دا عادتونه به مو ژوند بدل کړي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 23, 2022
3 years ago
2,240 views
دا عادتونه به مو ژوند بدل کړي!

لیکنه ـ رياض مقامزی

د برياليو او ناکامو انسانانو ترمنځ یوازې د ځینو عادتونو توپیر وي. معنا دا چې بریالي انسانان د بعضو خویونو له کبله بریالي او ناکام هم د بعضو عادتونو له کبله ناکام وي؛ نو که غواړئ پخپل ژوند کې مثبت تغییر ووينئ، د برياليو خلکو دا ځانګړنې پخپل ځان کې راولئ. 

  • همېشه سهار وخته پاڅېږئ!
  • کوچنۍ برياوې او خوښۍ ونمانځئ.
  • هره ورځ مطالعه کوئ.
  • د پیسو په مصرف کې احتیاط وکړئ.
  • بې خوبي مه کوئ.
  • له ښو خلکو سره ناسته پاسته ولرئ.
  • همېشه لږې لږې پیسې ذخیره کوئ.
  • ورزش کوئ.
  • د نورو لپاره خپل ژوند مه تباه کوئ. په یاد ولرئ، پردي وي که خپل؛ خو چې له امله یې ستاسو ژوند خرابېږي پروا یې مکړئ. البته نيکي او احسان بېله خبره ده؛ خو په هغه کې هم افراط مکوئ.
  • د منظم مهالوېش پر اساس مخکې ځئ.
  • څو معلومې موخې وټاکئ او پر وړاندې یې ګامونه پورته کړئ.
  • تل د خپلې روغتیا خیال ساتئ.
  • له ډېرو خبرو ډډه وکړئ. پر ځای یې ډېر عمل وکړئ.
  • مسکا مه هېروئ!

Related Articles

Mar 21, 2021
1,605 views

چرا رکود فرهنگی؟

چرا رکود فرهنگی؟ مصطفی عمرزی شاید با آن چه در ظاهر، دیده می شود، در وهله ی اول متوجه نشوید که به لحاظ کار و تولید فرهنگی، چه قدر عقب مانده استیم. چون سطح سواد پایین است و قشر باسواد و اهل مطالعه نیز کم، مثلاً تیراژ کتاب در حدی ست که شاید برای بعضی...

Jun 07, 2023
1,243 views

پوهه

د پوهې ترلاسه کولو لپاره د کتابونو لوستل پکار دي، خو د تجربې ترلاسه کولو لپاره بايد له خلکو سره وګرځې، سفر وکړې، بنډار وکړې، ملګرتيا وکړې، مړي ژوندي ته لاړ شې، ډلو ټپلو سره يوځاى شې، ماتې وخورې، ماتې ورکړې، مٸين شې او سل ګړنګونه پاس کړې.يوازې کتابي ژ...

Jun 02, 2021
3,676 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,352 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,054 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,770 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...