټولټاکنو کې بیا د همدې پنجاب ایالت په ټاکنو کې تر ټولو د ډېرو رایو له ترلاسه کولو وروسته اعلی وزیر وټاکل شو. ښاغلی شریف د پنجاب اعلی وزیر په توګه یو 'سخت (با ډسپلن) مدیر ' بلل کېده او یو شمېر لویې پرمختیايی پروژې یې بشپړې کړې، خو حکومت یې ټاکلې موده پوره نه کړه او د جنرال پروېز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته د مرکزي حکومت تر څنګ ایالتي حکومتونه هم له منځه لاړل. 

ښاغلی شریف له خپل ورور نواز شریف سره یو ځای، چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و، د خیانت په تور ۱۴ میاشتې زنداني شو، چې بیا وروسته له پروېز مشرف حکومت سره د یوه جوړ جاړي له مخې سعودي عرب ته وشړل شو. اووه کاله وروسته شریف کورنۍ هېواد ته ستنه شوه، خو شهباز شریف د یوې بې محاکمې وژنې په قضیه کې د ښکېلتیا له کبله و نه توانېد، د ۲۰۰۸ کال په ټولټاکنو کې برخه واخلي. 

د 'سبزه زار بې محاکمې قتل ' په نامه دا قضیه د نوموړي خلاف ۱۹۸۸ کال کې ثبت شوې وه، خو په ۲۰۰۸ کال کې نوموړی په دې قضیه کې بې ګناه وبلل شو او په ضمني ټاکنو کې له بریا وروسته یې یو ځل بیا د پنجاب اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړه. د دندې له پیلولو څو میاشتې وروسته پاکستان سترې محکمې له دندې ګوښه کړ، خو د همدې سترې محکمې یوه نسبتاً لوی قضايي پلاوی بیا ایله دوې میاشتې وروسته بېرته د دندې پیلولو اجازه ورکړه. 

شهباز شریف د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې له بریا وروسته هم د پنجاب اعلی وزیر و. له ۱۹۹۷ وروسته چې نواز شریف هر ځل د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی، شهباز شریف ته د پاکستان تر ټولو لوی ایالت پنجاب اعلی وزارت مقام سپارل شوی دی.

نوموړي د پنجاب ایالت لپاره د روغتیا، تعلیم او نورو پرمختیايي پروګرامونو برخه کې پاموړ کار وکړ، چې د ډینګي تبې مخنیوي اقدامات، میټرو بس او اورنج رېل ګاډي پروژې یې ډېرو پاکستانیانو وستایلې. په سیاسي ډګر کې بیا د شهباز شریف رول د هېواد په کچه هغه مهال ډېر اهمیت وموند، چې د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۱۷ کال کې د نوموړي مشر ورور نواز شریف، چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر هم و، د ټول عمر لپاره نااهل وباله او دې سره د ګوند مشرتوب هم شهباز شریف سمبال کړ. 

شهباز شریف د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې له بریا وروسته د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون مشر شو. د نوموړي پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د پاکستان قامي اسمبلۍ کې دویم تر ټولو لوی ګوند دی او له همدې کبله د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزېسیون ګوندونو بې باورۍ تحریک کامیابېدو په بهیر کې د ده نوم د بدیل لومړي وزیر په توګه یادېده.

وړمه شپه د عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته پارلمان ته وینا کې ښاغلي شریف وویل، "له هیچا به غچ نه اخیستل کېږي '' او ''د بیوزله پاکستانیانو د خیر، ښېګړې '' لپاره به کار کوي. نوموړی د عمران خان حکومت په نژدې درې نیم کاله حکومت کې د تورو پیسو سپینولو او فساد تورونو لړ کې له یو شمېر قضیو سره مخامخ و، خو تر اوسه کومې پاکستانۍ محکمې سزا نه ده ورکړې. 

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت پر وړاندې یوه لویه ننګونه به له کمزوري اقتصاد سره د اړتیا وړ توکو بیو کنټرولول وي، چې د عمران خان حکومت پر ضد د احتجاجونو پر مهال د ښاغلي شریف د ګوند شعار و. د شهباز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند اقتصادي ټیم مهمه غړې عائشه غوث پاشا وايي، د بیو ګرانۍ نړیوالو او ځايي لاملونو ته په پام سره به د راتلونکي لپاره تګلاره ټاکل کېږي، خو دا به وروسته معلومه شي، چې د ښاغلی شریف د پورونو تر بار لاندې پاکستاني اقتصاد سره تر کومه برید کولای شي، د بیوزله پاکستانیانو لپاره د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کول اسان کړي.  

د بي.بي.سي له پاڼې 

Related Articles

Oct 11, 2024
954 views

د ژمي په یخه هوا کې له دغه وایرس څخه ځان وژغورئ!

     (جمعه، ۲۰ تله،  ۱۴۰۳ ل): نورووایرس (norovirus) یوه ډول ساري ناروغي ده چې د قۍ کولو او اسهال لامل کیږي، د هر عمر وګړي پر دغه ناروغۍ او ویروس اخته کېدلای شي او ډير په اسانه خپریږي. هغه کسان چې پر نورووایرس اخته وي کولای شي په ملیونونو نور ذرات خپ...

Jul 19, 2021
4,767 views

ایپي فقیر د ازادۍ د لارې ستر مبارز!

ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذ...

Jun 10, 2023
2,523 views

نوعیت سیخ ها و اتصال و پیوند (Lapping) سیخ ها

نوعیت سیخ ها و اتصال و پیوند (Lapping) سیخ ها در عناصر آهن کانکریتی قرار ذیل است :  1 ) پایه : Lapping =(50-65)db  or : Lapping=(50 to 70)dbdb=diameter of Bar(IS Code)  در پایه ها در دو قسمت پیوند سیخ صورت میگیرد .1- پایان تهداب که سیخ انتظار (Dow...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,408 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,066 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,808 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...