د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس فامیلیاریس (Canis lupus familiaris) ده، کورنی تی لرونکی ژوی ده، د کانیدای کورنۍ (family Canidae) غړی او د غوښه خوړونکو یا کارنیورا ډله (order Carnivora) کې ډلبندي شوی. سپی د خړ لیوه چې د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس (Canis lupus) ده فرعي ډول ګڼل کیږي؛ له سور لنډي او ګیدړې سره تړاو لري. سپی لکه د پیشو په څېر په هر ځای کې حاضر یا شته (ubiquitous) ژوی ده. له انسان سره تقریبا له ۱۲۰۰۰کالو زېات د ښکاري، ساتونکي او ملګري په توګه ګډ اوسېدلی. سپی په اوس وخت کې تقریبا تر ۴۰۰ زېات نسلونه او ډولونه لري. د نسلونو او ډولونو په رامنځته کولو کې یې انسانانو اړین رول لرلی تر څو د انساني ټولنې مختلفې اړتیاوې پرې پوره کړي. د سپي د تکامل په اړه کافي او دقیق مالومات نشته خو لومړني سپي ښکار کوونکي وو او د خپل ځواکمن لید او تېز بوي په ذریعه یې ښکار پیدا کوه. انسانانو د سپیانو په نسل اخیستنې سره د سپیانو په دې طبیعي وړتیا کې ښه والی رامنځته کړ تر څو خپلې مختلفې اړتیاوې پرې پوره کړي. سپیانو ته د نړۍ په مختلفو سیمو کې مختلف نظر کیږي. په غربي ټولنه کې د سپي د وفادارۍ، ملګرتیا، د ښه ساتونکي او مینه ناکتوب له امله ښه مقام ترلاسه کړی. په اروپا، امریکا، متحده ایالتونو او داسې نورو ورسره تړلو سیمو کې د سپي پالنه په څو میلوني ډالرو سوداګرۍ بدله شوې. په غربي ټولنه کې د سپي او انسان اړیکې ته ډېر اهمیت ورکړل شوی. خو په ځینې اسیايي هېوادونو کې چې اوس د ودې په حال کې دي سپی دومره ارزښت نلري. د اسیا په ځینې هېوادونو کې سپی د بار وړلو یا خوړو لپاره ساتل کیږي لکه په چین کې چې سپی په ډېره بې رحمۍ وژني او بیا یې خوري. خو په اروپا او متحده ایالتونو کې د سپیانو د ساتنې قانون شته چې له مخې یې له سپي سره ناوړه چلند جرم ګڼل کیږي. په پخواني مصر کې، د فرعونانو (pharaohs) په دور کې سپیان مقدس ژوي بلل کېدل. سپیانو په انساني تمدن کې اړین رول لرلی او په لمړنیو کورني شوو ژو کې شامل دي. په پیل کې د ښکاري په توګه کارېدل خو وروسته د ۷۰۰۰ او ۹۰۰۰ کلونو وړاندې تر منځ کله چې انسانانو څاروي کورني کړل له رمو او پادو سره د ساتونکي په څېر ګرځېدل. د نړۍ په ځینو سیمو تر اوسه د رمو او پادو ساتنه کوي. خو نن ورځ سپیان لکه د انسان په څېر روزل کیږي او په مختلفو دندو ګمارل کیږي لکه د پولیسو او پوځ سره په دنده، د ړندو د لارښونې لپاره په دنده او داسې نور. فوسیل یا پخواني پېژندونکو (Paleontologists) او لرغونپوهانو (archaeologists) دا ارزونه کړې چې ۶۰ میلیونه کاله وړاندې د نړۍ په یوه سیمه کې چې اوسمهال اسیا ده نولي (ډانګلکي) ته ورته ژوی وو له کوم چې د کانید (canids) کورنۍ پېدا شوې. کانید کورنۍ سپي او سپي ته ورته ژو لکه ګیدړ، سورلنډۍ او لیوه ته وایي. د کانید کورنۍ ډانګلکي یا نولي ته ورته پلار د میاسیس (Miacis) په نامه یادیږي. میاسیس ژو په مستقیمه توګه کانید ندي زېږولي بلکې د ۳۰ تر ۴۰ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ له همدې ژوي د کانید کورنۍ رامنځته شوې چې لمړي ژوي یې د ساینو دیکتیس (Cynodictis) په نامه پېژندل کیږي چې د منځنۍ کچې ژوی وو، د بدن اوږدوالی یې د قد په پرتله زېات وو، اوږده لکۍ یې لرله او بورس ته ورته وېښته یې لرل. له یو میلیون کاله وروسته له ساینو دیکتیس دوه ډلې پیدا شوې چې یوه په افریقا کې وه او بله په اوراسیا کې. د اوراسیا ډلې ته یې تومارکتوس (Tomarctus) نوم اخلي کوم چې د سپي، ګیدړې او لیوه پلرونه (progenitor) ګڼل کیږي. د سپي د کورني کېدو ځای او وخت نده مالوم او ډېر بحثونه پرې شوي. خو جنتیکي مالومات داسې ښي چې ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې په منځنۍ اسیا کې کورنی شوی وي. ځینې جنتیکي مطالعې داسې وړاندیز کوي چې لیوان د رمو او پادو ساتنې لپاره ۱۶۳۰۰ کاله وړاندې کورني شوي وو، همداسې بله جنتیکي مطالعه ښي چې سپیان اولیوان له دوه مختلفو پلرونو پیدا شوي او د دواړو د پلرونو پلار یو ده. دا هم امکان لري چې ممکن ځینې اوسني سپیان له لیوه نه وي پیدا شوي او نسل یې له سورلنډي خپور شوی وي. څېړنې ښي چې انسان تقریبا ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې امریکا ته کډوال شوی او نوې نړۍ ته د کډوال کېدو پر مهال یې سپیانو ملتیا نده کړې. څېړنې ښي چې سپیان نوې نړۍ ته له انسان وروسته تقریبا ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې کډوال شوي. خو ټول کانید خپله کې شریکې ځانګړنې لري. تی لرونکي ژوي دي، ښځه یې د تیانو مرغړي لري او له خپلو تیانو خپل بچیان تغذیه کوي. مخکینیو نسلونو یې ولاړ غوږونه لرل، اوږده تېره اوربوزونه یا پوزونه لرل، ډېری غوښه خوړونکي (carnivorous) د غاښونو ورته جوړښت لري چې له همدې لارې یې پخواني پېژندونکي (Paleontologists) پېژندلای شي. غوښه خوړونکي د غاښونو دوه سټونه لري: د کوچنیتوب یا د شیدو غاښونه (deciduous) او دایمي غاښونه (permanent teeth). د ډېرو بدن وېښته لري، او هومیوتیرامیک (homeothermic) دي په دې مانا چې د خپل بدن داخل کې خپله تودوخه با ثباته ساتي او د بهرنۍ تودوخې کمېدا یا زېاتېدا پرې اغیز نکوي. فوسیل مطالعې ښي چې د برونز دورې یا عصر په پېل کې (د زېږېدیز کال څخه ۴۵۰۰ کاله وړاندې) د سپیانو پنځه ډولونه موجود وو: ماسټیف سپیان (mastiffs) چې لیوه ته ورته وو، په لید باندې ښکار کوونکي تازي او یا ښکاري سپیان (hounds)، اشاره کوونکي سپیان (pointing dogs) دا هغه ډول سپیان دي چې د یو څه لور ته خپل پوز یا اوربوز اوږد نیسي او خوځښت نکوي، د رمو او پادو سپیان (herding dogs). پخواني مصریان په دې اند وو چې سپی د خدای په څېر ځانګړنې لري. مصریانو به سپیانو ته سره زر او ښې جامې په ډالۍ کې ورکولې او هغه خواړه یې ورکول چې د سپي تر ټولو خوښ خواړه وو. یوازې پاچایانو دا حق لره چې د کره نسل سپیان وساتي. کله به چې مالک مړ شو نو سپی به یې هم ورسره خښوه تر څو یې په بل ژوند کې له زیان او خطر څخه وژغوري. په شمالي امریکا، ټوله اروپا او منځني ختیځ کې د برونز دورې په دیوارونو، قبرونو او کتابونو کې هم د سپیانو انځور شوي انځورونه موندل شوي. له دې انځورونو داسې ښکاري چې سپی د ښکار پر وخت له انسان سره مل ده، سپی د انسان د مړینې پر وخت له انسان سره یو ځای خښ شوی. دا سپیان عصري کانین ته ورته دي. دا انځورونه ښي چې سپي له ډېره پخوا انسان ته اهمیت لره. کله چې ټولنو کې بدلون راغی او د ښکار ترڅنګ کرهڼه او بزګري زېاته شوه نو د سپي ارزښت نور هم زېات شو او انسانانو د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره د سپي نور نسلونه اخیستل پېل کړل. د رمو سپیان د بزګرو لپاره اړین وو تر څو یې رمې او کرنه له زېان څخه وساتي. ځینې نسلونه د لوبو لپاره اړین شول او اشرافو یې ساتنه پېل کړه.
فزیکي ځانګړنې
سپیان مختلف شکلونه او کچې لري. دا ستونزمنه چاره چې کله یو ډېر کوچنی سپی له یو ډېر غټ سپي سره پرتله کړو او دا فکر وکړو چې یو نسل ده یا له یو مور او پلار څخه پیدا شوي ژوي دي مګر دواړه په جنتیکي توګه یو بل ته ورته دي، یو بل ته ورته اناتومي لري. ټول سپیان ۷۸ کروموزوم لري چې ۳۹ جوړې کیږي (انسانان ۲۳ جوړه کروموزوم لري). مقعدي یا د مقعد (rectal) نورمال تودوخه یې ۱۰۰–۱۰۲ °F ده.
غاښونه
سپی د غاښونو دوه سیټونه لري. د شیدو غاښونه (deciduous) یې ۲۸ دي چې له ۶ تر ۸ اوونیو پورې بهر راوځي او کله یې چې عمر تر اته میاشتو پورې ورسیږي په ۴۲ دایمي غاښونو بدلیږي. دایمي غاښونو کې ثنایا غاښونه (incisors) شامل دي کوم چې د غاښ لګولو او چیچلو (nip and bite) لپاره کاروي؛ کانین (canines) غاښونه لري په کوم چې څېرې کول او ټوټه ټوټه کول (tear and shred) کوي؛ د اسیا واړه غاښونه (premolars) او د اسیا غاښونه (molars) لري کوم چې د میده کولو (shear and crush) لپاره کاروي. خپل غاښونه د خوړو میده کولو او پرې کولو تر څنګ د وسلې په توګه د خپل ځان دفاع لپاره هم کاروي. کانین یې پاسه او لاندې د نېښ غاښونه دي د کومې له مخې چې د سپي کورنۍ ته نوم ورکړل شوی. کانین غاښونه یې تېره او نری سر لري.
د هاضمې سیستم (Digestive system)
سپیان ډېر کم وخت په خپلو خوړو شخوند وهي. کله چې خواړه خولې ته داخل کړي په مستقیمه توګه یې تېروي (gulp or swallow) او د مرۍ (esophagus) له لارې په مستقیمه توګه معدې ته داخلیږي; په معده کې د هاضمې انزایمونه (digestive enzymes) د خوړو په میده کولو پیل کوي. د هاضمې ډېره برخه یې په وړو کلمو (small intestines) کې د ځیګر (liver) او لوز المعدې یا پانقراس (pancreas) په مرسته ترسره کیږي او بدن ته جذب کیږي. پانقراس هغه انزایم ترشح کوي چې د هاضمې په پروسه کې ورته اړتیا ده. لکه په انسان کې چې پانقراس معده دواړه انسولین (insulin) او ګلوکاګون (glucagon) تولیدوي او دواړه د ګلوکوز (glucose) په تنظیم او د هاضمې په پروسه کې مرسته کوي. د سپي ځیګر د بدن داخل کې تر ټولو غټ غړی ده چې له شپږ برخو یا نرمیو (lobes) جوړ شوی (دانسان ځیګر له دوه نرمیو یا برخو جوړ ده). ځیګر د ډېرو هغو بنسټیزو فعالیتونو دنده په غاړه لري د کومو په ذریعه چې بدن ژوندی پاتې کیږي. صفرا (bile) تولیدوي تر څو له هاضمې سره مرسته وکړي همداسې پروتین او کاروهایډرېټ میټابولایز کوي، د وینې له دوران څخه اضافه او زهري مواد بهر باسي، د وینې د لخته کېدو عوامل (blood-clotting agents) تولیدوي کوم چې د ټپي ځای ډېره مرسته کوي او د وینې د بهېدو مخه نیسي.
اسکلیټي جوړښت (Skeletal structure)
د سپي په اسکلیټي جوړښت کې ۳۱۹ هډوکي موجود دي. که چېرې لکۍ یې پرې شي یا هم مورزادي بې لکۍ وي نو د هډوکو شمېر یې له ۳۱۹ کم وي. د بدن عضلې او عضلاتي وترونه یې انسان ته ورته دي. د بدن د پاسه برخې عضلې یې له انساني عضلاتو ځواکمن جوړښت لري او دبدن نیم وزن یې جوړوي. د بدن د وروسته او مخکې برخې وزن یې له یو بل سره مساوي ده. پرته له هغو سپیانو چې د ځانګړو موخو لپاره یې نسل اخیستل شوی سپی یو منډې وهونکی ژوی ده. د بېلګې په توګه بل سپیان چې غټ سر لري وروستۍ پښې یې لاندې خواته ټیټې شوي نشي کولای د ښکاري سپي دنده ترسره کړي. د ولیو، وروستیو پښو او شمزي جوړښت یې داسې ده چې د منډې وهلو په څلورو پښو د زغلېدو وړتیا ورکوي. زېات ډولونه یې د منډې وهلو مختلفه طریقه لري چې په جنتیکي توګه انسانانو بدلون پکې راوستی. لکه د جرمني شېفرډ سپیان د الوتنې په څېر ټوپ او منډه وهي، همداسې د افغانستان نسل چې په نړۍ کې د افغان هونډ (Afghan Hound) په نامه پېژندل کیږي او افغانستان کې ورته تازي سپی وایي د ښکار لپاره یې زرګونه کاله وړاندې نسل اخیستل شوی تر څو په داسې سیمو کې ښکار پسې منډه ووهي چې ډبرې او لوړې هوارې لري کومه دنده چې نور سپیان نشي ترسره کولای.
حسونه (senses)
سپی هم لکه د انسان په څېر پنځه حسونه لري. ځینې یې له انسان څخه ډېر ښه دي او ځینې بیا له انسان څخه کمزوري دي. د سپي د بوی حس ډېر ښه ده او له انسان څخه دومره ښه ده چې کچه کول یې اسانه چاره نده. د ښه بوی له وجې د ورکو شوو انسانانو د پیدا کولو، د ځمکې لاندې د توکو پیدا کولو او کیندلو، د زهري توکو پیدا کولو، د ځمکې لاندې د ګاز پیدا کولو لپاره کاریږي. همداسې سپی کولای شي نشیي توکي او مالک یې پیدا کړي، چادونکي توکي پیدا کړي. مګر د ټول کانین پوزې داسې ندي خو د جرمني شېفرډ سپیان او د بلډ هونډ په نامه تازي یا ښکاري سپیان د بوي د حس ښه وړتیا لري. د کومو سپیانو پوزې چې لنډې دي د بوي حس یې کمزوری وي. د سپي پوزه کې چین موجود وي کوم چې له داخلېدونکې هوا بوي فلټر کوي. د ژغورنې لپاره ځینې سپیان روزل شوي وي چې په ځمکه بوي تعقیب کړي، ځینې بیا په هوا کې د بوي تعقیب کولو ته روزل شوي وي او دواړه روزل شوي ډولونه د دې وړتیا لري چې د یو کس له بل سره د بوي په ذریعه توپیر وکړي حتی که ډېر وخت هم وتلی وي د بوي په ذریعه کس پېژني. ځینې سپیان لکه پواینټر (pointer)، ریټرایور (retriever) او سپانیل (spaniel) د مرغانو بوي پېژندنې لپاره روزل کیږي چې د یو ډول مرغانو بوي له نورو سره توپیر کړي. د خوند حس یې له انسان څخه کمزوری ده. که چېرې یوازې ژوند کول اختیار کړي سپی هر څه خوري او د خوند په لټه کې نه وي. پخوانیو سپیانو نېغ ولاړ، چټک خوځېدونکي غوږونه لرل چې له ډېرې لرې سیمې او له هر لوري یې غږ اورېدای شو. په عصري نسلونو کې یې ځینې تر نورو غږ ښه اوري. خو د ټولو داورېدو حس تر انسان ښه ده. د سپي غوږونه په یو ثانیه کې ۳۵۰۰۰ وایبرېشنه غږ ثبتولای شي او د انسان غوږونه په یوه ثانیه کې ۲۰۰۰۰ وایبرېشنه غږ ثبتوي. سپی د دې وړتیا لري چې د غوږ داخلي برخه بنده کړي او د زېات یا ناڅاپه دروند غږ د اورېدو مخنیوی وکړي یا یې فلټر کړي. د سپي لید دومره ځواکمن نده لکه څومره یې چې د بوي حس ځواکمن ده. له دې پرته رنګونه هم په ښه توګه نشي لیدلای. ځینې نسلونه د دې لپاره اخیستل شوي چې ډېر لرې لید کولای شي لکه افغان هونډ یا د افغانستان تازي سپی او سالوکي سپی چې د ځمکې پر سطحه له ډېر لرې هر څه ویني. د انسان په پرتله په تیاره کې ښه لیدل کولای شي خو د ورځې لخوا بیا انسان تر سپي ښه لید لري. کله چې مخامخ وګوري د انسان په پرتله ډېره پراخه سیمه ویني. سپی درېم لېمه لري چې د سترګو په ژغورلو کې مرسته کوي او ځینې وخت د سترګو له پاسه ښکاري. سپی له لمس سره ډېر حساس وي. دا یې پنځم حس ده او د خبرو اترو لپاره یې هم کاروي. د لمس په ذریعه یو بل ته او خپل مالک ته پیغام ورکوي او تر لاسه کوي. د لمس حس د سپي په روزنه کې هم رول لري او باید دا زده کړل شي چې سپی په کومه برخه کې لمس شي چې ارام احساس وکړي.
د مثل تولید (Reproduction)
بلوغیت ته د رسېدو موده په سپیانو کې توپیر لري. کوم سپیان چې واړه دي تر غټو ژر جنسي بلوغ ته رسیږي. په غټو سپیان کې سپۍ ځینې وخت له یو کلنۍ وروسته سپېمه کیږي خو نورمال موده یې ۷ تر ۸ میاشتو پورې عمر ده. ټول سپیان له ۶ میاشتینۍ تر یو کلنۍ پورې عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي مګر ټولنیز بلوغ تر ۲ کلنۍ وروسته رسیږي. هره سپۍ په کال کې دوه ځلې سپېمه کیږي خو د افریقا بسېنجي سپیان بیا استثنا ده چې کال کې یو ځل سپېمه کیږي او یوازې یو بچی زېږوي. د سپېمه کېدو دوره یې له ۱۸ تر ۲۱ ورځو پورې دوام کوي. لمړۍ دورې ته یې پروایسټرس (proestrus) وایي کوم چې په یو نرم پړسوب او د وینې په جریان پیل کیږي او معمولا تر ۹ ورځو پورې دوام کوي خو دوه یا درې ورځې زېاتېدای او کمېدای هم شي. په دې وخت کې سپۍ ممکن سپیان د ځان لور ته جذب کړي خو د اومېندواره کېدو لپاره چمتو نه وي او ممکن هره جنسي اړیکه رد کړي. بله دوره یې د ایسټرس (estrus) په نامه یادیږي په کومه کې چې د وینې جریان کمیږي او د جریان رنګ هم ممکن تقریبا ګلابي رنګ ته ورته وي او فرج (vulva) یې ډېر غټیږي او نرمیږي. په دې دوره کې سپۍ نر سپی د جنسي نزدیکت لپاره مني او تقریبا له ۳ تر ۴ ورځو خو که ډېره اوږده شي نو له ۷ تر ۱۱ ورځو پورې دوام کوي. درېمه دوره یې د لوټییل (luteal) په نامه ده چې تر ۱۴ ورځو پورې دوام کوي په دې وخت کې د اومېندوارۍ دوران پېل کیږي او څلورمې مرحلې ته یې د ډییسټرس (diestrus) نوم اخلي چې ۶۰ تر ۹۰ ورځو پورې دوام کوي. د وینې جریان یې سور رنګ ته بدلیږي او فرج یې پړسوب کموي او بلاخره نورمال حالت ته ګرځي. کله چې پړسوب او د وینې جریان په بشپړ توګه ختم شي نو د سپېمه کېدو دوره پای ته رسیږي. په دې وخت کې ممکن سپۍ خېټه ولري او یا نه وي بلاربه شوې او له دې پړاو وروسته د انېسټرس (anestrus) پړاو ته داخلیږي. دا پړاو د اومېندواره کېدو او بیا د سپېمه کېدو تر منځ موده ده. په جنسي نزدیکت کې یې نران کومه ځانګړې قاعده یا قانون نلري او هرې موجودې سپۍ سره جنسي نزدیکت کوي. نر یې د جنسي نزدیکت پر وخت د اومېندواره کېدو تر اړتیا زېات سپرم بهر باسي. واړه نسلونه یې ممکن له ۲ تر ۳ بچیانو وزېږوي خو غټ سپیان بیا له ۱۰ تر ۱۲ پورې بچیان زېږولای شي. یوه سپۍ په یوه وخت کې تر ۸ بچیانو پورې له خپلو تیانو تغذیه کولای شي. د اومېندواره کېدو نورمال موده یې ۶۳ ورځې ده خو دا موده ممکن په هغو سپیو کې توپیر وکړي کومې چې مخکې یو یا دوه وارې اومېندواره شوي وي او یا د جنسي نزدیکت له ورځې یوه یا دوه ورځې وروسته اومېندواره شوې وي. کله چې جنسي نزدیکت وکړي هګۍ یې تر ۴۸ ساعتو پورې د اومېندواره کېدو وړتیا لري. همداسې سپرم د رحم په کانال کې تر څو ورځو پورې ژوندي پاتې کېدای شي. له جنسي نزدیکت وروسته ویترنران د سپۍ خېټه له ۲۵ ورځو وروسته د لاس په لمس کولو معاینه کوي او په دې پوهېدای شي چې سپۍ اومېندواره ده کنه. له ۴۰ ورځو وروسته الټرا سونډ ازموینه هم امکان لري او د اېکس وړانګې (x rays) یې د اومېندواره کېدو یا نه کېدو پخلی کولای شي. له پنځه کلنۍ مخکې یې د اومېندوارۍ تکلیف کم وي.
چلند (Behaviour)
سپی یو ټولنیز چلند لرونکی ژوی ده. له نورو سپیانو او انسانانو سره ګډ ژوند خوښوي. له چلند داسې ښکاري چې د لیوه خپلوان وي. څېړنو داسې ښودلې که چېرې یو سپی یوازې په ازاد چاپېریال کې غټ شي د انسان په پرتله له نورو سپیانو سره یو ځای کېدل خوښوي. دواړه سپیان او لیوان د سیمې ټاکونکي ژوي دي. لیوان د دې لپاره په ډله کې ګرځي چې خپله سیمه وټاکي او په ګډه ښکار وکړي، د خپلې سیمې په ګډه ساتنه وکړي. خو سپی د خپل مالک چاپېریال خپله سیمه ګڼي. نر سپی او لیوه خپله سیمه د ادرارو په بوي او یا د خپل بدن د مرغړیو په بوی ټاکي او بل سپي یا بل ژوي ته د خپل ځان د شتون په اړه خبرتیا پرې ورکوي. خو که چېرې له یو بل سره داسې سیمه کې مخ شي چې د دوي سیمه نه وي یو بل ته د لکۍ ښورولو، د بدن په ځینې اشارو خپل تشریفاتي سلام کوي او له یو بل څخه تیریږي. خو که ښځینه یې په داسې سیمه کې چې د هیچا نه وي مخ شي په نورو د دې لپاره برید کوي چې خپل بچیان ترې وژغوري. دواړه سپیان او لیوان غاپي (bark)، کوکیږي (howl) او یا غوریږي (growl) د کوم له لارې چې یو بل ته پیغام رسوي او په خپل منځ کې په خپلو اوازونو پوهیږي خو هغه انسانان یې هم په خبرو پوهیږي چې د سپیان یا لیوانو د ژبې قاموس یې لوستی وي. د سپي مالک په دې پوهېدای شي چې سپی یې وېرېدلی، غصه ده، د یو څه خبرتیا ورکول غواړي او یا لوبې کوي. که چېرې سپی کنج ته ټېل وهل شي او یا ووېرول شي غوریږي. ځینې تازي سپیان د ښکار پر وخت د غپېدو پر ځای کوکیږي. همداسې بسېنجي سپیان (basenji) نه غاپي او کله چې خوښ وي یو ډول اواز کوي.
ذکریا رحيمي