To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ممیزو روغتيايي ګټې

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي.

ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د زړه د روغتیا ساتنه کوي. د بېلګې په توګه که د ورځې "۲۵" ګرامه ممیز وخورو، د وینې جریان مو ښه کېږي او که لوړ فشار ولرو، ښکته کېږي. همدارنګه که په سهار کې دا مېوه خورئ، په دې معنی چې د خپل زړه او رګونو د روغتيا تضین اخلئ.

له دې ورهاخوا په سهار کې د ممیزو اوبه، ستاسو بدن ته د اړتیا وړ انرژي ورکوي. په همدې موخه ورزشکارانو ته د ممیزو د اوبو توصیه کېږي.

د انسان په بدن کې د هډوکو له اصلي عناصرو څخه یو هم کلسیم دي، چې په ممیزو کې په کافي اندازه موندل کېږئ. نو که غواړئ قوي هډوکي ولرئ، پخپل غذایي رژيم کې ممیزو ته ځانګړی ځای ورکړئ.

خو د هډوکو د پیاوړتیا لپاره یوازې په کلسیم بسنه نه کوي. ترڅنګ یې پوتاشیم هم لري، چې د هډوکو په تقویت او ودع کې ډېره مرسته کوي.

له دې ټولو سره ـ سره د ممیزو اوبه کلسترول کموي. ترسره شوې څېړنې ښيي، چې په سهار کې د ممیزو اوبه څښل د بدن اضافي غوړ په بېسارۍ ډول له منځه وړي.

د خوله د ناروغيو مخنیوی یې یو بل په زړه پورې خاصیت دی. که څه هم له خوږو اکثره وخت د خولې د ناروغيو تمه کېږي، خو ممیز برعکس خاصیت لري. دا مېوه د خولې او غاښونو په روغتيا کې ګټور ثابتېږي. د چینجنو غاښونو د روغتيا لپاره هم ګټور دي.

د ممیزو د ګټو په لړ کې باید یادونه وکړو، چې د وینې د کمښت په مخنيوي کې مرسته کوي. خو په دې شرط چې د ناشتې په شکل وخوړل شي. دا چې ممیز په کافي اندازه اوسپنه لري نو ځکه د وینې د کمښت ستونزه حلوي. 

ممیز له دې ټولو ګټو ورهاخوا د  ویټامين بي یو ښه منبع بلل کېږي. له همدې کبله د خفګان او فشار په کمولو کې مرسته کوي. د یوې بلې څېړنې پایلې ښيي، چې په وینه کې په کافي اندازه ويټامین بي ولري د وینې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ یې په حيرانوونکي شکل کمېږي.

له دې ټولو خبرو ګټو سره ـ سره روغتياپالان پر دې باور دي، چې له اندازه ډېر خوړل یې روغتيايي ستونزې هم پېښولای شي. هڅه وکړئ چې په مناسبه اندازه یې په خپل غذايي رژيم کې ځای کړئ.

ژباړه

Related Articles

په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.  ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل په اندونیزیا کې نوې واده شوې جوړه باید درې ورځې له دستشويئ څخه ګټه وا نخلي. دوی باور لري، چې که کومه جوړه دا...

د اندېښنو ونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې کله ترکاڼ (نجار) ماښام کورته راستون شو، نو یو مېلمه هم ورسره راغی. کله چې کور ته ننوتل، نجار د انګړ (حوېلۍ) په منځ کې د ونې ترڅنګ څو دقیقې ودرېد او بیا له مېلمه سره د مېلمنو کوټې (حجرې) ته ننوت. مېلمه ته ددې کار په اړه اندېښنه پیدا شوه او له کوربه یې د علت پوښتنه وکړه. هغه ځواب ورکړ: "دا زما د اندېښنو ونه ده. کله...

د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نمایندګي مو کوي؛ مګر حقیقت بل ډول دی. هغه دا چې مسکا/خندا په ټولنه کې ستاسو د شخصیت د محبوبولو ترڅنګ س...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...