To start downloading books

Please sign in or create an account.

امپریالېزم وپېژنئ!

امپریالېزم وپېژنئ!

په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو لپاره د دولت پالیسي او کړنو ته امپریالېزم وایي، د واک او د حاکمیت سیمې پراخولو لپاره پالیسي ته وایي تر څو د یوې سیمې په اقتصاد کنټرول وکړي او یا په مستقیمه توګه سیمه اشغال کړي. د یادې چارې لپاره نرمه پالیسي, سیاسي خوځښت او وسله وال ځواکونه دواړه کاریږي. یاده اصطلاح ډېر وخت په نړیوال پروپاګند کې کاریږي تر څو د مخالف لوري بهرنۍ پالیسي بې اعتباره کړي او غندنه یې وکړي. امپریالېزم له نوي امپریالېزم سره توپیر لري. یوازې امپریالېزم د ۱۵ او ۱۹ پېړۍ ترمنځ د اروپایانو لخوا د امریکا مستعمره کېدو ته کاریږي خو نوی امپریالېزم (new imperialism) له ۱۹ پېړۍ وروسته د جاپان، متحده ایالتونو او اروپایي ځواکونو لخوا په سیمو کې د واک او مستعمرو پراخېدو ته کاریږي خو دواړه د امپریالېزم ډولونه ګڼل کیږي. مدیترانه، په غربي اسیا او چین کې امپریالېزم پر له پسې او اوږد د امپراتوریو تاریخ لري. د اشوریانو امپراتوري چې په خلکو یې ډېر ظلمونه کړي له زېږدیز کال څخه د ۶ او ۴ پېړیو وړاندې تر منځ یې د پارس یا فارس امپراتوری ځای ونیوه. د پارس امپراتورۍ د اشوریانو په پرتله د مستعمرو خلکو ته ډېره ازادي ورکړې وه تر څو یې امپراتوري نسکوره نشي. د پارس امپراتورۍ یونانیانو ته لار پرانیسته او له زیږېدیز کال څخه وړاندې د ۳۵۶–۳۲۳ کلونو ترمنځ د مکدونیا الکسندر یونانۍ امپراتوري پراخه کړه. الکسندر وتوانیده چې ختیځه مدیترانه له لوېدیځې اسیا سره یوه کړي او یا د دواړو ترمنځ یووالی رامنځته کړي خو بل نظر یې چې (cosmopolis) وو یوازې یو خوب پاتې شو. د کوزموپولیس (cosmopolis) مانا نړیوال ښار ده او الکسندر غوښتل چې په دې نړیوال ښار کې ټول خلک په همغږۍ او مساواتو کې ژوند وکړي. د کوزموپولیس چاره د پخواني روم خلکو هغه وخت نیمګړې پلي کړې وه کله یې چې خپله امپراتوري له انګلستان تر مصر پورې وغزوله. کله چې روم مات شو نو بیا هېڅکله داسې امپراتوري رامنځته نشوه چې هیوادونه د یو متحد ځواک په څېر سره یو وي. د ۱۵ او ۱۸ پېړۍ تر منځ فرانسې، نیدرلنډ، پرتګال، هسپانیا او انګلستان په اسیا او افریقا کې خپلې مستعمرې جوړې کړې کومو چې تر یوې پېړۍ پورې دوام وکړ خو وروسته له سخت مقاومت سره مخ شول. وروسته یې د لمړۍ نړیوالې جګړې او ۱۹ پېړۍ تر نیمایي پورې بیا ځلې د امپریالېزم له سختو پالیسیو کار واخیست. په دې نوملړ کې وروسته جاپان، متحده ایالتونه، روسیه او ایټالیا هم ورزیات شول. عصري امپریالېزم له پورته تعریف سره ډېر توپیر لري خو موخه یې یوه ده یوازې یې شکل او پلي کوونه کې توپیر ده.

ذکریا رحیمي

Related Articles

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانکړتیاوې په تړون کې ولیکي .د پلستر مشخصات لپاره ځنی اړینی سپارښتني .د پلستر عمومي مشخصات په لاندې ډول...

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې غواړو چې د الحرام جومات په اړه معلومات درکړو. که تاسو هم غواړئ، د دې لرغوني او سپېڅلي جومات په اړه...

The Life and Legacy of our Beloved Prophet Muhammad (Peace Be Upon Him)

Millions of people all across the world continue to be inspired by the amazing journey that was the Prophet Muhammad's (peace be upon him) life. His life is a tribute to faith, kindness, and unshakable dedication to the divine message. He was born in Mecca in the year 570 CE. Early Years and Divine Revelation Early in childhood, Muhammad (PBUH) s...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...